اطلاعات روز: د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سرپرست خالد حنفي خپل محتسبین د خلکو شخصي موبایلونو او جېبونو کې له لاسوهنې منع کړي دي.
د طالبانو د امربالمعروف وزارت په وینا، خالد حنفي د اختر په ورځو کې د «احتساب» څرنګوالي په اړه سیمنار کې خپلو محتسبینو ته ویلي: «د اسلام مبارک دین د چا پر شخصي حريم د تجاوز اجازه نه ده ورکړې، نو پر همدې اساس د چا موبایل، جېب او کور ته د هغه له اجازې پرته د لاسوهنې اجازه نشته.»
د طالبانو د امربالمعروف وزارت محتسبین دا مهال د خلکو جامې، بڼه او چلند څاري.
عام خلک تل د دې محتسبینو د چلند په اړه شکایت کوي او تور پورې کوي چې یاد محتسبین شخصي حریم او ازادۍ ته ژمن نه دي.
خالد حنفي خپلو محتسبینو ته په وینا کې ویلي، چې «تاسو د اسلامي نظام پلي کولو لپاره غوره کړل شوي یاست».
هغه له خپلو محتسبینو څخه غوښتي: «خپلې چارې داسې مخته یوسئ چې د ټولنې لپاره لارښوونکي جوړ شئ.»
د طالبانو «د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون» چې د تیر کال د زمري په میاشت کې توشیح شوی، د خلکو په عمومي او شخصي ژوند باندې یې پراخ محدودیتونه لګولي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) وايي، چې د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر د قانون له مخې افغان وګړو سره د «ولکې لاندې کسانو» په توګه چلند کېږي، نه د هغو ښاریانو په توګه چې مشخص حقوق لري.