اطلاعات روز: په ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په سره رود ولسوالۍ کې یو ۵۰ کلن سړی د ننګرهار کانال «نهر» ته تر لوېدو وروسته خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د دغه کس د کورنۍ یو غړي صفت الله مومند وویل، چې دغه پېښه تېره ورځ (دوشنبه، ۱۲ د غبرګولي) د سره رود ولسوالۍ په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.
نوموړي زیاته کړه، پېښه کې د عبدالرحیم قلندر په نوم کس د کانال «نهر» ته لوېدلی او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی.
د ده په وینا، د ځایي خلکو په همکارۍ یې د یاد کس جسد تېره شپه ناوخته له اوبو را اېستلی دی.
سرچینې په اوبو کې د دغه کس د ډوبېدو د څرنګوالي او لامل په تړاو څه ونه ویل.
له دې یوه ورځ وړاندې په لغمان ولایت کې هم یو ځوان د لامبو وهلو پر مهال اوبو ډوب کړی او مړ شوی و.
بلخوا سرچینې وایي، چې د مسعود جان په نوم یو ماشوم چې د تېرې یکشنبې په ورځ د بهسودو پُل څخه د لامبو پر مهال سیند وړی و، تراوسه یې جسد نه دی موندل شوی.
د نوموړي کورنۍ په ټولنېزو رسنیو له خلکو غوښتنه کړې چې د هغه د جسد په پېدا کېدو کې ورسره مرسته وکړي.
د هوا په ګرمېدو سره د هیواد په زیاتره سیمو کې ځوانان سیندونو ته د لامبو په موخه ځي، چې زیاتره یې له اوبو سره د بې احتیاطۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.