اطلاعات روز: د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت د شمالي وزیرستان ولسوالۍ په میرعلي کې یوه ځانمرګي بریدګر د پاکستاني پوځیانو له موټر سره خپل موټر جنګولی چې له کبله یې ۱۳ پاکستاني پوځیان وژل شوي او د ملکي وګړو په ګډون ۲۴ تنه نور ژوبل دي.
پاکستانۍ رسنۍ خراسان ډایري ویلي، چې دا برید نن (شنبه، ۷ د چنګاښ) سهار پر ځایي وخت ۷:۴۵ دقیقې ترسره شوی دی.
د یادې رسنۍ په وینا، په دې برید کې د پاکستاني پوځ د ماین شنډونې ډلګۍ په نښه شوې.
د رسنیو د راپورونو سره سم، په دې برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۴ تنه ملکي وګړي هم ژوبل شوي او ښایي اعلان شوي ارقام تر دې پورته شي.
بل لور ته د پاکستاني طالبانو حافظ ګل بهادر ډلې د دې برید مسوولیت منلی دی.
د یادونې وړ ده، چې دا برید په وروستیو څو میاشتو کې د تلفاتو له اړخه تر ټولو ستر برید ګڼل کېږي.