close
Photo: kpboit.gov

په شمالي وزیرستان کې دویم ځانمرګی برید؛ لږ تر لږه شپږ پاکستاني پوځیان ژوبل دي

اطلاعات روز: پاکستاني رسنۍ خبر ورکوي چې د دې هیواد د خیبرپښتونخوا ایالت د شمالي وزیرستان ولسوالۍ په غلام خان سیمه کې پر موټرسایکل سپاره ځانمرګي د پاکستاني پوځ د چټک غبرګون قطعه په نښه کړې چې له امله یې شپږ پاکستاني پوځیان ژوبل دي او د درو حالت نازک ښوول شوی دی.

دا برید چې نن (شنبه، ۷ د چنګاښ) ترسره شوی، د پاکستاني طالبانو حافظ ګل بهادر ډلې یې مسوولیت منلی دی او ویلي یې دې چې پاکستاني پوځیانو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

همدا راز، نن د ورځې په اوږدو کې د شمالي وزیرستان په میرعلي کې هم د پاکستان د پوځ د ماین پاکونې پر ډلګۍ ځانمرګی برید شوی و چې له امله یې ۱۳ پاکستاني پوځیان وژل شوي وو او د ملکیانو په ګډون ۲۹ تنه نور ژوبل وو.

بل لور ته، د پاکستان پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې تر دې برید وروسته یې په سیمه کې تصفیوي عملیات کړي او شاوخوا ۱۴ طالبان یې وژلي دي.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان حکومت په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت تور پورې کوي چې په خپله خاوره کې یې پاکستاني طالبانو ته ځای ورکړی دی او له هغه له همدې ځایه بریدونه پلانوي.

د پاکستان حکومت وایي چې د پاکستاني طالبانو د یوې ډلې مشر ګل بهادر په خوست کې میشت دی. همدا راز، پاکستان تر دې وړاندې د طالبانو له حکومت څخه غوښتي و چې په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو میشت مشران ونیسي او ورته ویې سپاري.