هلمند چې د هیواد یو له کرنیزو ولایتونو شمیرل کېږي، د پرله پسې وچکالۍ او اقلیمي بدلون له کبله سخت اغیزمن شوی. د دې ولایت سیند چې دغلته د کرنیزو فعالیتونو اصلي شریان ګڼل کېږي، په دې وروستیو کې یې د اوبو سطحه په بې سارې ډول ټیټه شوې او له کبله یې د کجکي او نوزاد ولسوالیو زیات شمیر اوسېدونکي له خپلو سیمو کډه کولو ته اړ شوي دي.
کجکي ولسوالۍ چې ۱۷ کلیوالې حوزې لري او د هلمند د کرنې او برېښنا مهم مرکز ګڼل کېږي، اوس په کې اوبه په پام وړ توګه کمې شوي او د کجکي بند چې د برېښنا د تولید ترڅنګ د کرنیزو ځمکو خړوبولو په برخه کې مهم ګڼل کېږي، یوازې د دې ولسوالۍ مرکزي حوزې ته لږه اندازه اوبه برابروي، خو نورې سیمې په ځانګړي ډول د زمینداور سیمه چې یو وخت د شنو کروندو او بډایه حاصلاتو له امله مشهوره وه، اوس د وچکالۍ له امله د خلکو له حضوره خالې شوې ده.
د زمینداور یو سپین ږیری حاجي رحمت الله وایي، چې په دې سیمه کې د ۸۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ پورې کورنۍ میشتې وې، خو کله چې کاریزونه وچ شول خلک هم له سیمې وکوچیدل او اوس یوازې د خاورو خړ دیوالونه پاتې دي.
نوموړی زیاتوي، د زمینداور په ۳۶۰ کاریزونو کې، چې پخوا یې د کرنې لپاره اوبه برابرولې اوس ټول وچ شوي دي.
د دې سیمې یو بل اوسېدونکی نیک محمد چې د خټکي کلي اوسېدونکی دی، وایي: «کاریزونه وچ شول، خلکو برمې وکښلې، خو د برمو اوبه د ۲۸۰ تر ۳۰۰ متره ژورې دي، له هغې یواځې ۲ انچه اوبه راځي، چې یوازې د څښاک لپاره دي، کښت نشو ورباندې اوبه کولای.»
د ده په وینا، چې د ۴۰ جریبه ځمکې څخه یوازې دوه جریبه کې یوه اندازه کښت کوي، او نورې ټولې ځمکې شاړې پرتې دي، ځکه چې اوبه ژورې دي او تر دوه انچه زیاتې اوبه نه راپورته کېږي.
د زمینداور اړوند درزمریز، خوایداز، افغول، شیری، او دور بابا سیمو اوسېدونکي هم ورته ستونزې لري او د دور بابا ولسوالۍ یو اوسیدونکي په خپلو خبرو وویل: «موږ د تېر نظام او د اوسني نظام د مشرانو څخه غوښتنه وکړه چې زموږ ولسوالۍ کې د وچکالۍ مخه ونیسي، دغلته محلي چکډمونه جوړ کړي، خو تر اوسه هیڅ نظام زموږ غږ نه دی اوریدلی، د وچکالۍ له کبله اکثره کلي له انسانانو او حیوانانو خالي شوي دي، ټوله سیمه په یوه صحرا بدله شوې ده.»
د کجکي ولسوالۍ د زمینداور په افغول سیمه کې، چې یو وخت د ګڼې ګوڼې مرکز و، اوس د انسانانو د نشتوالي له امله په یوه وېره وونکې صحرا بدل شوی او خلک یې اکثره د هلمند مرکز لښکرګاه، کندهار او یا هم نورو ولایتونو ته تللي، خو هلته هم دوی له اقتصادي ستونزو او د سرپناه د نشتوالي له امله کړېږي.
دغه راز نوزاد ولسوالۍ چې یو وخت د انارو د باغونو له کبله په ټول افغانستان کې مشهوره وه، اوس د وچکالۍ له امله خپل پخوانی شهرت له لاسه ورکړی او د دې ولسوالۍ د خاوې، خاص نوزاد، او فرهاد په ګډون ډېری سیمې وچکالۍ وهلي او له امله یې په سلګونو باغونه وچ شوي او خلک د څښاک اوبو ترلاسه کولو لپاره په کیلومټره مزل کوي.
د دې ولسوالۍ د خاوې سیمې اوسېدونکي محمد ولي په دې اړه وویل: «لس کاله مخکې مې ۱۵ جریبه د انارو باغ درلود، چې هر کال به یې په سلګونو ټنه انار تولیدول، خو اوس زما او د نورو سلګونو خلکو باغونه وچ شوي دي. د څښاک اوبو لپاره موږ لسګونه کیلومټره مزل کوو، د نوزاد انار په ټول افغانستان کې مشهوره وو، خو اوس دا سیمې د وچکالۍ له امله ډیرې زیانمنې شوي دي، باغونه وچ شوي، زراعتي ځمکې شاړې پاتې دي او خلک یې ډیر غریب شوي دي.»
نوموړی زیاتوي، چې د دوی ولسوالۍ اړوند فرهاد سیمه کې د اوبو د بند جوړولو لپاره مناسب ځای شته او څو ځله یې سروې هم شوې، خو په وینا یې چې عملي کار یې تر اوسه نه دی شروع شوی.
محمد ولي وایي، که د نوزاد اړوند د فرهاد بند ورغول شي د دې ولسوالۍ ترڅنګ به ډیرې نورې شمالي ولسوالۍ هم له اوبو برخمنې شي.
هغه وویل: «د نوزاد ولسوالۍ سپین ږیري او قومي مشران د هلمند والي او د هلمند سیندیزي حوزې رییس ته څو ځله ورټول شوي چې دغه بند خلکو ته جوړ کړي چې د نوزاد تر څنګ څو نورې ولسوالۍ هم د وچکالۍ څخه وژغورل شي، خو هیڅ چا زموږ غږ نه دی اوریدلی.»
د هلمند په یادو سیمو کې د کرنې او باغدارۍ له منځه تلو له امله خلک بې وزله شوي او همدارنګه د څښاک لپاره د پاکو اوبو نشتوالي ناروغۍ زیاتې کړې دي او له همدې کبله خلک خپلې مېنې پریږدي.
په همدې حال کې بیا د هلمند د سیندیزې حوزې پخوانی کارکوونکی انجینر لعل محمد پروتن وایي، چې د دې ولایت په شمالي ولسوالیو لکه کجکي، نوزاد، موسی قلعه او باغران کې د وچکالۍ د ستونزې د حل لپاره یوه مهمه پروژه د ظاهرشاهي کانال جوړول دي، چې په وینا یې دا پروژه د محمد ظاهر شاه په دوره کې ډیزاین شوې او موخه یې د شمالي ولسوالیو د کرنیزو ځمکو خړوبول دي.
نوموړی زیاتوي، چې د دې کانال یوه برخه د ځایي خلکو په مالي مرسته جوړه شوې، خو زیاتې بودیجې ته د اړتیا له امله یې کار نیمګړی پاتې دی.
نوموړی زیاتوي، چې په ۱۳۹۸ کال کې د اوبو او انرژۍ وزارت ژمنه کړې وه، چې د دې کانال سروې به بشپړه کړي، خو د ناامنۍ او مالي ستونزو له امله دا پروژه ودرېده او اوس د بودیجې د نشتوالي له امله د دې پروژې رغول ناممکن ښکاري.
هغه وویل: «د کجکي بند د اوبو سطحه د زمینداور د ځمکو له سطحې لوړه ده، نو د بند اوبه په طبیعي ډول دې سیمو ته نه شي رسېدلی، که ظاهرشاهي کانال بشپړ شي د هلمند شمالي ولسوالیو د وچکالۍ ستونزه به حل شي. خو په تېر جمهوري نظام کې ناامني او اوس د بودیجې کمښت د دې پروژې د بشپړېدو مخه نیولې ده.»
د هلمند د زراعت ریاست پخوانی کارکوونکی نعمت الله (مستعار) وایي، چې د تېرو پنځو کلونو راهیسې د وچکالۍ له کبله د واشیر، باغران، زمینداور او نوزاد څخه تر ۱۰زره زیاتې کورنۍ نورو سیمو ته کډوالې شوې دي.
نوموړي وویل: «څو کاله مخکې د هلمند شمالي ولسوالیو ډیر لوی بازارونه درلودل، ځمکو یې ښه حاصلات ورکول، خو پرله پسې وچکالیو د دې سیمو کاریزونه وچ کړل، دولت او مرستندویه ادارې هم د دغه سیمو د وچکالۍ د مخنیوي لپاره خاص پرګرامونه نه لري، چې د دغه بحران له کبله تر ۱۰زره ډیرې کورنۍ د هلمند د شمالي ولسوالیو څخه نورو سیمو ته کډوالې شوې دي.»
د هلمند د شمالي ولسوالیو اوسیدونکي د وچکالۍ له امله له سختو ننګونو سره مخ دي. د اوبو کمښت، د کاریزونو وچېدل او د کرنې او باغدارۍ ویجاړي د دې لامل شوي چې په زرګونو کورنۍ خپل کلي پرېږدي او نورو سیمو ته کډه شي. د سیمې اوسېدونکي وايي، که د ظاهرشاهي کانال پروژه بشپړه او د اوبو د بندونو او چک ډیمونو پروژې عملي نه شي دا سیمې به د ژوند له نښو نښانو خالي او د دې ولسوالیو راتلونکی به له جدي خطر سره مخ شي. دوی د طالبانو له سرپرست حکومت، مرستندویه بنسټونو او نړیوالو ادارو غواړي چې د اوبو د مدیریت لپاره بیړني او عملي ګامونه پورته کړي، څو د زراعت، باغدارۍ او د خلکو د ژوند بقا تضمین او دا تاریخي او حاصلخیزې سیمې د بشپړې ویجاړۍ له خطره وژغورل شي.