close

ننګرهار کې یو ۳۲ کلن ځوان ځان وژنه کړې

اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو امنیتي مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په سره رود ولسوالۍ کې یو ۳۲ کلن کس ځان زندۍ کړی او خپل ژوند یې پای ته رسولی دی.

د ننګرهار د پولیسو ویاند سید طیب حماد وایي، چې پېښه نن (یکشنبه، ۸ د چنګاښ) د دغه ولایت د سره رود ولسوالي اړوند «سیاف فامیلو» سیمه کې رامنځته شوې ده.

د حماد په وینا، دغه کس ۳۲ کلن و او په نشه یي توکو روږدی و او دغه راز عصبي ناروغي یې هم لرله او له همدې امله یې خپل ځان زندۍ کړی او ژوند ته یې د پای ټکی اېښی دی.

د هغه په خبره، چې له یاد کس څه موده وړاندې خپله مېرمن هم جدا او طلاق یې ترې اخیستی و.

د نوموړي د معلوماتو له مخې وژل شوی ځوان په اصل د ننګرهار پچېراګام ولساوالۍ «ګریخېل» سیمې اوسېدونکی و او له څو کلونو راهېسې یې په سره رود ولسوالۍ کې استوګن و.

له دې یوه ورځ وړاندې په کندهار کې هم د فدا محمد په نوم یوه ۲۴ کلن ځوان د ناڅرګنده دلایلو پر اساس ځان وژنه کړې وه.

په دې وروستیو کې په دې ولایت او د هېواد په نورو سیمو کې د ځان‌وژنې پېښې زیاتې شوي چې لاملونه یې، کورنی تاوتریخوالی، بې روزګاري، رواني ناروغۍ او بې‌وزلي بلل کېږي.