close

ایرانی چارواکی: کډوال دې د خپلو حقونو ترلاسه کولو لپاره وکیل ونیسي

اطلاعات روز: د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو وګړو او کډوالو د چارو عمومي رییس نادر یاراحمدي ويلي، چې هغه افغان کډوال چې په ایران کې یې له ګمارونکو او د ملکیتونو له خاوندانو نه خپل حقوق نه‌دي تر لاسه کړي، د خپلو حقونو ترلاسه کولو لپاره دې وکیل ونیسي.

نوموړي د دوشنبې په شپه په یوه تلویزیوني مرکه کې کډوالو ته د ګمارونکو او د کورونو د مالکینو له لوري د حقونو د نه ورکړې د ادعاوو راپورونه تایید کړل او ویې ویل چې ځینو خلکو د بهرنیو اتباعو او مهاجرینو چارو وزارت ته هم مراجعه کړې ده.

ځینې راستانه شوي افغانان وايي، چې نه‌دي توانېدلي د کور د رهن یا په ضمانت ورکړل شوې پیسې بېرته تر لاسه کړي.

یاراحمدي ویلي: «موږ له تېر کال راهیسې اعلان کړی و چې هغه اسناد چې قانوني حیثیت نه لري، خپل اعتبار له لاسه ورکوي. له همدې امله موږ تمه درلوده چې بهرني اتباع دې د خپلو حسابونو تصفیه وکړي. سره له دې که چا خپل حقوق نه‌دي ترلاسه کړي، کولای شي زموږ قونسلګریو یا حقوقي دفترونو ته مراجعه وکړي، یا یو رسمي وکیل معرفي کړي، څو د خپلو مطالباتو د تعقیب چارې پر مخ یوسي.»

دغه ایراني چارواکي دا هم ویلي، چې دوی طالب چارواکو ته دا خبر هم ورکړی چې دوی چمتو دي چې د اړتیا په صورت کې د دې توپیرونو د حل لپاره ګډې کمیټې جوړې کړي.

د ایران او اسراییل جګړې وروسته د افغان کډوالو شړل زیات شوي دي.

د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو وګړو او کډوالو د چارو رییس ویلي، چې د ۱۴۰۴ لمریز کال له پیل څخه د چنګاښ میاشتې تر شپږمې نېټې پورې، ۷۱۷ زره او ۶۵۸ تنه د ایران له درېیو پولو ــ دوغارون، میلَک، او د جنوبي خراسان سرحد ــ له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

هغه د افغانستان په پولو کې د کډوالو د خراب وضعیت په اړه نیوکې او راپورونه د ځینو بهرنیو رسنیو لخوا د ایران د کډوالۍ پالیسیو په وړاندې د منفي فضا رامنځته کولو هڅه بللې ده.

هغه وویل چې پدې موده کې، ځینو رسنیو په قصدي ډول هڅه کړې، چې له ایران څخه د افغان اتباعو وتل مبالغه آمیز، تعصبي او نژادپرست په توګه وښيي.

په همدې حال کې بیا راستانه شوي کډوال د ایراني پولیسو د سخت چلند په اړه شکایت کوي.

دوی وايي، چې ایراني پولیس په کمپونو کې کډوال وهي او شکنجه ورکوي.