close

طالبان په جلال اباد او مهترلام ښارونو کې له کراچۍ چلوونکو باج اخلي

په جلال اباد او مهترلام ښارونو کې د سړک غاړې لاس پلورونکي او کراچۍ چلوونکي له ناوړه اقتصادي شرایطو سر ټکوي او وایي، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته یې نه یوازې ګټه کمه شوې بلکې د محدودیتونو او کاري بوختیاوو د نشتوالي له کبله نور د کورونو د کرایې او د کورنیو لومړنیو اړتیاوو په پوره کولو کې بې وسه دي.

دوی دغه راز ادعا کوي چې د طالبانو له لوري ترې په یوه او بله پلمه په ناقانونه او د باجګیرۍ په توګه پېسې اخېستل کېږي.

د ننګرهار اوسېدونکی رمضان چې د جلال اباد ښار په سړکونو او بازارونو کې په لاسي کراچۍ کې تازه مېوې پلوري، وایي د جلال اباد ښاروالۍ سره په همغږۍ یو شمېر طالبان له هر کراچۍ چلوونکي هره ورځ له ۱۰۰ تر ۲۰۰ افغانیو د باج په توګه ناقانونه پېسې اخلي.

د هغه په خبره د ځینو طالبانو له لوري د سړک پر غاړه درول شويو موقتي لاس پلورونکو او کراچیو څخه د پيسو ټولولو په پار یوه پارچه ورکول کېږي او په اټکلي ډول هر لاس پلورونکي يا کارګر ته ځای پر ځای ليکل کېږي او ترې نغدې اخيستل کېږي.

رمضان ته چې شپږ کسیزه کورنۍ وتر غاړې ده او د همدې کراچۍ له لارې یې اړتیاوې پوره کوي وايي، چې پخوا یې کاروبار ښه و او د ژوند تېرولو لپاره یې چاره کېده، خو اوس ډېر کم شوی دی.

هغه وویل: «په جلال اباد ښار کې چې څه کراچۍ چلوونکي او لاسي پلورونکي دي له ټول څخه د طالبانو د امنیتي حوزو له لوري پېسې اخیستل کېږي، له هر کراچۍ چلوونکي له ۱۰۰ تر ۲۰۰ افغانۍ اخلي او که څوک یې ورنه کړي نو بیا ګواښ کېږي او حتا بیخي ورته د کار اجازه نه ورکول کېږي؛ کاروبارو د پخوا په څېر نه دی خو دوی بس خپل باجګیري کوي او د خلکو ستونزو ته نه ګوري چې پېسې څومره په سختۍ ګټل کېږي او دغه راز دوی د کراچۍ چلوونکو لپاره په ښار کې کوم مشخص ځای هم نه دی جوړ کړی چې دوی له مونږ څخه پېسې واخلي.»

لاس پلورونکي وایي، که پېسې ورنه کړي نو توکي یې د طالبانو ښاروالۍ وړي/ جلال اباد ښاروالۍ

د جلال اباد ښار په کوڅو او سړکونو کې ډېر کسان له سهاره تر ماښامه د یوې مړۍ ډوډۍ د موندلو لپاره کراچۍ په لاس لالهانده ګرځي راګرځي، دوی ناقانونه پېسو اخېستو اندېښمن کړي، خو د کار نشتون، بې وزلۍ او د طالبانو له وېرې کړاو ګالي.

ذاهدالله جلال اباد ښار کې پر کراچۍ سبزیجات او نور خوراکي توکي پلوري د هغه مخ چې د لمر وړانګو تور اړولی او ستړی ستومانه برېښي، په نیولي او ستړي غږ وايي، چې دغه باج اخیستنه نن سبا جبري شوې ده، او کراچۍ چلوونکي هم دغه پیسې د ماليې یا د ښاروالۍ د تنظیفاتو په څېر هغوی ته په ښه زړه نه ورکوي، ځکه بله لاره نه لري.

نوموړی وايي، پرته له دې چې له طالبانو سره کومه وېره وي، په ډاډه زړه دغه پیسې خپلو جیبونو ته اچوي.

ذاهدالله وویل: «له کراچۍ چلوونکو او لاسي پلورونکو باج اخېستنه بیخي عادي شوې، ځکه دا باج اخېستنه هره ورځ کېږي نو مونږ هم ورسره عادي شوي یو خو له خپلې وېرې غږ نه شو کولای مونږ دا ستونزه له ښاروال سره هم شریکه کړې؛ خو تراوسه یې د مخنیوي لپاره هیڅ اقدام نه دی شوی دوی هر سهار راځي له هر کراچۍ چلوونکي د قلنګ په شکل پېسې اخلي مونږ هم نه پوهیږو چې دا پېسې د دولت خزانې ته ځي او که شخصي جیبونو ته یو چور او تالان شروع دی پر دې پېسو.»

نوموړی زیاتوي چې تراوسه په جلال اباد ښار کې د کراچۍ چلوونکو او لاسي پلورونکو لپاره ځای نه دی مشخص شوی او همدا لامل دی، چې د پېسو په زور کراچۍ چلوونکو ته د ښار په هره برخه کې د درېدو اجازه ورکول کېږي چې له یوې خوا یې ښاري بې نظمي رامنځته کړې او له بلې خوا یې فساد ته لاره هواره کړې ده.

جلال اباد ښار کې کراچۍ چلوونکي او لاس پلورونکي د طالبانو له حکومت څخه اسانتیاوو د برابرېدو غوښتنه کوي/ خواله رسنۍ

له جلال اباد ښار سربېره د لغمان په مرکز مهترلام ښار کې هم کراچۍ چلوونکي د طالبانو له لوري د باج په توګه د ناقانونه پېسو په اخېستو تر پوزې راغلي دي.

د لغمان اوسېدونکی عبدالستار چې په مهترلام ښار کې کراچۍ چلوي او د سړک پر غاړه د کار په تمه ولاړ دی او وايي، چې د ښاروالۍ مسوولین او دغه راز د ښار په مربوطاتو کې د حوزو طالب مسوولین له کراچۍ چلوونکو په باج اخېستنه او درغلیو کې ښکېل دي.

عبدالستار زیاتوي: «مهترلام ښار کې خو ښاروالۍ لومړی فلزي غرفې جوړې او د هرې غرفې پر سر یې تر ۳۰ زرو افغانۍ واخېستې البته د پېشکۍ په ډول او دغه راز هره میاشت به هم ښاروالۍ ته پېسې تحویلوي، د دې ترڅنګ اوس له کراچۍ چلوونکو هم ښاروالۍ پېسې غواړي او که څوک پېسې ورنه کړي، نو پر کراچۍ د مزدورۍ اجازه نه ورکېږي دوی هره ورځ کمپاین کوي او هغه کراچۍ ټولوي چې ښاروالۍ او یاد طالبانو ته د باج په ډول پېسې نه ورکوي دې حالت خلک اندېښمن کړي دي.»

د مهترلام ښار یو بل کراچۍ چلوونکی محمد طیب وایي، نه یوازې د ښاروالۍ موظفین د کراچۍ چلوونکو په ځورولو او له هغوی نه په باج اخیستلو کې ښکېل دي، بلکې په وینا يې د امنیتي حوزو طالب مسوولین هم له کراچۍ چلوونکو په یوه او بله پلمه ناقانونه پیسې اخلي.

محمد طیب وویل: «که ښاروالۍ او نورې ادارې په یوه او بله پلمه له خلکو پېسې اخلي، په کار ده چې بېرته اسانتیاوې هم برابرې شي دوی له مونږ د باج په ډول هره ورځ پېسې اخلي؛ خو په مقابل هیڅ نه دي کړي زیاتره دا پېسې چې د ښاروالۍ په نوم له کراچۍ چلوونکو اخېستل کېږي شخصي جېبونو ته ځي او د هیواد د آبادۍ لپاره پرې هیڅ نه کېږي غوښتنه کوو چې نور دې د دې باج اخېستلو لړۍ بنده شي.»

لاس پلورونکي وایي، دومره نه ګټي څومره چې ترې طالبان د باج په پلمه اخلي/ استول شوی

په همدې حال کې د جلال اباد ښاروالۍ لپاره د طالبانو مسوولین د کراچۍ چلوونکو نېوکې پر ځای نه بولي، چې ګواکې د ښاروالۍ په نوم دې له کراچۍ چلوونکو د باج په نوم پېسې اخېستل کېږي.

د جلال اباد ښاروالۍ لپاره طالب ویاند حامد محمودي وایي، هیچا ته اجازه نه ورکول کېږي چې د ښاروالۍ په نوم دې له چا پېسې واخلي او یا دې د دوی په نوم باجګیري وکړي.

محمودي وویل: «له کراچۍ چلوونک هیڅ ډول باج نه اخېستل کېږي بلکې ځانګړې فلزي غرفې چې د ښار په مختلفو برخو کې د ښاروالۍ له لوري نصب شوي، د هماغه غرفو میاشتنۍ پېسې اخېستل کېږي او د باج اخېستو په نوم له چا یوه افغانۍ هم نه ده اخېستل شوې؛ که څوک پر چا شکایت لري کولای شي چې ښاروالۍ ته مراجعه وکړي او مونږ به دغه باج اخېستونکي مربوطه امنیتي ارګانونو ته معرفي کړو.»

د هغه په خبره هره ورځ د ښاري نظم په موخه د ښاروالۍ له لوري کمپاین ترسره کېږي، چې پر مهال یې د ښار واټونه او پلي لارې له کراچۍ چلوونکو او نورو لاسي پلورونکو پاکېږي. خو کراچۍ چلوونکي له ښاروالۍ غوښتنه کوي چې دوی ته د ښار په هغو ساحو کې ځایونه مشخص شي چې د خلکو لاسرسی ورته ډېر وي.