پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ په تېرو نږدې څلورو کلونو کې پر ښځو بېساري بندیزونه او محدودیتونه لګول شوي او دا مهال تر سختو فشارونو لاندې ژوند تیروي. افغان ښځې او نجونې له زدهکړو، کار، سفر، تفریح او فرهنګي فعالیتونو نیولې تر روغتیايي خدمتونو عدالت ته د لاسرسي او له عامه فضا څخه له ګټې اخیستنې په پراخه کچه محرومې شوې دي.
د طالبانو دا کړنلاره، چې د اسلامي ارزښتونو د ساتنې او «شریعت» تر نامه لاندې عملي کېږي، له یوې خوا یې د افغانستان دننه د ښځو ژوند له ګواښ سره مخ کړی او ترڅنګ یې یادو بندیزونو ته په غبرګون کې نړیوالې ټولنې هم له افغانستان څخه مخ اړولی، چې له امله یې د هیواد سیاسي، اقتصادي او بشري وضعیت په ژوره توګه خراب شوی دی.
خو، په کور دننه بیا د طالبانو د حکومت پام يوازې پر ښځو د نويو محدويدونو پیدا کيدو او د خپلو جوړ شویو اصولو پلي کول ته دی.
د افغانستان سویلي ولايتونه چې د طالبانو مشر ملاهبت الله پکې ګرځي راګرځي د نورو ولايتونو په پرتله په نږدې ټولو برخو کې محدوديتونه زيات دي چې ورځ تر بلي دغلته پر عامو افغانانو د ژوند کړۍ تنګيږي.
کندهار
کندهار چې د طالبانو د مشر ملاهبت الله پلازمینه او یو له مهمو ستراتیژیکو ولایتونو څخه بلل کېږي اوس پکې د ښځو پر وړاندې د بندیزونو پالیسي تر ټولو سخته بڼه لري.
د طالبانو د امر بالمعروف ریاست د کندهار ښار د بازارونو ټولو دوکاندارانو ته خبر ورکړی، چې له محرم پرته پر هیڅ ښځې توکي ونه پلوري.
په دې ولايت کې يو مدني فعال احمد بلال (مستعار) چې ياده موضوع يې څارلي اطلاعات روز سره په خبرو کې وويل، چې د طالبانو امر بالمعروف او نهی عن المنکر رياست کندهار ښار کې د رنګريزانو کوڅې، د پنجوايي دوراهي، برېښناکوټ پُل او د ډبرو پُله دوکاندارانو ته خبر ورکړی چې له محرم پرته دې پر هيڅ يوې ښځې هيڅ ډول توکي نه پلوري.
هغه وايي، د دغه رياست کارکوونکو د تيرې يوې مياشتي راهیسې هڅې پیل کړي ترڅو پر ښځو خپل جوړ شوي اصول عملي کړي.
نوموړي وویل: «په څلورو واړو مارکيټونو کې چې د ښځو توکي پلورل کېږي د طالبانو لخوا څخه ټولو دوکاندارانو ته ويل شوي، چې باید پر هغه ښځو هيڅ توکي ونه پلوري چې محرم ورسره نه وي، ټول دوکانداران بیرته د طالبانو لخوا څخه څارل کېږي او هغه څوک چې د دوی دغه غوښتنه ونه مني بیا يې غواړي خپل ریاست ته او پوښتنې ورڅخه کوي.»
په رنګريزانو کوڅه کې يو دوکاندار چې موږ يې د امنيتي ستونزو له امله په راپور کې نوم نه دی ذکر کړی، ورته ادعا کوي او زياتوي چې نږدې يوې میاشت راهیسې طالبانو په مستقيم ډول پر ښځو د توکو پلورل بند کړي دي.
هغه وايي، له دې سربیره هغه دوکانداران چې ظاهراً یې څېره د طالبانو له مذهبي برداشت سره نه وي برابره، هم له ښځو سره د معاملې حق نه لري او په خبره يې چې د طالبانو دغې پاليسي تر ډېره ځوان دوکانداران له بازاره محروم کړي دي.
سرچینې وویل: «موږ ته اخطار راکړل شوی، که یوه ښځه پرته له محرم راشي پلور مه ورته کوئ، که سرغړونه وشي، دوکان به مو وتړل شي، جریمه به پرې شي یا حتا بندي کېږو او هغه کسان چې ظاهري جوړښت يې پر شريعت برابر نه وي هغوی ته خبر ورکول شوی، چې که د ښځو سره محرم هم وي تاسو پر ښځو د توکو پلورلو حق نه لرئ.»
ارزګان
د کندهار په ګاونډ ولایت ارزګان کې بیا وضعيت بل ډول دی. د دغه ولايت څخه په ترلاسه شوو راپورونو کې راغلي چې دغلته د طالبانو امر بالمعروف او نهی عن المنکر رياست امر کړی، چې ښځې په شنې «چادري» کې د توکو د پېرلو حق لري او حجاب لرونکې ښځې حق نه لري چې ښار کې وګرځي او يا دې هم کوم کس ورباندې د اړتيا وړ توکي وپلوري.
په دې ولایت کې د حبیب الله په نوم یو ځوان وایي، چې خپله د دې شاهد دی چې د طالبانو د امربالمعروف محتسبینو د یو شمیر کورنیو مشران اړ کړي، ترڅو د خپل ښځينه قشر تور حجابونه وسوځوي.
نوموړی زیاتوي، چې په دې ولايت کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر رياست کارکوونکي په ښار کې ګرځي او هغه ښځې چې تور حجابونه لري د کورنۍ مشران يې نيسي او تر هغو یې په محبس کې ساتي ترڅو چې د دوی مخته یې د خپلو ښځو حجابونه سوځولي نه وي.
هغه وویل: «زموږ په ولايت کې يوازې ښځو ته ويل شوي چې تاسو باید شنې چادرۍ واغوندۍ هغه ښځې چې حجابونه يې اغوستې وي د امربالمعروف د کارکوونکو لخوا څخه څارل کېږي وروسته يې د کورنۍ غړي راغوښتل کېږي او ورته ویل کېږي چې یاخو به حجاب زموږ په مخ کې سوځي يابه دلته محبس کې ناست وي.»
ورته مهال ارزګان کې يو شمير ښځې هم دغه موضوع تايیدوي او زياتوي چې طالبانو ټولو دوکانداراتو ته سپارښتنه کړې چې پر حجاب لرونکو ښځو به هيڅ نه پلوري.
په دې ولایت کې د فرزانې په نوم یوه ميرمن وايي، چې د خپل خاوند سره يوځای د ښځینه توکو د پلور يوه مارکيټ ته ورغلل، خو دوکاندار ورته وویل، چې شنه چادري په سر نه وي هیڅ ډول توکي ورباندې نه پلوري.
هغې وويل: «زموږ په سيمه کې پر تور حجاب بندیز لګیدلی دی ما خپله تجربه کړل کله چې مارکيټ ته ورغلمه هلته هيڅ دوکاندار راباندې هيڅ شی نه پلورل ټولو راته وويل ورشه شنه چادري واغونده بیا راشه.»
دغه راز د ارزګان په مرکز ترینکوټ کې يوې سرچينې اطلاعات روز ته وویل، چې په دې ښار کې د ښځینه توکو د پلور درې مارکيټونه شته دي، چې د ټولو مارکيټونو کاروباريان د طالبانو له لوري راټول شوي او په جدي ډول ورته ويل شوي که د دوی دغه اصول عملي نه کړي کاروبار به يې ورته بند کړي.
زابل
د کندهار او ارزګان ترڅنګ په زابل ولايت کې هم ورته محدوديتونه وضع شوي او دا مهال ښځې د بېلابېلو ستونزو سره مخ دي.
د زابل يو اوسيدونکي له نوم نه یادولو په شرط اطلاعات روز وويل، چې په دې ولایت کې هم دوکاندارانو ته ورته لارښوونې شوي او ورته ويل شوي، چې له «بې حجابو» ښځو سره راکړه ورکړه مه کوئ.
نوموړی وايي، څو ځله هغه دوکانداران چې پر ښځو يې د طالبانو د اصولو څخه په سرغړونې توکي پلورلي نيول شوي او زنداني شوي دي.
هغه په خپلو خبرو کې وویل: «لکه څنګه چې دلته په نورو ولايتونو کې څنګه وضعيت دی په زابل کې هم دغه ډول دی له محرم او شرعي حجاب پرته پر ښځو د هر ډول توکو پلورل بند شوي دي او هغه کسان چې سرغړونه کوي بندي کېږي.»
هلمند
د سویل د نورو ولایتونو ترڅنګ هلمند هم د طالبانو له محدودیتونو خلاص نه دی. دغې ډلې په دې ولایت هم دوکاندارانو ته خبرداری ورکړی چې له محرم پرته دې پر ښځو هیڅ شی نه پلوري.
د لښکرګاه ښار اوسيدونکی سيف الله وايي، چې شاوخوا يو کال وړاندې يوازې روغتونونو ته له محرم پرته د ښځو په ورتګ بنديز لګيدلی و، خو اوس پر ټولو هغو ښځو چې د کور څخه راوځی له محرم پرته نه شي ګرځیدلی او دوکاندارانو ته ويل شوي چې هيڅ ډول معامله (راکړه ورکړه) باید د دغه ښځو سره ونه کړي.
د طالبانو غبرګون
په داسې حال کې چې د سویلي افغانستان په کندهار، ارزګان، زابل او هلمند ولایتونو کې پر ښځو د طالبانو له لوري د لګول شويو محدودیتونو په اړه دغلته د دې ډلې د امربامعروف مسوولینو څه نه دي ويلي، خو تر دې مخکې د دغه ارګان د وزارت وياند ويلي و، چې دا بندیزونه د «اسلامي شریعت» د یوې برخې په توګه پلي کوي.
هغه ويلي، چې له محرم پرته بازار ته د ښځو تګ د شریعت له نظره ناروا دي او د دوی اقدامات د دیني اصولو پر بنسټ ولاړ دي.
نوموړي څرګنده کړې، که ښځې حجاب رعایت کړي له اسلامي اصولو سره سم بازار ته د تګ اجازه لري. د ده په وینا، هغه پلورونکي چې له حجاب نهلرونکو یا بېمحرم ښځو سره سودا کوي د «شرعي حدودو» څخه سرغړونه کوي او باید مجازات شي.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده مخکې د طالبانو مشر ملا هبتالله اخوندزاده یو فرمان صادر کړی و، چې له مخې یې ښځې باید یوازې د جدي اړتیا په صورت کې له شرعي محرم په ملتیا له کوره بهر شي.
بلخوا بیا پر ښځو د طالبانو بندیزونو تل نړیوال غبرګونونه له ځان سره لرلي او د دې ډلې څخه یې غوښتي چې له ښځو سره دا ډول چلند پای ته ورسوي.
ملګرو ملتونو په یوه تازه راپور کې ویلي، د افغانستان ښځې له بشري بحران سره مخ دي او زياتوي چې هغوی له زده کړو، روغتیا، کار، او ان دعادي ژوند کولو څخه هم بې برخې شوې دي.
د طالبانو له لوري د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو لګول، نه یوازې د ښځو بنسټیز حقونه محدود کړي، بلکې د ټولنې پر رواني، اقتصادي او ټولنیز جوړښت یې ژور منفي تاثیر کړی دی.
راپورونه ښيي چې زرګونه ښځې، چې پخوا بازار ته تللې، کار یې کاوه یا یې خیرات راټولاوه، اوس په يوه بد وضعيت کې په کور کې ناستې دي.
سیاسي شنونکي باور لري، که چیرې طالبان د ښځو پر وړاندې خپله دا تګلاره بدله نه کړي، افغانستان به لا هم له نړیوالې ټولنې منزوي پاتې شي، نړیوالې مرستې به کمې او د هېواد اقتصادي او بشري وضعیت به لا خراب شي.