close

فائو: وچکالۍ د افغانستان ۱۹ ولایتونه اغېزمن کړي دي

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د خوړو او کرهڼې سازمان وایي چې په افغانستان کې وچکالي مخ پر زیاتېدو ده او ۱۹ ولایتونه یې اغېزمن کړي دي.

دې بنسټ نن (سې‌شنبه، ۲۴ د چنګاښ) پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د افغانستان شمالي ولایتونه د وچکالۍ له امله ډېر زیانمن شوي دي.

فائو ویلي چې د کرنیزو محصولاتو ختمېدو، وچو پټیو او د اوبو ختمېدونکو سرچینو کلیوالې ټولنې د پاشل کېدو له خطر سره مخ کړې دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرهڼې سازمان خبرداری ورکړی دی چې د پراخ اقدام د کولو لپاره فرصت له لاسه پر وتو دی.

دې بنسټ ویلي چې فاریاب یو له هغو ولایتونو دی چې د وچکالۍ له امله زیات ځپل شوی.

فائو ویلي چې په فاریاب کې «تقریبا هیڅ اوبه نشته او کښتونه او کرنیز محصولات د ختمېدو په حال کې دي. خلګ او څاروي د خپلې اړتیا وړ څه د موندلو په لټه کې دي».

دې بنسټ ویلي: «د کورنیو لپاره د خوړو تولید، د عاید ګټل او چیرته چې دې هلته مېشتېدل، هره ورځ سختېږي.»

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرهڼې سازمان د «انسانیت په برخه کې د پانګونې» غوښتنه کړې.

افغانستان په وروستیو کلونو کې د اقلیمي بدلونو له امله له سختې وچکالۍ کړېږي.

د وچکالۍ له امله تر ځمکې لاندې اوبو کچه ټیټه شوې او په دې هیواد کې یې بشري کړکېچ پراخ کړی دی.

ملګرو ملتونو او نړیوالو بنسټونو په ځلونو په افغانستان کې له وچکالۍ سره د مقابلې لپاره د بېړنیو اقداماتو غوښتنه کړې.