close

د کابل-هرات پر لويه لار یوې ترافيکي پيښې د ۱۱ کسانو ژوند واخیست

اطلاعات روز: هلمند کې د طالبانو ځايي مسوولين خبر ورکوي، چې د دې ولايت اړوند د کابل-هرات پر لويه لاره د يوې ترافيکي پيښې له امله  ۱۱ کسان مړه او څلور ټپیان شوي دي.

هلمند کې د طالبانو د امنيې قومندانۍ وياند عزت الله حقاني وايي، چې دغه ترافیکي پېښه نن (چهارشنبه، ۲۵ د چنګاښ) د دې ولايت د واشېر ولسوالۍ اړوند «کارېز» سيمه کې د کابل-هرات پر لويه لار د دوو مسافر وړونکو موټرو ترمنځ رامنځته شوې.

نوموړی زیاتوي، چې یاده سیمه کې یو ۵۸۰ ډوله مسافر وړونکی بس چې د هرات څخه کابل ته او يو فلانکوچ ډوله مسافر وړونکی موټر چې کابل څخه هرات ته روان وو ټکر کړی او پر مهال یې ۱۱ تنه مړه او څلور نور ژوبل شوي دي.

د ده په وینا، د پيښې ژوبل کسان د ګرشک ولسوالۍ روغتیايي مرکز ته ليږدول شوي، چې ډاکټرانو یې وضعیت نازک بللی دی.

د طالبانو د دغه مسوول وایي، چې دا پیښه د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ له کبله رامنځته شوې ده.

د هیواد په سویل کې ډیری ترافیکي پیښې د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له کبله رامنځته کېږي او تل یې د تلفاتو شمیر زیات وي.