کوم څه چې د طالبانو په حکومت کې «شعر» بلل کېږي، په حقیقت کې هغه غیر هنري خبرې دي چې په ډېره ښکاره توګه پکې د طالبانو د مشر او د دې ډلې تاوتریخجنې کړنې ستایل کېږي. د مشاعرو د کنټرول او مهار په تړاو د طالبانو د مشر په نوي فرمان سره دا ډله هڅه کوي چې شعر د ایډیولوژیکو تبلیغاتو، د خپل واک د ساتنې او د منتقدو شاعرانو د چوپولو لپاره وکاروي؛ مګر دا چاره د افغانستان فرهنګي فضا او په ځانګړې توګه د بیان ازادي نوره هم تنګوي.
شاوخوا درې میاشتې وړاندې چې د ننګرهار په مشهوره نارنج ګل مشاعره کې په تلویحي توګه په کندهار کې د قدرت پر انحصار، د زده کړو پر محدودیت او اختناق شوې او ځپونکې فضا نقد وشو، نو لومړی غبرګون ورته د ملا هبت الله په مشرۍ د کندهار حلقې وښود. د طالبانو مشر امر وکړ چې تر بیا خبرتیا پورې دې ټولې مشاعرې وځنډول شي. تر دې وروسته د ملا هبت الله له لوري د «مشاعرو د تنظیم» په نوم یو فرمان توشیح شو چې په دې کې مقدمه، درې برخې، دوه څپرکي او دیارلس مادې شاملې دي.
همدا څو ورځې وړاندې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ولایتي رییسان له ټول هیواد څخه کابل ته راغوښتل شوي وو، ترڅو په یوه درې ورځني سیمینار کې د دې فرمان په اړه بحث او خبرې وکړي. که څه هم تر اوسه په رسمي توګه د دې فرمان جزییات نه دي خپاره شوي، خو یو څه مهم مواد یې دادي چې شاعران یوازې هغه شعرونه ویلای شي چې له وړاندې د اطلاعاتو او کلتور د مسوولینو له لوري ارزول شوي وي. همدارنګه په مشاعرو کې فی البدیهه شعرونه ویل په بشپړه توګه ممنوع شوي دي. داسې ښکاري چې طالبان غواړي د «نارنج ګل» د تجربې د تکرارېدو مخنیوی وکړي؛ چیرته چې یو شمېر شاعرانو په ضمني شکل پر ځپونکې فضا، سانسور او استبداد نیوکه وکړه.
مشهور ولسي شاعر مطیع الله تراب په فی البدیهه شعرونو ویلو کې د خلکو تر منځ شهرت لري، په نارنج ګل مشاعره کې یې هم په فی البدیهه توګه د واک پر انحصار، فشارونو او د خلکو د فردي او ټولنیزو ازادیو پر سلب نیوکه وکړه. اوس طالبان غواړي چې د دغسې فرمانونو له لارې د داسې څه د بیا تکرار مخه ونیسي.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیر الله خیرخواه د دې فرمان د معرفي په مراسمو کې په کابل کې وویل، چې د طالبانو مشر مشاعرو ته ځانګړی پام کوي او داسې ګڼي چې دا شعري ژانر پر خلکو اغېز کوي. ده وویل: «امیرالمؤمنین ته د مشاعرې ارزښت معلوم دی چې پر خلکو څومره اغېز لري. په دې فرمان سره موږ پوهېږو چې څه وکړو او په شعر کې له زیاتو ستاینو ډډه وکړو. مشاعره د خلکو پر ذهن اغېز لري او تر ټولو ډېر اغېز پر ځوانانو لري.»
خیرخواه ټینګار وکړ چې په ولایتونو کې د اطلاعاتو او کلتور ولایتي رییسان مسوول دي چې د مشاعرو د «مناسب تنظیم» او «سالم مدیریت» په موخه د خپل رهبر فرمان په بشپړه توګه تطبیق کړي. ده د اطلاعاتو او کلتور ریاست ولایتي مسوولینو ته وویل: «د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو دروازې د لیکوالانو، ادیبانو، شاعرانو او ځوانانو پر مخ پرانیستې وساتئ او دې قشر ته خدمت وکړئ او هغوی ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړئ او ستونزو ته یې رسیدګي وکړئ.»
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ولایتي رییسانو هم ژمنه وکړه چې دا فرمان به د ولایتونو په کچه عملي کړي. په لوګر کې د اطلاعاتو او کلتور رییس رفیع الله صمیم وویل: «په مشاعره کې باید افغاني او اسلامي اصول مراعت کړل شي او دا چې مناسب چوکاټ ورته برابر شوی دی او که په راتلونکي کې مشاعره کېږي، نو باید د همدې چوکاټ پر اساس وي.»
په بغلان کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست رییس اسدالله هاشمي هم د دې فرمان په دفاع سره ادعا وکړه چې په پلي کولو سره یې کولای شي له نورو سره د «اصلي او حقیقي شاعرانو» ترمنځ فرق وکړي. د ده په وینا، واقعي شاعر هغه څوک دی چې د «اسلامي نظام» د ټینګښت او یووالي په موخه شعر ووایي. د طالبانو د دې چارواکي په اند، «حقیقي» شاعر هغه دی چې د طالبانو د حکومت ستاینه وکړي او په خپلو شعرونو کې د دې ډلې له کړنو دفاع وکړي.
طالباني شعر او د تاوتریخوالي وده
طالبان شعر او بې موسیقۍ ترانې د خپلو ایډیولوژیکو اهدافو لپاره د تبلیغاتو په توګه کاروي؛ هغه ابزار چې هم یې د نظام فکري ستنې ټینګوي او هم یې د ځواکونو ترمنځ د پیوستون روحیه پیاوړي کوي. د افغانستان له پخواني حکومت او د هغه له غربي ملاتړو په ځانګړې توګه امریکا سره د طالبانو د دوو لسیزو د جګړې تجربه ښیي چې طالبانو تل داسې شعرونه او ترانې استفاده کړې دي چې په هغو کې د ځانمرګو بریدونو او چاودنو ستاینه شوې او جګړییزه منځپانګه لري. دا ترانې د دوی په جبهو کې نه یوازې د دوی د ځواکونو د روحیې لوړولو لپاره خپرېږي، بلکې د دې ډلې غړي یې د واټساپ او بلوتوت له لارې هم یو-بل ته لېږدوي.
واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته له دې تبلیغاتي ابزار څخه استفاده کول زیات شوي. د طالبانو ترانه ویونکې ډلې اوس تر پخوا په منظم ډول فعالیت کوي او حتا اوس د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان په ملي ټلویزیون کې هم د لوړوپوړو طالب چارواکو په ګډون مشاعرې جوړېږي. په دې برنامو کې د طالبانو جګړییزې کړنې لکه چاودنې او ځانمرګي بریدونه ستایل کېږي. داسې ښکاري چې طالبان هڅه کوي، چې له پراخو دولتي منابعو په استفادې شعر او ترانه هم د خپل ایډیولوژیکو موخو لپاره وکاروي. د مشاعرو په تړاو د طالبانو د مشر تازه فرمان په همدې موخه ورکړل شوی دی.
د طالبانو په اطلاعاتو او کلتور وزارت کې د ځوانانو د چارو مرستیال محمد یونس راشد د دې فرمان د معرفي په برنامه کې وویل، چې شعر باید د «دښمن» د نرمو تبلیغاتو پر وړاندې وکارول شي. ده وویل: «موږ و تاسې باید له دښمن سره مقابله وکړو او له دښمن سره مقابله په قلم، علم، شعر او ترانې هم کېدلای شي. خدای دې موږ او تاسو تولو ته توفیق راکړي چې له دښمن سره مقابله وکړو.»
مګر ده دا روښانه نه کړه چې له «دښمن» څخه یې موخه څوک دي.
د دې فرمان په تطبیق سره به پر شاعرانو فشارونه او محدودیتونه نور هم زیات شي. د دې سیاستونو د پلي کولو له لارې د طالبانو اصلي موخه د هغو فرهنګي څېرو او شاعرانو ګوښه کول دي چې د دې ډلې له نظریاتو سره جوړ نه دي. اوس مهال چې هر شاعر او لیکوال له فکري پلوه له طالبانو سره اختلاف ولري، د دې ډلې له لوري له جوړېدونکو فرهنګي غونډو او مشاعرو څخه محرومېږي.
داسې ښکاري چې د طالبانو رهبري د دې ډلې د واک د انحصار په تړاو له خپرېدونکو انتقادي شعرونو څخه اندېښمنه ده. دا چې د دې ډلې غړي اکثریت یې پښتو وایي، له همدې کبله شونې ده چې په پښتو کې انتقادي اشعار د دوی پر ذهنیت او وفادارۍ اغېز وکړي او همدې شونتیا د طالبانو له رهبرۍ سره اندیښنې پیدا کړې او د تازه فرمانونو له لارې د وضعیت د مهارولو هڅه کوي.