close

د ننګرهار سوداګرو هرات کې له ایرانه راستنو شویو کډالو ته مرستې واستولې

اطلاعات روز: له ایران څخه په جبري ډول راستنو شویو اړمنو کډوالو ته د مرستو وېش په دوام، په ننګرهار کې د سوداګرو له خوا چمتو شوې مرستې هرات ولایت ته واستول شوې.

د ننګرهار سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی مخلص احمد نن (پنجشنبه، ۲۶ د چنګاښ) وویل، چې د څلور میلیونه افغانیو په ارزښت مرستې چې په کې خوراکي او نور اړین توکي شامل دي تېره ورځ هرات ولایت ته ولېږدول شوې.

د هغه په خبره دا مرستې به له ایران څخه په جبر راشړل شویو لس زر افغان کورنیو ته ووېشل شي.

مخلص احمد زیاته کړه: «د ننګرهار سوداګرو په مشترک ډول دا مرستې را ټولې کړي چې ټول ټال د څلور میلیونو افغانیو په ارزښت کېږي، دا مرستې د باروړنکو موټرو په وسېله هرات ته واستول شوې او هلته به په لس زره راستنو شویو کورنیو وویشل شي.»

په همدې حال کې ولسي خلک د سوداګرو له لوري له راستانه شویو افغانانو سره په دغسې سخت وخت کې دا ډول مرستې یو ډېر عالي اقدام بولي او پر نورو سوداګرو غږ کوي چې خپلې مرستې دې له راستنو شویو کډوالو نه سپموي.

بلخوا داسې راپورونه هم خپاره شوي چې له ایران بېرته راستنېدونکو له ډلې یې، یو شمېر پر خوارځواکۍ اخته او ځینې هم په نورو ناروغیو اخته شوي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس بیا راپور ورکړی، چې یوازې تېره ورځ له ایران څخه د اسلام کلا له لارې دوه زره او ۲۴۳ کورنۍ او د ورېښمو پُل له لارې یو زرو او ۱۱۴ کورنۍ هېواد ته راغلې دي.