اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وایې چې د دغه ولایت د مرکز جلال اباد ښار اتمې ناحیې اړوند «بهراباد» سېمې په سیند کې ځایي خلکو د یوه ځوان جسد موندلی دی.
د سیمې یو اوسېدونکي اطلاعات روز ته ویلي چې د دې کس جسد نن سهار (پنجشنبه،۲۶ د چنګاښ) شاوخوا لس بجې ځایي کلیوالو له کابل سيند څخه راایستلی او د ننګرهار سیمهییز روغتون ته یې انتقال کړی دی.
د سرچینې په وینا، د یاد کس د هویت په اړه معلومات نه شته او جسد یې د کورنۍ د پیدا کېدو په موخه روغتون ته لېږدولی دی.
سرچینې همدا راز ویلي چې پر جسد د وهلو-ټکولو نښې ښکاري او داسې څرګندېږي چې تر وژل کېدو وروسته یې مړی سیند ته اچول شوی دی.
د وژنې د انګیزې په تړاو هم معلومات نه دې تر لاسه شوي.
بلخوا ننګرهار کې د طالابنو محلي مسوولینو هم تر اوسه د یادې پېښې د څرنګوالي او انګېزې په تړاو څه نه دې ویلي.
د یادونې وړ ده چې وخت ناوخته د نامعلومو وژنو له کبله جسدونه تر لاسه کېږي او واکمن طالب چارواکي په اکثریت مواردو کې له څه ویلو ډډه کوي.