اطلاعات روز: د کډوالو ستونزو ته د طالبانو د رسیدګۍ کمیسیون اعلان کړی چې پرون (پنجشنبه، ۲۶ د چنګاښ) له ایران څخه افغانستان ته ۱۸ زره او ۷۵۰ تنه کډوال راغلي دي.
دې کمیسیون ویلي چې دا افراد په هرات کې د اسلام کلا او په نیمروز کې د ورېښمو د پل له لارې راستانه شوي دي.
د دې کمیسیون له شمېرو سره سم، همدا راز پرون د تورخم، سپین بولدک او بارامچې له لارو له پاکستانه هم ۷۳۰ تنه کډوال راغلي دي.
د کډوالو ستونزو ته د طالبانو د رسیدګۍ کمیسیون ویلي چې درې زره او ۳۳ کورنۍ، ۱۷ زره او ۹۰۰ افراد یې ثبت کړي او څلور زره او ۴۲۱ کورنۍ یې خپلو اصلي سیمو ته لېږدولي دي.
دې کمیسیون همدا راز ویلي چې له دوه زره او ۹۴۷ کورنیو سره یې نغدي مرسته کړې او کډوالو ته یې ۱۱۴ سیم کارټونه هم ویشلي دي.
ایران له اسراییلو سره تر اوربند وروسته د کډوالو د شړلو لړۍ چټکه کړې ده او هره ورځ په زرګونو تنه وباسي.
ایراني چارواکو ویلي دي چې تر اوسه یې افغانستان ته تر ۸۰۰ زره تنه زیات کډوال اخراج کړي دي او باید شاوخوا درې میلیونه کډوال وشړل شي.