ټیلیفون مې زنګ ووهه او له هغه بله اړخه یو وېرېدلی غږ راغی چې نن یې په دشت برچي کې ښځې راټولې کړې دي. زړه مې ولاړ، سمدستي د دشت برچي پر لور ولاړم. دا دویمه ورځ ده چې ښځې د طالبانو له نیونې، سپکونې او ځپنې سره مخ دي. له تانک تیل تمځای او برچي سنټر څخه تېر شوم او شاوخوا ګورم چې پر سړکونو چوپتیا ده، مګر د هوا په څپو کې یو څه احساسېږي: پر وېرې او بې عدالتۍ چوپتیا. اکثریت موټرونه ښځې سپروي؛ په ځانګړې توګه هغه چې لږ سینګار یې کړی وي یا یې هم یو څه ښه جامې اغوستې وي. پل خشک ته چې ورسېدم، د طالبانو یوه ډله مې ولیدله چې شاوخوا شل څخه تر دېرشو تنو پورې وو او په سپینو جامو کې د امربالمعروف کارکوونکي هم ورسره وو او تاوتریخجنو کړنو ته اماده ښکارېدل. د ترافیک پولیسو په همکارۍ د سړک په منځ او پیاده لارو کې ولاړ دي او هر ځای څاري. موټرونه باید په ارامه ولاړ شي. طالبان د ښیښو له منځه سړک څاري او که په موټر کې کومه ځوانه ښځه وي، ښکته کوي یې. چوپه چوپتیا ده، مګر سترګې تر فریاد هاخوا د وېرې او بې وسۍ کیسه کوي. نارینه ټول ولاړ دي او یوازې ننداره کوي.
په پل خشک کې یې اجازه رانه کړه چې ښکته شم او یو څه وړاندې په رسالت کوڅه کې ښکته شوم. هوا نفس تنګوونکې وه او ۳۶ درجې ګرمي انسان بې وسه کوي مګر دلته مې یوه وېروونکې صحنه سخت کړوي: طالبان غواړي تر لس زیاتې ځوانې ښځې په فلانکوچ موټر کې چې شیشې یې تورې دي، سپرې کړي. شاوخوا لس طالبان او د امربالمعروف کارمندان پرې شاوخوا راګرځېدلي دي. د دوی په موټرو کې سپیکرونه لګېدلي دي او غږ ترې خپرېږي. ځوانې ښځې په یوه تنګ ځای کې راټولې دي، ژاړي او ویرېدلې دي.
ان ځینې یې دومره ډاریدلې دي چې نور ژړلای هم نه شي او هیڅ غږ یې نه راوزي. یوې یې اوبه غوښتلې، ساه یې دریدلې وه او ستونی یې وچ و، مګر دومره څوک نه و چې اوبه ورته ورکړي. د دوی زیاترو یې تور عربي حجابونه او ماسکونه اغوستي دي او له هغه ظاهري بڼې سره برابرې دي چې وړاندې د همدې خلکو له خوا معیار ګڼل شوی و؛ مګر دلته هیڅ هم بسنه نه کوي. طالبان نارې وهي، نامناسبې قومي او مذهبي خبرې کوي او هڅه یې داده چې یو څوک د اسلام د دین خلاف وښیي. د لاس او سر په اشاره سره وایي، چې «نیول شوې یاست» او په دې وخت کې هیڅوک هم د مداخلې جرأت نه لري. ښځینه پولیسې هم شته او هغوی د ۱۴۰۲ کال د ژمي په څېر په څپیړو او برقي شاکونو او په کوڅو کې د ښځو په تعقیبولو وضعیت نور هم خشن کوي. وخت لکه ولاړ چې وي او ګرمه هوا نوره هم سخته لګېږي.
یوه-یوه ښځه د زرې موټرو لور ته کشول کېږي، ځینې لړزاندې دي او د ځینو لا هم باور نه کېږي چې څه پېښ شوي دي. د دوی غږونه تر ماسکونو لاندې چوپ دي او په عین مهال کې یې په سترګو کې خاموشه غوسه څپې وهي. یوه ښځه چې څېره یې ښکاره ده (البته له طالباني معیارونو سره سم) تر شونډو لاندې یو څه وایي. ښایي دعا به کوي، یا به هم اعتراض وي، مګر غږ یې د نارینه وو د لوړو غږونو او وسله والو ښځو ترمنځ ورکېږي. میندې او لارویان له لارې ننداره کوي، وېرېدلي او بې وسه. یوه ښځینه پولیسه یوه بې حسه ځوانه ښځه چې په سختۍ پر لاره ځي، ټېله کوي او په سوک یې وهي. د غرمې لمر سوځنده دی او خولې له اوښکو سره ګډې شوې او هوا نوره د زغملو نه ده. په دې منځ کې یوازې د لارویانو چوپتیا او بې تفاوتي پاتې ده؛ دوی ښایي له وېرې، یا هم له تکراره او یا هم د نه ختمیدونکې ستړیا له امله چوپ وي.
له «بې حجابۍ» تر «بد حجابۍ»
تور عربي حجابونه چې د ځوانو ښځو پر تن دي، د کابل تر سوځنده لمر لاندې د زغم وړ نه دي او هغه تور ټیکري د خوندیتوب پر ځای د اور د لمبې په څېر ګرمي پاشي. د دوی پر مخونو تور ماسکونه هم خولې ساتي او هوا ترې په سختۍ تېرېږي. مګر بیا هم دا هر څه په اصطلاح «له شریعت سره برابر» څه طالبان نه شي راضي کولای. اصلا خبره د حجاب، ګرمۍ، دین او قانون نه ده. دوی تر دې زیات څه غواړي: د دوی له خوښې سره سم انضباط، ړوند اطاعت او په کور کې پاتېدل. د دوی په اند ښځه باید ورکه شي، حتا ونه لیدل شي؛ غږ یې، سترګې یې او ان سیوری یې لا باید کنټرول شي. طالبان نه شي کولای چې یوازې پوښاک بدل کړي، دوی غواړي چې حضور یې ختم کړي.
د یو څو تنو تر څنګ ولاړ یم او یوازې ننداره کوم؛ چوپ او بې وسه یم او له شرمه ځورېږم. څه یوه شرموونکې شېبه ده، په دې چوپتیا او ګرمۍ کې څه یو فاجعه پېښېږي. یو لاروی وایي چې په تانک تیل کې یې هم بشپړ حجاب لرونکې ښځې نیولې دي. نور هیڅ معلومه نه ده چې معیار څه دی. د لویو لستوڼو تور عربي حجاب او ماسکونه چې یوازې سترګې ترې ښکاري، لا هم بسنه نه کوي. دوی خو په سترګو یوازې وسله وال نارینه، لنګوټې او راپورته شوې پایڅې او تر زنګنو اغوستل شوې جرابې ویني. دلته نور نه ښځینه پولیسې شته او نه هم د پوښتلو او ځواب ویلو احساس.
د ګواښ او سپکاوي په دې شیبو کې یوه زړوره ښځه راوړاندې کېږي او خپلو جامو او حجاب ته اشاره کوي. په ډاډه غږ پوښتي: «د حجاب کوم څه مې مشکل لري؟» طالبان ورته هیڅ ځواب نه لري، پرته له یوې خبرې: «بد حجابو. تاسو نیول شوې یاست. هر څه مو مردار کړي دي.» «بد حجاب» نو یو داسې لفظ دی چې همدا نن جوړ شوی دی، نه کوم تعریف لري، نه مشخصې ځانګړنې او یوازې د ځپنې لپاره ښه پلمه ده. دا یې تازه جوړ کړی جرم دی چې نه حد لري، نه پوله او نه هم ترې تېښته شته. دا یوازې پر هغو ښځو یوه ټاپه ده چې لا هم مقاومت کوي، شاوخوا لیدل کېږي، ساه کاږي، انسانانې دي او د طالبانو په اسلامي حکومت کې ژوند کوي.
کله چې هلته ورسېدم او هغه صحنه مې ولیدله، نو په سینه کې مې زړه ودرېد. لاسونه مې لړزېدل او موبایل مې سمدستي جیب ته کړ، وېرېدلم چې که مې موبایل په لاس کې وي او د دوی یو تن شک راباندې وکړي، نو په داسې لانجه به واوړم چې ترې راوتل به سخت وي. د طالبانو د موټر سپیکر مې د زړه درزا نوره هم زیاته کړې وه، خو سترګې مې هم نشوای پټولای. د انسانانو د خولو بوی، د موټرونه دود او د لارې دوړو هوا بیخي خفه کوونکې کړې وه. دیوال ته مې تکیه وکړه، داسې مې ښودله چې چاته منتظر یم، خو سترګې مې هغو ښځو ته وې چې محاصره شوې وې. یوې یې راته وکتل، ګواکې څه یې غوښتل، خو ژبه یې ګونګه شوې وه. تر ماسک لاندې یې یوازې ډاریدلې سترګې ښکاریدې. ما هم ورته یوازې کتل. همدا شیبه مې احساس کړه چې یو بې غږه او بې حرکته کس څرنګه د یوې فاجعې شریک کېدلای شي. زړه خو مې غوښتل چې ور وړاندې شم، اعتراض وکړم، مرسته ورسره وکړم، خو پښې مې د ډبرو په څېر ټینګې شوې وې. په هغه ګرمه هوا کې مې په تن کې یو سوړ احساس تاوېده: وېره.
محلي مخورو هم له طالبانو سره لاس یو کړی؟
کله چې یې ښځې یو په یو موټرونو ته وړې او نارینهوو یوازې ننداره کوله، په ذهن کې مې دوې پوښتنې وې: دا صحنه څرنګه تر دې ځایه را رسیدلې؟ ولې ښځې غافلې شوې دي؟ چا دا پرېکړه کړې چې د کامل حجاب لرونکې ښځې دې ونیول شي؟د دې تاوتریخوالي تر شا، یوازې یوه وسله واله ډله نه ده؛ بلکې تر دې هاخوا ډېر ژور، پټ او برنامه شوي څه شته. غوښتل مې پوه شم چې د همغږۍ، سکوت او بې تفاوتۍ دا کیسه څرنګه رامنځته شوې. د دې پوښتنو ځواب مې په هغو غونډو کې پیدا کړ چې طالبانو له محلي مخورو سره کړې دي. طالبانو د نیونو تر پیل وړاندې د سیمې له مخورو، د مسجدونو له ملا امامانو او د هرې ناحیې د ګذر له وکیلانو سره منظمې غونډې کړې دي. دا غونډې چې په هرو څو اونیو کې یو ځل کېږي او په دې غونډو کې له هغو څېرو سره د مشورې پر اساس پرېکړي کېږي چې د طالبانو د حج او اوقاف وزارت له لوري د مسجد د امام، د ګذر د وکیل او د محلي شورا د غړي په توګه ټاکل شوي وي. دا کسان نه یوازې له طالبانو سره په بشپړې همغږۍ کار کوي، بلکې یو شمېر حقونه هم تر لاسه کوي او د حکومت او خلکو ترمنځ د اړیکې رول لوبوي؛ هغه چې ځینې وختونه د ځپنې لپاره هم کار ترې اخیستل کېږي. سږ کال په محرم میاشت کې زیاتره ملایانو له خپلو منبرونو له طالبانو مننه وکړه، هغوی یې «په نړۍ کې یوازینی اسلامي حکومت» وباله او ویې ستایل.
په شهرنو او دشت برچي کې د یو شمېر ښځو تر نیولو وروسته او د دې تاوتریخجن عمل د دوام په حال کې پر ټولنیزو رسنیو د ۱۳ ناحیې د مخورو د شورا د رییس او طالبانو ته د نږدې کس محمد اسحاق صفدري پیغام خپور شو. دی چې د مسجدونو د او حسینیه ګانو د همغږۍ په برخه کې فعال دی، په غیر مستقیم ګواښ او خبرداري سره د طالبانو د امربالمعروف وزارت د هغه مکتوب په اړه خبر ورکوي چې د «اسلامي حجاب» نه مراعتول پکې غندل شوي او محتسبانو ته امر شوی چې خلکو ته غوڅې سپارښتنې وکړي. صفدري په خپل پیغام کې ویلي چې د شورا ټول غړي باید د محل د ملا امامانو، وکیلانو او د کوڅو د وکیلانو له لوري کورنیو ته خبرداری ورکړي چې ښځې باید اسلامي حجاب مراعات کړي، ترڅو په کوڅه او بازار کې د محتسبانو له غبرګون سره مخ نه شي؛ ځکه چې دا د هغوی دیني او شرعي دنده ده.
کوم پیغام چې د کابل د دیارلسمې ناحیې د متنفذینو د شورا د رییس محمد اسحاق صفدري له لوري خپور شوی دی، د خبرتیا پر ځای تر ډېره د ځپنې بهیر تاییدوي. دا پیغام د کابل په بېلابېلو سیمو په ځانګړې توګه دشت برچي او شهرنو کې د لسګونو ښځو تر نیولو وروسته خپور شوی دی او نه یوازې دا چې دې چلندونو او د هغو پایلو ته پکې هیڅ اشاره نه ده شوې، بلکې په دیني او آمرانه لهجه ټولنه له دې ډول چلند او غبرګون سره همکارۍ ته رابولي. صفدري د یوې مذهبي – محلي څیرې په توګه ځان ښکاروي چې دنده یې منځګړیتوب او د خلکو له حقونو دفاع نه، بلکې د یوه طالباني دستور پلي کول دي.
ډېری پوښتنه کوي چې «دا پیغام ولې تر نیونو وروسته لېږل شوی دی؟»، که د دې پیغام موخه په رښتیا هم مخنیوی او خبرول و، ولې د ښځو تر نیولو وروسته خپور شو؟ د دې پیغام د خپرېدو وخت ښیي چې رول یې تر ډېره حده توجیه کول او د ځپنې تاییدول دي، نه مخنیوی. په وروستیو نیونو کې داسې ښځې نیول شوې دي چې پړونی یې پر سر و، ماسک او اوږدې جامې یې اغوستې وې مګر بیا هم په «بد حجابۍ» تورنې شوې دي. دا اصطلاح چې په یوه بې تعریفه جرم بدله شوې، هیڅ مشخص معیار نه لري. د صفدري په پیغام کې هم یوازې «اسلامي حجاب» ته اشاره شوې ده او نور وضاحت نه دی ورکړل شوی چې موخه یې څه ده. دا تعریفي تشه د امربالمعروف مامورینو ته د سلیقوي چلند کولو لپاره بشپړه ازادي ورکوي.
فاجعه نوره فاجعه نه ده
د ښځو د نیولو درېیمه ورځ ده. دا نیونې له شهرنو څخه پیل شوې او اوس هر ځای روانې دي. له اتو تنو سره مې خبرې وکړې، پنځه تنه چې نسبتا ځوانان وو، د طالبانو دا اقدام یې وحشیانه وباله او لامل یې د طالبانو «بې سوادي» بلله مګر دریو تنو چې په عمر مشران او ویلای شو چې د کورنیو سرپرستان وو، وویل: «پړه د نجونو ده. تر حد تېرې شوې دې. باید حجاب وکړي.» د دې ډول خلکو لپاره هر څه عادي دي. د ځینو خلکو لپاره د ښځو سپکول او په څپیړو او سوکانو وهل عادي شوي دي. د ښځو نیول ویني، خو غږ یې نه خېژي. ښایي د یو څو شېبو لپاره یې زړونه ودردېږي، مګر یو دوې ورځې وروسته هر څه هېروي لکه هیڅ چې نه وي پېښ شوي. دا هغه چوپتیا او هېره ده چې فاجعه نوره هم ستروي؛ ځکه کله چې هیڅ اعتراض نه وي او هیڅ غبرګون نه ښودل کېږي، نور نو بیا هغه فاجعه نه ښکاري او په یوه تریخ عادت بدلېږي.
یو بل تریخ واقعیت دادی چې اصلي فاجعه، نیونې نه، بلکې همدا چوپتیا او بې تفاوتي ده. د اعتراض د غږ نشتون او د ټولنې په زړه کې د درد ورکېدل دي او همدا طالبانو او نورو ځپونکو ډلو ته اجازه ورکوي چې د ښځو پر حقونو او انساني ازادیو نور هم فشار راولي. کله چې ټولنه د دې ظلم پر وړاندې چوپه پاتېږي، د ځپنې څرخ دوام پیدا کوي او د بدلون لپاره هیله پیکه کېږي. دا وضعیت ټکان ورکوونکی دی او ښیي چې یوازې د فاجعې لیدل کافي نه دي؛ باید په اړه یې خبرې وشي، اعتراض وشي او د ختمولو لپاره یې لاس په کار شي.
څرګنده ده چې کله ښځې پر سړکونو او کوڅو کې نیول کېږي او د ښځو په ملاتړ هیڅ غږ نه خېژي، نو د دې چوپتیا اغېزې تر کورنیو هم رسېږي. مور او پلار چې دا صحنې ویني، ښایي د خپلو لوڼو د ملاتړ او خوندیتوب پر ځای د ټولنیزو فشارونو او د طالبانو د وېری له امله د هغوی پر وړاندې سخت دریځ خپل کړي او ښایي پر خپلو لوڼو سخت محدودیتونه ولګوي او ښایي ځینې وختونه ورته په غوسه شي، ځکه چې احساسوي چې ټولنه او بې رحمه حکومت یې مجازاتوي او د دفاع یې څوک نشته دي.
دا چوپتیا او د ځوانو ښځو نه ملاتړ د طالبانو قانون او فرمانونه نه یوازې په مستقیمه توګه بلکې د کورنیو او ټولنې د نااګاهانه او ناغوښتل شوې ملتیا له لارې نور هم پیاوړي کوي. کله چې د دې ځپنو پر وړاندې هیڅ غږ نه خېژي، طالبان په تدریج ټولې ټولنیزې کچې تر خپل تسلط لاندې راولي او د ځپنې فضا په یوه عادي فضا بدلوي. دا ظاهري همغږي او جمعي سکوت طالبانو ته طلایي فرصت ورکوي چې خپل کنټرول نور هم غښتلی کړي او محدودیتونه او ځپنې نورې هم پراخې کړي؛ ځکه چې ځپنه هغه وخت پایداره وي چې له مستقیم زور پرته، ټولنې هم منلي وي او یا یې پر وړاندې چوپه وي. لکه څرنګه چې درې ورځې کېږي چې د ځوانو ښځو نیونه په چوپتیا سره دوام لري.
د ارمانونو ځپل
د پوهنتون یو پخوانی استاد وایي: «د جمهوریت پر مهال د افغانستان ښځې په پوهنتونونو، زده کړییزو موسېساتو، رسنیو او مدني بنسټونو کې فعال حضور درلود. د هغوی ډېریو نه یوازې د زده کوونکو او ښوونکو، بلکې د رهبر، شنونکو، لیکوالو او ټولنیزو فعالانو په توګه فعالیت کاوه. د دې نسل ښځو فردي او ټولنیز عمل تجربه کړی دی. د خپل راتلونکي په تړاو یې پرېکړه کول زده کړي او د ټولنې لپاره یو څه کوي. په عمومي فضا کې د هغوی شتون د هیلې، پرمختګ او دودیزو جوړښتونو د ماتولو څرک و، هغه څه چې په لسګونو کلونه یې په افغانستان کې د ښځو د پرمختګ مخنیوی کاوه.»
د ده په وینا، د طالبانو سیسټماټیکه ځپنه په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر زده کړو او کار بندیز، پر همدې فعالیت او پوهاوي مستقیم ګوزار دی. دا ځپنه نه یوازې فزیکي او حقوقي ده، بلکې رواني او هویتي ده؛ هغه ښځې چې یو وخت یې ځان د پرمختګ او بدلون د بهیر برخه باله، اوس له انزوا، ناهیلۍ او بې هویتۍ سره مخ دي. له عمومي فضا د ښځو حذف د نیمې ټولنې د غږ چوپولو په معنا دي. دا فشار کولای شي چې د ښځینه رهبرانو یو مهم نسل ضایع کړي او یا یې هم د هیواد پرېښودو، پناه اخیستلو او جبري سکوت ته اړې کړې. د دې انساني ظرفیت ختمېدل نه یوازې د ښځو بلکې د افغانستان د ټولې ټولنې لپاره یوه اوږدمهاله فاجعه ده.
سیوري یې لا شته
تېره شپه مې خوب تښتېدلی و. ټوله شپه مې په ذهن کې د پیغامونو غږ و او د کورنیو اندیښنې وې او هغه څېرې مې نشوای هېرولای چې ورکې شوې وې. هیڅوک هم نه پوهېږي چې نیول شوې ښځې یې چیرته وړې دي، په څه حالت کې دي او څه ورسره شوي دي. نه پوهېدل تر ټولو بده وېره ده؛ لکه یو څوک چې په مطلقه تیاره کې ولاړ وي. کورونه بې غږه شوي دي، د دې وضعیت په اړه د نږدې کسانو ترمنځ هم خبرې کول سخت شوي او پر ښار یوه چوپتیا خپره ده.
نن د ښار مرکز ته راغلی یم، په یوه خوړنځای کې ناست یم، دلته به د دې دېوال تر شا چې د ښځو او سړو برخه یې بیلوله، تل د ښځو غږ اورېدل کېده مګر نن هیڅ ښځه نه ده راغلې. د تېرې ورځې برخلاف نن طالبان په دشت برچي، پل سرخ، کوټه سنګي او پل سوخته کې په پراخه کچه موجود دي او نارینه هم نیسي. ښځې د خپلو جامو، پوښاک او وېښتو په خاطر او نارینه د خپلو وېښتانو د سټایل، ږیرې، غوږیو او لباس له امله وهي. د طالبانو رینجر موټرونه هر ځای لیدل کېږي او حضور یې لکه پر ټول ښار چې یې سیوری کړی وي. په څلور لارو، بازارونو او هغو عامه ځایونو کې ولاړ دي چې ډېر خلک پکې ځي او راځي او یوازې کتل یې ګواښوونکي دي.
تر ټولو زیاتې اندیښمنې هغه ښځې دي چې تازه له ایرانه راستنې شوې دي؛ دوی په یوې بېلې نړۍ کې لویي شوې دي، د دوی ذهنیت او ژبه د طالبانو له قوانینو او سختدریځۍ سره بلد نه دي. نه یوازې د دوی خبرې، بلکې پوښاک یې، خندا یې، ساده ټولنیز ورځنی ژوند یې او هر څه یې متفاوت دي او همدا تفاوت طالبانو ته ګناه ښکاري. کومې ځوانې ښځې چې له ایرانه راغلې دي، نه پوهېږي چې که یې خوا ته طالب راشي، نو باید ځمکې ته وګوري، خپل غږ ټیټ کړي او حتا قدمونه په احتیاط واخلي. هغوی ته چا دا نه دې ورښودلي چې د بدګومانۍ په دې فضا کې څرنګه ژوند وکړي. دوی تر هر چا ډېرې اسیب پذیره دي، ځکه چې نه یې پخوا تاوتریخوالي لیدلي او نه هغه هم نالیکلي قوانین چې په نورو په جبر زده کړل شوي وي. د ځینو په وینا، د نیول شویو کسانو ترمنځ ځینې هغه ښځې دي چې تازه له ایرانه راستنې شوې دي، د دوی ښایي یوازینۍ تېروتنه دا وه چې د معمولي انسانانو په څېر یې عادي تګ-راتګ کړی، عادي جامې یې اغوستې دي او خندلي یې دي.
له نارینهوو سره چلند هم د ښځو د تاوتریخوالي په پرتله کم نه دی؛ پر سړکونو ځوان نارینه یوازې د خپلو ویښتانو د ډول، ږیرې نه لرلو او یا هم متفاوتو جامو اغوستلو له امله کړول کېږي. په سوکانو او لغتو وهل خو عادي خبره ده، طالبان په خپلو درنو لاسونو هغوی داسې وهي لکه یو سرسخت دښمن چې یې مخ ته راغلی وي، د نارینهوو سپکاوی کوي، ښکنځل ورته کوي او له کوم وضاحت پرته یې په رینجرو کې سپروي او وړي یې. نن د ټولو سترګې ځمکې ته ټیټې دي او هیڅوک هم د مداخلې جرأت نه لري.
داسې ښکاري چې دا وضعیت موقتي نه دی، بلکې د بنسټیز کېدو خواته روان دی. طالبان په څرګنده توګه هڅه کوي چې وېره، ځپنه او سپکاوی د خلکو د عادي ژوند په یوه برخه بدل کړي؛ یو داسې نظم رامنځته کړي چې اساس یې ړوند اطاعت وي او پکې هر ډول تفاوت، مقاومت او حتا سکوت ته په شک وکتل شي. پر سړکونو هر وخت حضور، له ښځو او نارینهوو سره تاوتریخجن چلند، له سپیکرونو مذهبي ګواښونه او د محلي شوراګانو له لارې ګواښوونکي پیغامونه، دا ټول د همدې برنامې برخه دي. کله چې وېره په یوه دایمي حس بدله شي، د لویو ځپنو لپاره زمینه برابرېږي. دوی غواړي چې خلک په یاد ولري چې خپل غږ باید ټیټ کړي، ځمکې ته وګوري او حتا په خپل ذهن کې هم د مخالفت جرأت ونه کړي.
شرایط دومره سخت دي چې حتا له دېوال څخه هم ښایي د عکس اخیستل د نیول کېدو زمینه برابره کړي. ښار په یوه داسې صحنه بدل شوی دی چې هلته ټول چوپ نندارچیان دي او یوازې ټوپک پکې واکمن دی او خبرې کوي. داسې خلک نیول کېږي چې هیڅ یې هم نه وي کړي، نه قاتل وي، نه غل وي او نه یې هم بل کوم خلاف کار کړی وي. یوازې له دې امله نیول کېږي چې عادي جامه یې اغوستې، پر لاره عادي تګ کوي او یا یې هم ښایي خندلي وي. د کومو ښځو چې ټیکری سم پر سر نه وي، یا یې هم پوښاک هغسې نه وي لکه طالبان چې یې غواړي او یا هم هغه نارینه چې ږیره نه لري، یا یې هم وېښته له خشنو معیارونو سره سم جوړ نه وي، نور نو هیڅ جرم ته اړتیا نشته، همدا ورته کافي ده چې ظاهر یې د طالبانو له ایډیولوژیک لید سره جوړ نه دی. دلته قانون د ټوپکمارو په سلیقې پورې تړاو لري او له همدې کبله عادي انسانان هغوی ته هدف معلومېږي. سړکونه له داسې سیورو ډک شوي چې په ځوانو ښځو پسې دي او په څپیړو او سوکانو هغوی د خپل جنسیت له امله مجازاتوي.