close

لیکوالان تر سانسور لاندې؛ د بیان پر ازادۍ محدودیت او ځپل شوې فرهنګي فضا

په افغانستان کې د بیان او لیک ازادي له پخوا راهیسې له ننګونو سره مخ ده، خو له ۲۰۲۱ کال وروسته، چې طالبان واک ته رسیدلي دا ازادي نوره هم محدوده شوې ده. لیکوالان، ناشران او فرهنګي فعالان وايي، چې د طالبانو راتګ سره سانسور زیات شوی او له فرهنګي ازادیو سره سخت چلند کېږي.

د طالبانو د سرپرست حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ په میاشت کې د یو ځانګړي کمېسیون په جوړولو سره اعلان وکړ چې هغه کتابونه به له بازارونو راټول کړي، چې د دوی په وینا «اسلامي ارزښتونو او افغاني فرهنګ» سره په ټکر کې وي. دې وزارت زیاته کړې چې د «منع شویو» کتابونو د راټولولو دا امر د طالبانو د رییس‌الوزرا له لوري صادر شوی او د «کتابونو د ارزونې» تر سرلیک لاندې یې ځانګړی کمېسیون جوړ کړی دی.

د دې کمېسیون له جوړېدو وروسته د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت اعلان وکړ چې سلګونه عنوانه داسې کتابونه یې ثبت کړي، چې د دې ډلې له ایډیالوژۍ، اسلامي عقیدې او ملي ارزښتونو خلاف وو. د دغو کتابونو د لیست جوړېدو وروسته، د هېواد په ټولو ولایتونو کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو له لوري د کتاب پلورنځیو او کتابتونونو پلټنې پیل شوې، چې په ترڅ کې یې زرګونه ټوکه کتابونه راټول شوي دي.

د یاد کمېسیون یوه غړي، چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، وویل چې په دغه لېست کې تر ډېره هغه کتابونه شامل دي چې د پخوانیو افغان شخصیتونو او د پاکستان د کورني سیاست په اړه لیکل شوي دي. دا اقدام یوازې د پخوا لیکل شویو کتابونو پورې محدود نه و، بلکې نوي اثار او معاصرې لیکنې هم د سانسور لاندې راغلي دي.

همداراز، ټولو لیکوالانو او چاپخونو ته خبر ورکړل شوی چې پرته د کمېسیون له اجازې دې هېڅ کتاب نه چاپوي.

طالبان هغو کتابونو ته په اسانۍ د چاپ اجازه ورکوي، چې یو نه یو ډول پکې د دوی ستاینه شوې وي/ استول شوی

د طالبانو  د دغه خبرداري وروسته له فرهنګي پلوه د سویلي حوزې بډایه سيمه لکه کندهار، زابل او ارزګان کې پر لیکوالانو فشار زیات شوی او وایي، چې طالبانو پر فکري توليد سخته فشار راوړی او ډيری داسې ليکنې چې چاپ يې اړين دی، دغه ډله یې د چاپ اجازه نه ورکوي.

په کندهار ولايت کې یو تن ليکوال چې موږ يې په راپور کې مستعار نوم عبدالصمد ياد کړی وايي، هر ليکوال باید يوه ليکنه د چاپ څخه وړاندې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست سره شریکه کړي او تر ارزونې وروسته اجازه ورکول کېږي.

نوموړي وویل: «زما اثر د ټولنیزو بدلونونو، د خلکو ژوند او د حاکم نظام تر رڼا لاندې د عام ذهنیت انځور و، خو کله مې چې د طالبانو اطلاعاتو ریاست ته یووړ، دوی یې ټول مطالب مطالعه کړل، ځینې برخې‌یې ایډیټ کړې او بیا‌یې د چاپ لپاره کابل ته د بیهقي ریاست ته ولیږه، خو د کابل د بیهقي ریاست دا اثر نږدې ۸۰ سلنه رد کړ او دا یې د چاپ د اصولو خلاف  وباله ما ته وویل شول چې دا اثر د عامو خلکو ذهن مسموموي، تر نیوکې هاخوا روان دی او باید یا خو له سره ولیکل شي، یا هم چاپ نه‌شي.»

د کندهار یو بل فرهنګ پال او  ليکوال چې د امنيتي ستونزو له امله يې موږ دلته په راپور کې نوم نه  دی ذکر کړی، وايي چې دغلته د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست، د کتاب د هرې پاڼې ارزونه کوي او چې يوه جمله یې هم د دوی د فکر خلاف وي د چاپ اجازه نه ورکوي.

دی وايي، چې ليکل شوي توکي يې يوې خصوصي چاپ خوني ته د چاپ په موخه ور وړل، خو د دغه چاپ خوني د مسوږلينو لخوا ورته وويل شول، چې تر هغو د طالبانو د کتابونو د کتنې کميسون تاييد پاڼه نه وي هيڅ ډول ليکنه نه چاپوي.

دغه فرهنګ پال وویل: «کله چې يو ليکوال ليکنه کوي په هره برخه کې چې ليکنه وکړي ټوله ليکنه لومړی په ولايت کې د کتاب کتنې د کميټي لخوا ارزيابي کېږي وروسته کابل ته ليږل کېږي چې هغوی ټوله ليکنه ګوري وروسته بیا د اجازه خط په نوم يوه پاڼه ليکوال ته ورکوي ترڅو خپل اثار يا ليکنه چاپ کړي.»

کندهار کې تازه چاپ شوی کتاب/ استول شوی

طالبان څه ډول ليکنو ته د چاپ اجازه نه ورکوي

د روان ۲۰۲۵ کال د اپريل مياشت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر مرستیال عتیق الله عزيزي يوې غونډې ته ويلي و، چې دوی پر هغو کتابونو بندیز لګولی، چې د اسلامي او افغاني ارزښتونو خلاف او ملي یووالي ته زيان رسوي. 

نوموړي زياته کړې چې پر کتابونو دغه بندیز د ولس د ارادو پر بنسټ شوی او هغه کتابونه بند شوي، چې د مسلمانانو وحدت ته زیان رسوي.

په کندهار ولايت کې د يوې خصوصي چاپ خونې مسوول احمدشاه زبیر وايي، چې طالبان د هغو کتابونو او ليکل شوو توکو منعه کوي چې منځپانګه یې د دغې ډلې د باور او سیاست خلاف وي.

هغه زیاتوي، چې د طالبانو د بیهقي رياست لخوا څخه په وړيا ډول هغه ليکنې چاپ کېږي چې د دوی د حکومت او پالیسي په ملاتړ وي.

نوموړي وویل: «لیکوالانو ته ویل شوي چې په لیکنه کې باید هغه مطالب شامل وي چې د موجود حکومت د مشروعیت، د شهیدانو د قربانیو، د شریعت د نظام او د امارت د خدماتو انعکاس پکې وشي هغه کتابونه چې د دوی د حکومت ملاتړ کوي، بیهقي ریاست یې وړیا چاپوي، خو نور اثار، که څه هم مسلکي، بې‌طرفه او ټولنیز وي رد کېږي.»

د کتابونو پر چاپ د طالبانو محدودیت د چاپ خونو کاروبار خراب کړی دی

د چاپ خونو وضعيت

له کله نه چې طالبانو د کتابونو د چاپ لپاره ځانګړي شرایط وړاندي کړي په سویلي حوزه کې تر ۷۰ سلنه پورې دچاپ خونو کاروبار په ټپه دريدلی او د پخوا په پرتله ډیر کم شمیر کتابونه د چاپ اجازه ترلاسه کوي.

احمدشاه په دې اړه وویل: «موږ چې پخوا څومره کار کاوه اوس درې برابره زموږ د چاپ برخه کمه شوي ده ډيرې چاپ خونې تړل شوي دي او ډيرې نورې د تړل کيدو په حال کې دي د چاپ صنعت ورځ تربلي خرابيږي ستر لامل يې همدغه محدوديت دی چې ليکوالان يې د خپلو اثارو د چاپ کولو څخه راګرځولي دي.»

دغه راز د سویلي حوزې په ارزګان ولایت کې يو ليکوال چې دا مهال یې اته کتابونه چاپ ته اماده دي، وایي چې په خپلو اثارو یې کلونه خواري کړي، خو اوس ورته طالبان وایي، چې خپل چاپ ته اماده اثار دې له ځان سره په کور کې وساتي.

دغه لیکوال د نوم نه یادولو په شرط وایي، چې په هيڅ صورت دیته حاضر نه دی، چې پر خپلو ليکل شوو اثارو معامله وکړي او په چاپ کيدونکو کتابونو کې دې دطالبانو فکر او ذهنيت ته ځای ورکړي.

هغه وویل: «زه پر خپلو اثارو د چا فکر، پاليسي او ایديولوژي نه‌غواړم وتپم دا اته کتابونه مې د ټولنې د ستونزو، فرهنګي ارزښتونو، دیني اخلاقو او تاریخي حقایقو پر بنسټ لیکلي، خو طالبانو ته مهمه نه ده چې تا څومره زحمت ایستلی، هغوی ته دا مهمه ده چې تا پکې امارت ستایلی که نه، زه حاضر نه یم پر خپلو لیکنو معامله وکړم که د کتاب د چاپ شرط دا وي چې زه د چا فکر ته تسلیم شم، نو همداسې بې‌چاپه به‌يې له ځان سره ساتم، خو خپل قلم به ونه پلورم.»

کندهار کې د کتاب لوستنې فرهنګ دودولو په موخه جوړ شوی نندارتون/ استول شوی

د کتاب لوستونې فرهنګ تر ګواښ لاندې

د طالبانو له لوري د نجونو پر زده کړو بندیز او د کتابونو پر چاپ او پلور محدودیت سره په ټولنه کې د مطالعي بازار هم خورا کم رنګه شوی او ډيرو خلکو د کتاب لوستنې څخه مخ اړولی دی.

عام لوستونکي وايي، چې طالبان غواړي د نوي نسل ذهنونه د کتاب له لارې برابر کړي، خو دې هڅه د مطالعې پر فرهنګ منفي اغېز کړی. د دوی په وینا، کله چې کتاب د فکري آزادي پر ځای د سیاسي کنټرول وسیله شي، نو نه‌یوازې لیکوال چوپېږي، بلکې لوستونکي هم لاره بدلوي.

د زابل اوسيدونکي بسم الله هوتک وايي، چې د خلکو کتاب لوستنې ته زړه نه کېږي، ځکه کتابونه نور د پوهې او حقیقت لپاره نه، بلکې د یو اړخیز پیغام رسولو وسیله ګرځېدلي دي.

نوموړی زياتوي چې پخوا ځوانانو د ټولنیزو، تاریخي او دیني مسایلو کتابونه اخیستل، خو اوس‌مهال د بازار تقاضا ډېره کمه شوې ده.

هغه وویل: «کله چې خلک پوه شي چې دا اثر د امارت له تایید تېر شوی، فکر کوي پکې یوازې تبلیغ دی، نه تحلیل. دې فضا د مطالعې خوند له منځه وړی د مطالعې فرهنګ کم رنګه شوی، او که دا وضعیت دوام ومومي، د ټولنې فکري بنسټ به ورځ تر بلې نور هم کمزوری شي.»

که څه هم ليکوالان، ټولنیز فعالان، د چاپ خونو مسوولين او عام خلک د طالبانو  دغه عمل غندي، خو طالبانو بیا په ځلونو ويلي، چې هېچا ته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان له دیني او کلتوري ارزښتونو سره په ټکر کې کتابونه وارد او خپاره کړي. دغه ډله نه يوازې په کور د ننه د ليکوالانو ليکنې څاري، بلکې ژباړل شوي او د بهرنيو هېوادونو څخه هېواد ته وارديدونکي ټول چاپي اثار په جدي توګه څاري.