close
Photo: dailypakistan

په خیبرپښتونخوا کې اته پاکستاني پوځیان وژل شوي او ۱۴ نور ژوبل دي

اطلاعات روز: پاکستاني رسنۍ خبر ورکوي چې د دې هیواد د خیبرپښتونخوا ایالت د اورکزۍ ولسوالۍ په «غونډه میله» سیمه کې د پاکستاني ځواکونو پر موټرو په برید کې اته پاکستاني پوځیان وژل شوي ۱۴ نور ژوبل دي.

اسلام اباد میشتې رسنۍ خراسان ډایري لیکلي چې په دې پروني (یکشنبه، ۲۹ د چنګاښ) برید کې درې بریدګر هم وژل شوي دي.

د یادې رسنۍ په وینا، داسې ښکاري چې دا برید د پاکستاني طالبانو د جماعت الأحرار ډلې له لوري ترسره شوی چې شاوخوا ۱۵۰ کسانو پکې برخه اخیستې وه.

همدا راز، ویل کېږي چې په سیمه کې تر برید وروسته د پاکستاني پوځیانو ځیني سوځېدلي موټر پاتې شوي وو چې نن سهار لېږدل شوي دي.

د خراسان ډایري رسنۍ له راپور سره سم، د همدې ایالت د سویلي وزیرستان په ولسوالۍ کې هم نن د پاکستاني طالبانو او پاکستاني پوځ تر منځ نښتې شوې دي او پوځ ادعا کړې چې شپږ پاکستاني طالبان یې وژلي او اووه نور یې ژوبل کړي دي.

د یادونې وړ ده چې په پاکستان کې د پاکستاني طالبانو بریدونه د پاکستان د دولت او په افغانستان کې د واکمنو طالبانو تر منځ یوه ترینګلې موضوع ده چې پاکستان طالبان د دې ډلو په ملاتړ تورنوي، خو طالبان دا ادعاوې ردوي.

بل لور ته راپورونه وایي چې تېره ورځ کابل ته د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر د سفر پر مهال هم په پاکستان کې د امنیتي وضعیت په اړه خبرې شوې دي او دواړو اړخونو د ترهګرۍ په وړاندې په مبارزه کې پر ګډ کار هوکړه کړې.