close
Photo: @WhiteHouse

د ټرمپ دولت ته محکمې اجازه ورکړه چې د افغان پناه غوښتونکو د لنډمهالي خوندیتوب برنامه لغوه کړي

اطلاعات روز: د امریکا یوه فیډرال قاضي د دوشنبې په ورځ هغه حکم لغوه کړ، چې د زرګونو افغان او کامروني پناه غوښتونکو د لنډمهالي خوندیتوب د وضعیت (ټي پي سي) د فسخ کېدو په وړاندې خنډ و. دې وضعیت پناه غوښتونکو ته د کار اجازه ورکوله او د هغوی د خوندیتوب مخنیوی یې کاوه.

یوه اونۍ وړاندې د «CASA» په نوم د کډوالۍ د مدافع ډلې تر شکایت وروسته استیناف محکمې د یوې اونۍ لپاره د ټرمپ حکومت ته اجازه ورنه کړه چې د افغانانو د لنډمهالي خوندیتوب وضعیت ختم کړي.

د سي بي ایس نیوز له راپور سره سم، د متحده ایالاتو د استیناف څلورمې محکمې په یوه لنډ یاداښت کې ولیکل، چې شکایت کوونکي د افغانانو او کامرونیانو لپاره د لنډمهالي وضعیت د ختمولو لپاره د دولت د پرېکړي پر وړاندې د منلو وړ قضیه لري؛ مګر په داسې حال کې چې دا قضیه په محکمه کې ارزول کېږي، د دولت له لوري د لنډمهالي خوندیتوب برنامې د تدریجي لغوې د مخنیوي او «د فوق العاده حل‌لارې د توجیه لپاره کافي شواهد» نشته دي.

استیناف محکمې د دوشنبې په ورځ ښکته محکمې ته امر وکړ چې دې قضیې ته په «چټکۍ» رسیدنه وکړي.

د امریکا حکومت اټکل کوي چې شاوخوا ۱۱ زره او ۷۰۰ افغانان او پنځه زره او ۲۰۰ کامرونیان د لنډمهالي خوندیتوب وضعیت لري؛ مګر درې زره او ۶۰۰ افغانان او ۲۰۰ کامرونیان زرغون کارټونه لري چې د دې پرېکړې له اغېزې خوندي دي.

کوم کسان چې د لنډمهالي خوندتوب ملاتړ بایلي، کولای شي د پناه او یا هم بل قانوني وضعیت غوښتنه وکړي، مګر له دې پرته به د جبري ایستلو له خطر سره مخ وي.

د ټرمپ حکومت د اپریل میاشتې په وروستیو کې د افغانانو او کامرونیانو لنډمهالي خوندیتوب د وضعیت ختمولو اعلان وکړ.

ټاکل شوې وه چې دا وضعیت تېره اونۍ پای ته ورسېږي، مګر د کډوالۍ مدافع سازمان د امریکا د کورني امنیت پر وړاندې دعوه وکړه او د امریکا څلورمې استیناف محکمې د لنډمهالي خوندیتوب د وضعیت لغوه کېدل تر ۲۱ جولای پورې وځنډول.

د دې وضعیت لغوه کېدل د امریکا پر وخت له نن شپې وروسته پلي کېږی.