close

ظاهربینه واکمني؛ د کندهار ولس د طالبانو تر ضربو لاندې

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې پر شخصي ازادیو پراخ محدودیتونه لګول شوي دي. کندهار چې د طالبانو د اېډیالوژۍ مرکز ګڼل کېږي، د دې محدودیتونو تر ټولو سخت تاثیرات تجربه کوي. دغلته خلک د ږیرو خرېیلو، د خپلې خوښې ویښتو جوړولو او د انتخابي لباس اغوستلو په ګډون په ګڼو ورځنیو انتخابونو کې د طالبانو له سخت کنټروله سره مخ دي او دغه ډله هڅه کوي، چې د خلکو شخصي ژوند هم د خپلې سخت‌دریځې تګلارې له مخې تنظیم کړي، چې دې چارې د ټولنې پر رواني حالت او مدني ازادیو ژور منفي اغېز کړی دی.

په دې ولایت کې ګڼ شمیر خلک د طالبانو له سخت دریځۍ شکایت کوي او وایي، د دې ډلې د امربالمعروف او نهې عن المنکر محتسبین په دې وروستیو کې د ږیرې خرېیلو په تور د خلکو د نیولو لړۍ پیل کړې او په وینا یې چې دا کړنې نه یوازې د دوی شخصي ازادۍ تر پښو لاندې کوي، بلکې د کندهار اوسیدونکي په ځانګړي توګه ځوانان یې د رواني فشار سره مخ کړي دي.

د کندهار اوسیدونکي وایي، چې طالبان په بېلابېلو تورونو ځوانان نیسي، د سر د ویښتانو، ږیرې او د جامو د سټایل په وجه یې تحقیروي او پرته د کوم جرم ثابتولو یې سرونه ورخرېي چې بیا په کور او کلي کې د خلکو د رشخند سبب ګرځي او له همدې کبله رواني شکنجه ګوري.

د کندهار ښار د میرویس مېنې اوسېدونکی عصمت الله چې څه موده وړاندې یې طالبانو سر خرېیلی، وویل: «د تیرې جمعې په ورځ زه ډیر تلواري کور روان وم چې موټرسایکل مې تیز چلاوه غلطی مې وه. خو طالبانو ونیولم، ما ومنله چې تېروتنه مې کړې، خو له دې سره سره هغوی زما سر په زوره ماشین کړ. زه ځوان یم، دا زما حق دی چې سنګه ویښتان پریږدم، خو هغوی زما حق تر پښو لاندې کړ، کله چې کور ته ولاړم، ټول کور او دوستانو راباندي خندل، چې دا زما لپاره یوه لویه ذهني شکنجه ده.»

نوموړی زیاتوي، چې د سر خرېیلو له کبله ځوانان په کور، کلي او ټولنه کې د خلکو له خوا تمسخر کېږي، چې دا ډول حالت، د ځوانانو پر رواني روغتیا ناوړه اغیزې لري.

 عصمت الله په خپلو خبرو کې زیاته کړه: «دا ډیر د شرم ځای دی هر څوک دا نه شي زغملای چې د یو ځوان سر په زور ورباندې وخریې، بلخصوص پر ما یې بیخي بد تاثیر وکړ چې زه یو نارینه یم او بل نارینه زما سر په زوره را خرېي، دا اکثره په کور او کلي کې د خلکو رشخند ګرځي، زه چې کله کور ته راغلم د کورنۍ ټولو غړو راباندې خندل او دا زما لپاره سمه ذهني شکنجه وه، څو ورځې پرله پسې د کوره ونه وتلم.»

کندهار کې د طالبانو امربالمعروف د عامو خلکو پر شخصي ازادیو سخت محدودیتونه وضعه کړي دي

دغه ډول پېښې یوازې د عصمت الله سره نه بلکې هره ورځ د لسګونو نورو ځوانانو سره هم تکرار شوي. کندهاري ځوانان وایي، چې د طالبانو لخوا د ځوانانو د سر ویښتان ماشین کول د هغوی پر عزت او شخصیت ښکاره برید دی.

د کندهار ښار بل اوسیدونکی نصرت الله وایي، طالبان هره ورځ د ځوانانو سره ناوړه چلند کوي، چې له کبله یې ځوانان ذهني شکنجه کېږي او یو شمیر یې په رواني ستونزو اخته شوي دي.

نوموړي وویل: «دا نو هره ورځ داسې پیښې کېږي، د پنج شنبې او جمعې په ورځو کې طالبان اکثره وخت ځوانان په دې خاطر نیسي چې ولي تیز موټرسایکل ځغلوي بیا یې دغه جریمه ده چې سر یې ور ماشینوي چې بیا دغسې چم ونکړي، دا خو یې هیڅ حللاره نه ده دا د ځوانانو سپکاوی دی او په دې سره ځوانان د رواني ستونزو سره مخ کېږي.»

ورته مهال د کندهار یو شمیر اوسیدونکي د طالبانو دغه کړنې د بشري حقونو نقض بولي او وایي، چې طالبان د دوی د ژوند د طرز او ظاهري بڼې د کنټرولولو هڅه کوي.

دغلته یو شمیر دوکانداران چې ښځينه لباسونه او سینګار توکي پلوري، وایي چې د طالبانو د فشار او محدودیتونو قربانیان دي. دوی وایي، د طالبانو امربالمعروف او نهې عن المنکر کسان د دوی کاروبار څاري او هغه ښځې چې چادري نه لري، دوکانونو ته نه پريښودل کېږي.

دغلته یو تن دوکاندار، چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي په دې اړه یې په خپلو خبرو کې وویل: «روزمره د امربالعمروف کسان مارکیټ ته راځي، هم دوکانداران او هم مشتریان ورسره په تکلیف دي، اول یې ویل چې د دوکانونو مخته کټونه کېږدئ ښځينه مشتریان به دوکان ته دننه نه پریږدئ پر کټونو به لباسونه ورته ښایاست، هغسې مو وکړل بیا یي ویل چې بغیر له چادري، تور حجاب لرونکو ښځينه مشتريانو ته سودا مه ورکوئ، دوی خپله هم د مارکیټ په خوله کي هغه مشتریان چې چادري نه لري او حجابونه یې کړي وي نه پریږدي، اوس بیا دا دوې درې هفتې کېږي په ټولو دوکاندارانو پسې دي چې ږیره پریږدي، که نه دوکانونه مو در ټاپه کوو، دا اوس کوم انصاف دی.»

دغه راز کندهار کې د طالبانو د امربالمعروف محتسبینو د یو شمیر دوکاندارانو دوکانونه په دې وجه تړلي چې ګواکې د دوی تر خبرداري وروسته یې لا هم ږیرې په «شریعت» نه دي برابرې کړي.

د محمد خان په نوم یو تن دوکاندار په دې اړه وویل: «طالبان مو اوس خپلې مزدورۍ ته هم نه پریږدي اول خو ګرسره په ټول ښار کې کار نشته، خلک د بېکارۍ څخه ځانونه وژني، موږ چې دلته خپله خواري کوو هغه دوی راشي دوکانونه مو ټاپه کړي بیا یوه او دوې ورځې په دوی پسې ځغلو چې د خدای روی ته وګورئ دغه دوکانونه مو را خلاص کړئ، دوی کله یوه بهانه کوي کله بله بهانه کوي اوس یې بیا تازه په مارکیت کي د ۳۰ دوکاندارانو دوکانونه ټاپه کړي، چې ولې مو ږیرې کوچنۍ کړي، ولاکه چې اوس موږ د دوی له لاسه څه وکړو، چیرې ولاړ شو.»

کندهاري ځوانان وایي، چې طالبان یې د خپلې خوښې ژوند ته نه پریږدي

په کندهار کې دغه بندیزونه نه یوازې پر ځوانانو لګیدلي، بلکې ښځې هم د طالبانو له ورته بندیزونو سره مخ دي. 

د کندهار ښار عینو مېنې اوسیدونکې فاطمه چې د تور حجاب له کبله په بازار کې د سودا اخیستلو څخه منع شوې، وایي: «زه او زما خور د کور د سودا لپاره هرات بازار ته ولاړو موږ دواړو کندهاری حجاب کړی و، دا دلته ډیر عام دی هره نجلۍ همدا حجاب کوي، خو چې مارکیټ ته ورسیدو د مارکيټ په خوله کې د طالبانو کسان ولاړ وو، سپینې چپنې یې اغوستې وې، د يوه په لاس کي پیپ و، هغه ښځې مارکیټ ته نه پریښودې چې حجاب به یې کړی و، یوازې چادرۍ والا ته اجازه ورکوله، ما چې څو خبرې ورسره وکړې ټینګار مې وکړ چې مارکیټ ته مې پریږدې نو بیا به یې خبرې شروع کړې چې بې عزته یاست، په همدغه خاطر زه او زما خور بیرته کور ته خالي لاس راغلو، ډیرې ناهیلې شوو، چې هم د زده کړې حق نه لرو او اوس د ځان لپاره یو عادي سودا هم نشو اخیستلای.»

بلخوا کندهار کې مدني فعالان پر دې باور دي چې طالبان هڅه کوي د افغانستان ځوان نسل کنټرول، ویرې ته اړ، او له عصري نړۍ څخه لېرې وساتي.

یو تن مدني فعال عارف صمیم (مستعار) وایي: «دا یوازې پر ویښتانو، ږیرې او لباس اغوستولو بندیز نه دی، دا د شخصیت، اند او ازاد فکر پر ضد بندیز دی. د هر انسان شخصي حریم ته درناوی باید وشي. طالبان هڅه کوي چې د ویرې له لارې خلک له هر ډول نوښت، استقلال او پرمختګ نه لېرې وساتي.»

په کندهار کې د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر محتسبینو له هغه وروسته پر خلکو فشار زیات کړی، کله چې د دې ډلې مشر ملا هبت الله اخوندزاده د لوی اختر د لمانځه په خطبه کې د ږیرې پر پرېښودلو ټینګار وکړ. خو کندهاري ځوانان وایي، چې طالبان د خلکو د شخصي حریم درناوی نه کوي، د ژوند پر ازادیو محدودیتونه لګوي او د ذهني شکنجې له لارې خلک تر فشار لاندې ساتي. د دوی په وینا، دا حالت نه یوازې د خلکو شخصیت ته زیان رسوي، بلکې د ټولنې پر راتلونکي هم بدې اغیزې لري.