close

ننګرهار کې ترافیکي پېښه؛ دوه کسان مړه او څلور ټپیان شوي

اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو ځایي مسوولین وایي، چې د کابل-جلال اباد پر دویم لېن سړک د یوې ترافیکي پېښې پر مهال شپږ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغه ولایت لپاره د طالبانو د پولیسو ویاند سید طیب حماد وایي، چې پېښه نن (دوشنبه، ۳۰ د چنګاښ) شاوخوا ۱۱:۰۰ بجې د سره رود ولسوالۍ اړوند «فتح آباد» سیمه کې د کابل-جلال اباد پر دوېم لېن سړک د یو کرولا او سراچه ډوله موټرو ترمنځ رامنځته شوې ده.

د نوموړي په خبره په دې ترافیکي پېښه کې دوه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپیان شوي، چې ټپیان د درملنې لپاره د ننګرهار سیمه ییز روغتون ته لېږدول شوي او ډاکټرانو یې روغتیایي وضیعت د ډاډ وړ ښودلی دی.

حماد وايي، چې پېښه د موټرچلوونکو د بې‌احتیاطۍ او د ترافیکي اصولو د نه‌مراعتولو له امله رامنځته شوې.

له دې وړاندې هم په بېلابېلو ولایتونو کې د ترافیکي پېښو له امله خلکو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده، چې تر ډېره یې لامل د لارو خرابوالی او د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي بلل کېږي.