افغانستان له لسیزو راهیسې د جګړو، ناامنیو او اقتصادي کړکېچونو ترڅنګ له اقلیمي بحران سره مخامخ دی. د اقلیمي بدلون له کبله د تودوخې درجې لوړوالی، د بارانونو او اوبو سرچینو کمښت هغه لوی عوامل دي، چې نه یوازې یې د ټولنیزو خدمتونو وړاندې کول ستونزمن کړي؛ بلکې خلک یې د کرنې، څښاک پاکو اوبو، زرغون چاپیریال ساتلو او روغتیایي برخو کې له ننګونو سره مخ کړي دي.
د هېواد سويلي حوزه چې زیاتره اوسيدونکي يې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي، دا مهال د اوبو کمښت له امله هر اړخيز ځپل شوي او شته وضعيت سختې انديښنې راپورته کړې دي.
د دې حوزي د بېلابېلو ولايتونو اوسيدونکي وايي، چې ورځ تر بلې د اوبو د کمښت ستونزه زياتېږي او ويره لري چې راتلونکي کلونه به يې ژوند لا ډير له ستونزو ډک شي.
کندهار
کندهار چې نفوس يې تر دوو ميليونو وګړو اوړي، دا مهال يې د زیات شمیر سیمو خلک اړ دي، چې پاکو اوبو پسې تر لېرې ساحو مزل وکړي او یا یې په پيسو وپېري.
محمد اکرم چې د کندهار ښار په نهمه ناحيه کې ژوند کوي، وايي چې دوه کاله مخکې يې په کور کې د شته برمې ژوروالی ۸۰ متره و، خو زياتوي چې اوس یې ژوروالی تر ۱۴۰ متره پورې رسولی، خو دومره اوبه ترې ترلاسه کوي، چې یوازې د دوی او څو محمدود شمیر ګاونډیانو ته بسنه کوي.
د ده په وینا، چې د دوی د کلي نږدې ۵۰ کورنۍ په ټانګرانو کې ګرځيدونکې اوبه په لوړ قيمت پیري او بیا ورڅخه استفاده کوي.
محمد اکرم وویل: «زموږ دا سیمه مخکې ښه اوبه لرله، خو اوس حالت تر دې حده خراب شوی چې دوه کاله وړاندې مو د کور برمه ۸۰ متره ژوره وه، اوس مو ۱۴۰ متره پورې ژوره کړې ده زموږ نږدې ۵۰ کورنۍ اوس اړ دي چې په ګرځنده ټانګرانو کې اوبه واخلي، هغه هم په لوړ قیمت، له حکومته غوښتنه کوو چې د اوبو د پیدا کولو په برخه کې دې جدي اقدام وکړي، که نه زموږ راتلونکی له خطر سره مخ دی.»
د کندهار ښار څخه دباندې په ولسواليو او لېرې پرتو سيمو کې بیا حالت تر دغه هم خراب دی او د ځينو سيمو خلک د اوبو په لټه د خپلو اصلي مېنو پريښودلو ته اړ شوي دي.
د کندهار شاوليکوټ ولسوالۍ چې د انځرو د پراخو باغونو له امله مشهوره ده، دا مهال پکې د انځرو باغونه وچ او لسګونه کلي د څښاک پاکو اوبو د نشتون له امله تش شوي دي.
حاجي عبدالرحيم چې یاده ولسوالۍ کې د انځرو پراخ باغونه لري، وايي چې يوازې په تيره يوه مياشت کې د انځرو ۱۰۰۰ ونې د اوبو د نيستۍ څخه وچې شوې دي.
نوموړی وویل: « یوازې په تېره یوه میاشت کې نږدې ۱۰۰۰ تنه د انځرو بوټي مې د اوبو د نشتوالي له امله وچ شول که همداسې دوام وکړي، زه او نور خلک باوري یو چې تر راتلونکي کاله به د انځرو شاوخوا ۷۰ سلنه باغونه له منځه ولاړ شي.»
د کندهار یوې بلې ولسوالۍ غورک کې بیا د سختې وچکالۍ له امله لوی لوی کلي خالي شوي او خلک د اوبو پیدا کيدو په موخه په کور د ننه کډوال شوي دي.
د يادې ولسوالۍ يوه اوسيدونکي عبیدالله د اطلاعات روز سره په خبرو کې وويل، چې په دې ورستيو کلونو کې دغلته د اوبو ۷۰ کاريزونه په بشپړ ډول وچ شوي او کرنيزې ځمکي سپيرې شوي دي.
نوموړی زیاتوي: «په تېرو څو کلونو کې، زموږ ولسوالۍ کې شاوخوا ۷۰ کاريزونه بشپړ وچ شوي دي، کرنیزې ځمکې مو سپېرې پرتې دي، ونه، غله، کښت هېڅ پکې نشته.»
دغه راز کندهار کې د اوبو او انرژۍ ریاست څخه يو مسوول چې موږ يې په راپور کې د امنيتي ستونزو له امله نوم پټ ساتلی، وايي چې په دې ورستيو کلونو کې په دې ولايت کې وچکالي دومره زياته شوې چې ساری يې تر دې وړاندې نه و ليدل شوی.
هغه وايي، چې اوس مهال په کندهار ولايت کې تر ۳۵ زره پورې د اوبو برمې شتون لري، خو په وينا يې چې د يادو برمو له جملې څخه تر ۲۰ سلنه يې په بشپړ ډول وچې، ۳۰ سلنه يې د ورځې په ۱۰ ساعته کې ۵ ساعته، ۲۵ سلنه يې ۱۰ ساعته، ۸ سلنه يې ۱۲ ساعته او پاتې ۱۷ سلنه يې ۲۴ ساعته د اوبو ايستلو ظرفيت لري.
هغه وايي، چې د تېرو ۶ کلونو په موده کې په ياد ولايت کې ۵۰ لويي تجارتي برمې وهل شوي چې هره ورځ تر ۵۰۰۰ متره مکعبه زياتي اوبه ورڅخه را ايستل کېږي او وروسته يې پر کورنيو پلوري.
د دغه مسول په وينا، چې د تېر کال څخه تر اوسه تر ۴۵ متره د اوبو سطحه ښکته تللې او په خبره يې چې په دومره لوړه اندازه د اوبو ښکته کيدل د جدي خطر د زنک وهلو په معنا دی.
سرچینې وویل: «په عمومي ډول که ووايمه په کندهار ولايت کې اوس مهال په يوه کال کې تر ۴۵ متره اوبه د اوبو سطحه عمومي ښکته شوې ده چې په تېرو څو لسیزو کې په دومره لوړه کچه په هيڅ صورت د اوبو سطحه نه وه لويدلې دا يو خطرناکه او ډير خطرناکه حالت دی زه باور لرمه چې وضعيت به نور هم خرابيږي.»
په همدې حال کې بیا کندهار کې د اوبو رسولو ریاست طالب مسوولین وایي، چې دغلته یوازې پنځلس سلنه ښاریان د پاکو اوبو شبکو ته لاسرسی لري.
کندهار کې د اوبو رسولو ریاست تخنیکي امر انجینر نیازمحمد مسلم وایي، دوی د همکاره موسېسو په همکارۍ ډیرې پروژې تر لاس لاندې لري چي د ښار ټولو برخو ته به پاکې اوبه ورسوي.
هغه وویل: «د کندهار ښار اوبو رسولو ریاست شاوخوا دوه کال مخکې تر څلور زره فامیله پورې اوبه رسولې وې د وچکالۍ له امله هم زیات شمیر خلک د اوبو د نشتون سره مخ دي موږ پوره هڅه او کوښښ کوو چي د ښار په ټولو ساحو کې د پاکو اوبو سیستم فعاله کړو.»
ارزګان
د کندهار په ګاونډ ارزګان ولايت کې هم د کندهار په څير خلک د وچکالۍ سخت حالت تجربه کوي او ادعا کوي چې د نورو کلونو په پرتله سږ کال د اوبو کمښت بېساری دی.
په دې ولایت کې دطالبانو د کرنې او مالدارۍ رياست مسوولين وايي، چې سږ کال دغلته زیاتو سیمو کې د اوبو کمښت له امله کښتونه نه دي شوي او ځمکې شاړې پاتې شوي دي.
د دوی په وينا، چې د ځمکو نه کرولو له امله به د کروندګرو اقتصادي وضعيت په يوه ناورين بدل شي.
د رحمتالله په نوم د ترينکوټ يو کروندګر چې د ۵۰ جریبه ابادې ځمکې څخه یې سږ کال یوازې یو جریب ترکاري کرلې، وايي د اوبه دغه شور نور په ټپېدو دی او وروستۍ سلګۍ وهي. د نوموړي په خبره کروندګر نور د لیونتوب سرحد ته رسېدلي ځکه له څلور فصله ځمکو څخه اوس په خورا سختۍ فقط یو فصل حاصل ترلاسه کوي.
هغه وویل: «يو فصل کښت کوو، درې فصله مو ځمکې د اوبو نيستۍ څخه پاتې دي. زما ۵۰ جريبه ځمکه دغه ده، ته داسې ورته وګوره يو شين واښه پکې نشته، ځکه اوبه نهلرو، موږ ټول يې ليونيان کړي يو، ټوله ورځ مو همدغه کيسه وي چې د اوبو ماهي خراب شو، لين خراب شو، شمسي هنداره خرابه شوه، دولت ته خواست کوو چې موږ تر دې له بتر حال څخه راوګرځوي.»
ورته مهال ارزګان کې ځايي مسوولين وایي، چې په دې ولايت کې اقليمي بدلون او وچکالۍ عام خلک په خاص ډول کروندګر سخت ځپلي دي.
د دې ولايت لپاره د طالبانو د والي وياند سميعالله عکرمه وايي، چې د بزګرو ستونزو ته د رسیدو په پار د ځینو لویو او کوچنیو بندونو د رغولو چارې روانې دي.
د ده په وینا: «د اوبو او اوانرژۍ رياست په مرکز او ولسواليو کې هغه ځايونه چې د چيکډيمونو او بندونو لپاره مناسب دي، سروې کړې دي، د ځينو تخنيکي سروېګانې شوې دي او ابتدايي سروېګانې خو د ټولو شوي دي، ژر اميد لرو چې په بېلابېلو سيمو کې به د يادو چيکډيمونو د رغېدو چارې پیل شي.»
زابل
د کندهار په ګاونډ کې زابل بل هغه ولايت دی چې وچکالۍ پکې د ژوند چاري ګډي وډي کړي او خلک د اوبو کمښت ته انديښمن دي او د مرکز کلات په ګډون په ډيرو ولسواليو کې ونې وچې شوي او خلک د خپلو سيمو څخه وتلي دي.
د زابل د میزانې ولسوالۍ «مرکک» سیمه چې پخوا په بېلابېلو مېوهلرونکو ونو زرغونه وه، اوس د وچکالۍ له امله د یادو باغونو یوازې وچ بوټي پاتې دي.
د مرکک سیمې اوسېدونکی ۶۶کلن لطفالله چې یو وخت یې خپل باغ درلود او د خپلې دولس کسیزې کورنۍ اړتیاوې به یې پرې برابرولې، اوس د بل چا بزګري کوي او وایي، چې د مرکک سیمه کې په یو مخیز ډول باغونه وچ شوي او ترڅنګ یې خلک د څښاک پاکو اوبو ته هم لاسرسی نه لري.
هغه وویل: «زه شاوخوا ۶۶ کلونه عمر لرم خپل باغونه مي وچ شوي، ځمکې مې شاړې پاتې دي، له خپلې سیمې کډه شوی یم، اوس د بل چاه بزګري کوم ، زما پر باغ او ځمکې پاتې بزګر ان څښلو اوبه نهلري، اوس چې مزدوري، باغواني او هر څه چې وي د مجبورۍ څخه يې کوم.»
په همدې حال کې د زابل ولايت ترنګ سينديزې حوزي مرستيال عبدالطيف عمري وايي، چې په ۱۴۰۳ لمریز کال کې یې په مرکز او ولسواليو کې ګڼې پروژې پلي کړي او سږ کال هم ځینې پروژې تر لاس لاندې لري.
هغه زیاتوي: «د زابل د اوبو او انرژۍ ریاست په ۱۴۰۴ کال کې د مرکز په شمول په ۱۲ ولسوالیو کې ۲۱ هايدروتخنيکي پروژې ډيزاین کړي چې له هغو د اوو پروژو منظورۍ حکم مو د وزارت مقام څخه اخيستی، د دغو پروژو په رغېدو سره به د اوبو په برخه کې ستونزې حل شي.»
ولې اوبه کمې شوي؟
په کندهار کې د اوبو د برخې يو تن کارپوه انجينر نظر محمد محمدي وايي، چې وچکالي یوه پیچلی طبیعي او انساني فکټورونو پورې تړلی حالت دی، چې د اقلیم بدلون، د اوبو د مدیریت نشتوالی، د ځنګلونو لهمنځه تلل، د کرنیزو سیستمونو نیمګړتیا، د نفوس زیاتوالی او بې پروایي د اوبو د کمښت ستر لاملونه دي.
دی وايي، که طالبان د اوبو مدیريت ته جدي پاملرنه ونه کړي، راتلونکي کلونه به د طالبانو د حکومت پر وړاندې د اوبو کمښت يوه خطرناکه چيلنجي موضوع وي.
دا په داسې حال کې ده، چې د روان کال د مارچ په ۲۲مه د اوبو نړیوالې ورځې په مناسبت د سره صلیب نړیوالې کمېټې راپور ورکړ چې په افغانستان کې ۳۳ ملیونه خلک چې د ټول نفوس ۸۰ فیصده جوړوي پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري او ډېر کله د څښاک، پخلي، کرنې او د ژوند نورو اړتیاوو لپاره د اوبو برابرول ورته ناشوني وي.