close

شپږیزه کرکټ لیګ؛ امو نهنګانو د لسم پړاو اتلولي وګټله

اطلاعات روز: کابل کې د شپږیزې کرکټ ليګ لسم پړاو سیالیو پای لوبه کې امو نهنګانو د مس عینک اتلانو لوبډلې ته د اتو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او د دویم پرله پسې ځل لپاره یې د یادو سیالیو اتلولي خپله کړه.

دا لوبه نن ورځ (پنجشنبه، ۹ د زمري) ۱۰:۰۰ بجې د کابل په کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه. د دې لوبې پچه امو نهنګانو وګټله او سیالې لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

په توپ وهنه کې مس عینک د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۱ منډې وکړې او امو نهنګانو ته یې د ۱۲۲ منډو هدف ورکړ، چې بیا امو نهنګانو د دوو لوبغاړو په سوځیدو په ۱۳ اوور کې دا هدف پوره او دویم پرله پسې ځل یې د دې سیالیو اتلولي خپله کړه.

په دې لوبه کې د امو نهنګانو لوبډلې په ګټه  ګټه عظمت الله عمرزي بهترینه توپ اچونه وکړه او ۴ ویکټې یې ترلاسه کړې او په سیاله لوبډله کې بیا رحمن الله ګربز ۴۸ منډې جوړې کړې، خو لوبه یې ونه ګټله.

د عمرزي ترڅنګ عبدالله احمدزي هم غوره توپ اچونه وکړه او د ۲۱ منډو په بدل کې یې درې ویکټې ترلاسه کړې.

د دې پای لوبې غوره لوبغاړی عظمت الله عمرزی اعلان شو، چې د مس عينک څلور لوبغاړي یې له میدانه بهر کړي وو.

یاده دې وي چې د شپږیزې کرکټ لیګ په دې پړاو کې د مس‌عینک نایټس، د بست ساتونکي، بند امیر، امو نهنګان او سپین‌غر پړانګان په نومونو پنځو لوبډلو برخه اخیستې وه، چې هره لوبډله له ځوانو استعدادونو جوړه شوې وه.