کونړ او نورستان ته ورتلوونکي سیلانیان شکایت کوي، چې په دغو ولایتونو کې طالب چارواکي په یوه او بل نوم پیسې اخلي او هغه سیلانیان چې پیسې ورنه کړي بېرته یې ستنوي.
سیلانیان وايي، طالبان ترې د یوه کس پرسر پنځوس او د موټر پرسر یې سل افغانۍ اخلي چې دوی یې له مالي پلوه سخت ځپلي او له سیاحت یې زړه توري کړي دي.
خراب سړکونه، د معیاري هوټلونو او استوګنځایونو نشتوالی، کمزوري مخابراتي خدمتونه او انټرنېټ ته نه لاسرسی او د ګڼو نورو اسانتیاوو نشتوالی هغه ستونزې دي چې سیلانیان یې د سیاحت پر مهال له جدي ننګونو سره مخ کړي.
سلطان عزیز چې د ننګرهار له مرکز جلالاباد ښار څخه له خپلو ملګرو سره د نورستان مرکز پارون ته په چکر راغلی د طالبانو د رژیم له دولتي مسوولینو او جنګیالیو له بد چلند شکایت کوي.
دی وايي، نه یوازې دا چې د طالبانو جنګیالیو ورسره بد چلند کړی، بلکې له دوی یې د طبیعي جاذبو د لیدنې په بدل کې پیسې هم اخېستې دي.
سلطان عزیز له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «مونږ څو ورځې مخکې نورستان ته تللي وو، اول راته هلته طالبانو د چکر اجازه نه راکوله، سخت بد چلند یې راسره وکړ، بیا یې د پیسو په بدل کې د چکر اجازه راکړه، د کس پر سر یې رانه پنځوس افغانۍ واخېستې، سل افغانۍ یې رانه د موټر پرسر واخېستې، که مو پیسې ورکړې نه وای د چکر اجازه یې نه راکوله، مونږ مجبور وو چې پیسې مو ورکړې وای؛ ځکه مونږ ډېر مزل او تاوان کړی وو.»
نورستان ته ورغلي سیلانیان وايي، د طالبانو دا ډول چلند او اقداماتو آن نورو سیمو ته هم له سیاحت زړه توري کړي دي.
دوی وايي، د طالبانو ولایت مقام ته یې د دغه بد چلند شکایتونه هم کړي، خو په خبره یې هغوی یې شکایتونو او غوښتنو ته هېڅ ارزښت نه ورکړی.
د نورستان مرکز پارون ته ورغلی سیلاني احمد الله له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «مونږ په ډېر شوق او لېوالتیا هر ولایت ته په چکر تللو، دا ځل مو له لغمانه نورستان ته چکر وواهه؛ خو هلته رانه طالبانو پیسې هم واخېستې، د پیسو اخېستو جنجال پرسر یې راته بد الفاظ هم وکارول، بیا ورغلو چې والي، معاون یا نورو طالب چارواکو ته شکایت وکړو، خو هېچا راته له طالب مقاماتو سره د لیدنې فرصت رانکړ، سخت یې راته زړه تور کړ، نور به مشکله وي چې نورو ولایتونو یا سیاحتي سیمو ته هم په چکر لاړ شو.»
سیلانیان دغه راز شکایت کوي چې د نورستان د لېرې پرتو ولسوالیو په ګډون په مرکز پارون کې معیاري هوټلونه، استوګنځایونه، مخابراتي او انټرنېټي خدمتونه په نشت حساب دي چې له امله یې سیلانیان له ګڼو ستونزو سره مخ کېږي.
دوی وايي، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دې ډلې ژمنې کړي چې په نورستان کې به معیاري هوټلونه او استوګنځایونه جوړوي، خو په خبره یې تر اوسه یې پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.
له کندهار ولایت څخه د نورستان مرکز پارون ته راغلی سیلاني له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې زیاتوي: «نورستان کې داسې هوټل نشته چې خلک پکې په سمه ډول شپه وکړي؛ ځکه نه یې توشکې سمې دي، نه کمپلې، نه بالښتونه، نظافت یې مراعت نه دی، نه پکې مناسب خوراکونه پیدا کېږي، د خوړو کیفیت او خدمتونه یې په نشت برابر دي؛ خو پیسې د نورو ولایتونو په دوه چنده اخلي، انټرنېټ کار نه کوي، مخابراتي مکالمې هم په نشت حساب دي، طالبانو ډېرې وعدې کړي چې د سیلانیانو لپاره به لازم امکانات برابروي؛ خو تر اوسه یې هېڅ د پام وړ ګام نه دی پورته کړی.»
په همدې حال کې کونړ ته ورتلوونکي سیلانیان هم شکایت کوي، چې د طالبانو رژیم سیلانیانو ته هېڅ ډول اسانتیاوې نه دي برابرې کړي او په ټولنیزو رسنیو کې یوازې خپلې ژمنې تازه کوي.
سیلانیان وايي، کونړ د سیاحت لپاره د لیدنې وړ ځایونه لري، خو د طالبانو د نه پاملرنې له امله لازمې آسانتیاوې نشته او ورځ بلې ته د سیلانیانو د ورتګ لړۍ په کمزوري کېدوه ده.
له کابل څخه راغلی سیلاني شریف الله همدرد کونړ کې له اطلاعات روز ورځپاڼې سره د خپل سیاحت کیسه داسې کوي: « مونږ د کونړ دانګام ته په چکر لاړو، له کابله راغلي وو چې لږ مو ساعت تېر شي یو څو ورځې مو ذهن آرام شي؛ خو دلته هېڅ اسانتیا نشته، نه هوټل شته، نه انټرنېت کار کوي، نه چاته زنګ وهلی شو، نه د شپې د پاتې کېدو ځایونه جوړ دي، بس هر چا په سحرا کې شپې کړې وې، ډېرو مشکلاتو ته سره مخ وو، طالبانو د سیلانیانو لپاره هېڅ نه دي کړي، یوازې په ټولنیزو رسنیو کې خبرونه خپروي چې ډېر څخه مو برابر کړي؛ خو هېڅ هم نشته.»
سیلانیان دغه راز د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي چې په سیاحتي سیمو کې دې د پام وړ اسانتیاوې برابرې کړي، ترڅو له لېرې پرتو ولایتونو راغلي سیلانیان له ستونزو سره مخ نه شي.
د ننګرهار له بهسودو ولسوالۍ د کونړ پېج درې ولسوالۍ ته راغلی سیلاني جمعه ګل د طالبانو پر نظام غږ کوي چې د سیلانیانو د ستونزو د حل لپاره دې په سیاحتي سیمو کې د رستورانتونو، استوګنځایونو، سړکونو، مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو ستونزو ته تر هر څه زر رسېدنه وکړي.
جمعه ګل له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «مونږ له خپلو څلورو نورو ملګرو سره پېج درې ته په چکر راغلو، خو دلته نه هوټل شته، نه د شپې د پاتې کېدو ځایونه شته، نه یې د درو سړکونه جوړ دي، نه یې په درو کې انټرنېټ کار کوي او نه هم مخابراتي خدمتونه فعال دي، زمونږ له امارت [طالبانو] غوښتنه دا ده چې دې ستونزو ته زر تر زره رسېدنه وکړي او په دې برخه کې خپلې کړې ژمنې عملي کړي.»
موږ هڅه وکړه چې په کونړ او نورستان ولایتونو کې د سیلانیانو د شکایتونو او ستونزو په تړاو د طالب چارواکو نظرونه هم ترلاسه کړو؛ خو له پرله پسې هلو ځلو سره سره بیا هم ونه توانېدو چې د هغوی نظر ترلاسه کړو.
د طالبانو د مسوولینو د معلوماتو له مخې په تېر لوی اختر کې شاوخوا درې سوه زره کورنیو سیلانیانو د کونړ او نورستان له طبیعي جاذبو لیدنه کړې ده.
نورستان او کونړ د هېواد په کچه یو له هغو ولایتونو دي چې طبیعي جاذبو، منظرو، یخې هوا، شنو ورشوګانو، طبیعي ځنګلونو او بهېدونکو سیندونو د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو پام ور اړولی؛ خو د طالبانو ناسم چلند او د لازمو اسانتیاوو کمښت سیلانیان له ستونزو سره مخ کړي او له سیاحت یې زړه توري کړي دي.
یادونه: راپور کې ټول نومونه د امنیتي اندېښنو له امله په مستعار ډول لیکل شوي دي.