close

په یوه میاشت کې د شاوخوا ۶۰ تنو وژنه؛ د طالبانو امنیت په څه معنا دی؟

اذر

افغانستان په وروستۍ نیمه پېړۍ کې د نړۍ یو تر ټولو ناامنه هیواد ګڼل کېده. د ۲۰۰۱ کال په وروستیو کې د طالبانو د حکومت تر سقوط وروسته افغانستان د لنډ مهال لپاره ارام و، مګر طالبان وتوانېدل چې د ۲۰۰۶ کال پر مهال یو ځل بیا منظم شي او د جمهوري حکومت پر خلاف خپله جګړه پیل کړي. طالبانو د ځانمرګو بریدونو، د ملکي او دولتي هدفونو په نښه کولو او پر ملي اردو د چریکي بریدونو په کولو د ارامۍ هغه لنډه دوره ختمه کړه. له ۲۰۱۴ څخه بیا تر ۲۰۲۱ پورې چې جمهوري حکومت وپرځېد، د افغانستان امنیتي وضعیت لا پسې خراب شو.

اوس مهال طالبان ادعا کوي چې په افغانستان کې یې سرتاسري امنیت ټینګ کړی دی. دا په داسې حال کې چې پخوا پخپله طالبان د ناامنۍ او مرګونو بریدونو مسوول وو. اوس چې دې ډلې خپل بریدونه درولي، ځان د امنیت د ټینګولو مسوول هم بولي.  له کومه چې طالبانو واک تر لاسه کړی، د داعش بریدونه هم کم شوي دي. طالبان ادعا کوي چې دوی داعش ډله ځپلې ده، خو د طالبانو له لوري د مرګونو بریدونو درول او د داعش د بریدونو کمېدل، د امنیت د ټینګښت او د تاوتریخوالي د پای ته رسېدو معنا نه لري. لاندینی راپور د ناامنۍ یوه لنډه موده ښيي. د طالبانو چارواکي عموماً هغه وژنې چې د دوی تر واک لاندې ترسره کېږي «شخصي دښمنۍ» ګڼي او یا د وژنې انګېزه «مرموزه» بولي.

د اطلاعات روز ورځپاڼې له خوا راټول شوي معلومات ښيي چې د چنګاښ له لومړۍ تر وروستۍ (د جون له ۲۲مې د جولای تر ۲۲مې) نیټې پورې لږ تر لږه ۵۷ کسان په ۲۰ ولایتونو کې وژل شوي دي. له دې ډلې لږ تر لږه ۲۵ کسان په ډله‌ییزو وژنو او کورنیو شخړو کې وژل شوي دي.

په شمال ختیځ کې بدخشان او سویل کې کندهار چې د طالبانو د مشرتابه مرکز دی، د تېرې یوې میاشتې پر مهال د وژنو تر ټولو لوړ ګراف لري.

په بدخشان کې د څلورو کسانو وژنه

د یکشنبې په سهار (۲۹ د چنګاښ) د بدخشان ولایت د راغستان ولسوالۍ په «زولزمای» سیمه کې د څلورو ځوانانو مړي وموندل شول. ځایي سرچینو ویلي، چې شواهد ښيي دا څلور کسان د شپې له خوا لاس تړلي په ډزو وژل شوي. یوې سرچینې ویلي چې قربانیان د خواهان ولسوالۍ اوسېدونکي وو او د سرو زرو په کان کې یې کار کاوه.

د بدخشان لپاره د طالبانو د پولیسو ویاند د اطلاعات روز خبریال ته وویل، چې «مغرضو رسنیو ته ځواب نه ورکوي» خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت درې ورځې وروسته اعلان وکړ چې پنځه کسان یې د دې څلورو کسانو د وژنې په تړاو نیولي دي. دې وزارت د وژنې انګېزه او د قربانیانو هویت نه دی ښودلی. د دې وزارت په وینا، چې له نیول شویو کسانو څخه څلور میله وسلې، دوه لاسي بمونه، یو شمېر مرمۍ، نظامي چانټه، پنجه‌بکس او برچه ترلاسه شوي. د نیول شویو کسانو هویت هم معلوم نه دی.

په بغلان کې د دوو کورنیو تر منځ په شخړه کې د پنځو تنو وژل کیدل

د یکشنبې په سهار (۲۹ د چنګاښ) د بغلان ولایت د بغلان مرکزي ولسوالۍ په شهر کهنه سیمه کې د دوو کورنیو تر منځ په وسله واله نښته کې پنځه کسان وژل شوي او ۱۱ نور ژوبل شوي دي. د پژواک خبري اژانس د راپور له مخې، دا شخړه د ځمکې پر سر وه.

که څه هم دا نښته د پنځو کسانو د مرګ سبب شوې، خو په بغلان کې د طالبانو امنیې قومندانۍ ویلي، چې نښته یې پر وخت مهار کړې او اته کسان یې نیولي دي. دې قومنداني د دواړو خواوو د تلفاتو دقیق معلومات نه دي ورکړي.

په غزني کې د یوې کورنۍ د پنځو غړو وژل

د یکشنبې په شپه (۲۲ د چنګاښ) د غزني ولایت د قره‌باغ ولسوالۍ په «تولاخیل» کلي کې د یوې کورنۍ پنځه غړي په مرموز ډول ووژل شول. د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند خالد سرحدي ویلي، چې «ناپېژاندي وسله وال» د شپې له خوا یوه کور ته ننوتي او د دې کور غړي یې چې یو سړی، یوه ښځه او درې ماشومان وو، په ډزو وژلي دي.

د طالبانو د والي دفتر ویلي، چې د طالبانو والي عبدالصمد «جاوید» د دې پېښې د څېړلو لپاره قره‌باغ ته تللی دی. د طالبانو د پلټنو پایله تر اوسه نه ده روښانه شوې.

د بدخشان په بهارک کې د یوې کورنۍ د دریو غړو وژل

د شنبې په شپه (۲۱ د چنګاښ) د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ په خیراباد کلي کې وسله وال کسان یو کور ته ننوتي او د دې کور درې غړي چې یو سړی، یوه نجلۍ او د هغه لمسی (نابالغ هلک) و، وژلي دي.

ځایې سرچینو د دې ډله‌ییزې وژنې انګېزه وسله واله غلا ښودلې. د سرچینې په وینا، دې کورنۍ په کور کې یو څه نغدې پیسې درلودې او غلو د غلا لپاره برید پرې کړی او په ترڅ کې یې درې کسان وژلي دي.

انځور/ امو تلویزیون

په بدخشان کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ د چنګاش پر ۲۹مه اعلان وکړ چې څلور کسان یې د یوې کورنۍ د دریو غړو د وژنې په تړاو نیولي دي. دې قومندانۍ د قتل انګېزې ته اشاره نه ده کړې.

په سمنګان کې د دریو کسانو وژنه

د سې‌شنبې په شپه (۱۷ د چنګاښ) د سمنګان ولایت د دره صوف بالا ولسوالۍ په «کوه زردکمر زیره‌کی» کلي کې د یوې کورنۍ درې غړي وژل شوي دي.

سرچینې وايي، چې قربانیان دوه سړي او یو دولس کلن ماشوم وو. د سرچینو په وینا، د دې کورنۍ د غړو د وژل کېدو لامل «شخصي دښمني» وه.

په سمنګان کې د طالبانو د والي دفتر د دې دریو کسانو وژنه تایید کړې او ویلي یې دي چې په تړاو یې درې کسان نیولي دي. طالبانو هم د دې وژنې انګېزه «شخصي دښمني» بللې ده.

په پکتیکا کې د یوې کورنۍ د دوو غړو وژنه

د چنګاښ پر ۱۷مه، یو سړي د پکتیکا ولایت په یحیا‌خېلو ولسوالۍ کې د شپې له خوا د یوې کورنۍ پر غړو د چاقو برید کړی چې له امله یې دوه کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو د والي د دفتر په خبرپاڼه کې قاتل محمد انور معرفي شوی او ویل شوي چې هغه د شپې د غلام‌محمد کور ته ورغلی او دا جنایت یې ترسره کړی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې برید کې دوه کسان چې یو یې غلام‌محمد دی وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.  پکتیکا کې د طالبانو د والي دفتر د وژنې انګېزه نه ده ښودلې.

په کاپیسا کې د دوو کورنیو تر منځ په شخړه کې د دریو تنو وژل کېدل

د چنګاښ پر ۱۱مه د کاپیسا ولایت د مرکز په «نو اباد منګلو» کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ د نښتې له امله دوه نارینه او یوه څلوېښت کلنه ښځه وژل شوي دي.

د طالبانو امنیې قوماندانۍ ویلي، چې د دې نښتې لامل «لفظي شخړه او ناموسي لانجه» وه خو نور جزییات یې نه دې ورکړي. دې قومندانۍ هغه مهال اعلان وکړ چې په وژنې تورن کسان له سیمې تښتېدلي، خو د نښتې د ښکېلو کسانو له ډلې د یوه تن پلار نیول شوی دی.

د نورو وژنو نوملړ

په دې نوملړ کې د هغو کسانو نومونه ذکر شوي چې په تېره یوه میاشت کې تر ډېره په انفرادي توګه وژل شوي. د کومو کسانو نومونه چې نه دي ذکر شوي، د اطلاعات روز خبریالانو ونه شوای کولای چې د هغوی هویت معلوم کړي یا هم طالبانو په خپلو خبرپاڼو کې د قربانیانو نومونه نه دي ذکر کړي.

شمېرهد مقتول هویتجنسیتد قتل ځاید قتل وختد قتل انګېزه
۱الماسیهښځهکندهار۲ د چنګاښکورنی تاوتریخوالی
۲همت بدرينارینه، د طالبانو غړیپروان۴ د چنګاښ«سوء تفاهم»
۳نه دی ښودل شوینارینهپنجشیر۳ د چنګاښدښمني
۴ایازنارینهننګرهار۶ د چنګاښشخړه
۵علي مرداننارینههرات۷ د چنګاښوسلواله غلا
۶جان دادنارینهنورسان۹ د چنګاښپر ځمکه شخړه
۷زرغونهښځههلمند۹ د چنګاښکورنی تاوتریخوالی
۸نه دی ښودل شوینارینهکندهار۱۰ د چنګاښوسلواله غلا
۹حکیم اللهنارینهپنجشیر۱۴ د چنګاښله «مقاومت جبهې» سره د همکارۍ په تور
۱۰احمد علينارینهپنجشیر۱۴ د چنګاښله «مقاومت جبهې» سره د همکارۍ په تور
۱۱سردارنارینهکندهار۱۵ د چنګاښمرموز
۱۲سمیع اللهنارینههلمند۱۶ د چنګاښمرموز
۱۳عبیدالله پنجنشیرينارینهکابل۱۷ د چنګاښمرموز
۱۴نه دی ښودل شوینارینهزابل۱۸ د چنګاښپه غلا تورن
۱۵نه دی ښودل شوینارینهزابل۱۸ د چنګاښپه غلا تورن
۱۶نه دی ښودل شوینارینهکندهار۱۸ د چنګاښپه غلا تورن
۱۷عبدالرحماننارینهارزګان۱۸ د چنګاښمرموز
۱۸احمد روییننارینهجوزجان۱۷ د چنګاښمرموز
۱۹نه دی ښودل شوینارینههلمند۱۹ د چنګاښمرموز
۲۰نه دی ښودل شوینارینهکندهار۱۹ د چنګاښله طالبانو سره شخړه
۲۱نصرت مومندنارینهکونړ۲۰ د چنګاښمرموز
۲۲نه دی ښودل شوینارینهفراه۲۰ د چنګاښوسلواله غلا
۲۳نه دی ښودل شویښځهارزګان۲۰ د چنګاښپه نامشروع اړیکه تورنه
۲۴نه دی ښودل شوینارینهارزګان۲۰ د چنګاښپه نامشروع اړیکه تورن
۲۵نه دی ښودل شویښځهکونړ۲۱ د چنګاښکورنی تاوتریخوالی
۲۶نه دی ښودل شویماشومکونړ۲۱ د چنګاښکورنی تاوتریخوالی
۲۷طارقنارینهننګرهار۲۱ د چنګاښشخړه
۲۸ایملنارینهکندهار۲۶ د چنګاښمرموز
۲۹نه دی ښودل شوینارینهننګرهار۲۶ د چنګاښمرموز
۳۰محب الله میرزادنارینهفاریاب۲۷ د چنګاښمرموز
۳۱عبدالوارثنارینهبدخشان۲۹ د چنګاښشخړه
۳۲احمداللهنارینهکندهار۲۹ د چنګاښوسله واله غلا

د دې نوملړ له مخې، د ځینو وژنو انګېزه «پټه» بلل شوې او نورې پیښې د وسله والې غلا، نښتو او کورني تاوتریخوالي په توګه راپور شوې دي.

پټې وژنې هغه دي چې نه یې انګېزه معلومه ده او نه عاملین او ډېری وخت د وژل شویو مړي تر ورکېدو وروسته موندل شوي دي.

د ولایتونو له مخې د وژنو تفکیک

د چنګاښ په میاشت کې د هېواد له ۲۰ ولایتونو څخه د ۵۷ وژنو راپورونه ورکړل شوي دي. دا هغه شمېرې دي چې اطلاعات روز تر لاسه کړې او راپور یې ورکړی، خو ښایي واقعي شمېر تر دې ډېر وي ځکه اطلاعات روز په ځینو ولایتونو کې خبریال نه لري او نه ده توانیدلې چې ځینې پېښې تایید کړي.

په دې لړ کې د اطلاعات روز خبریال ونه توانېد چې د بغلان ولایت په بنو ولسوالۍ کې د اوبو پر سر یوه وژونکې نښته او د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د یوې ونې پر سر د بلې نښتې کره والی تایید کړي. ادعا کېږي چې په دې نښتو کې شپږ کسان وژل شوي، خو د اطلاعات روز سرچینو او نورو باوري رسنیو دا پیښې نه دي راپور کړي او طالبانو هم څه نه دې ویلي.

دا ګراف چې د تایید شویو معلوماتو پر بنسټ جوړ شوی، ښيي چې د چنګاښ په میاشت کې بدخشان د نورو ولایتونو پرتله د زیات شمېر وژنو شاهد و. په داسې حال کې چې په فاریاب، فراه، جوزجان، کابل، نورستان، هرات او پروان کې د وژنو شمېر ډېر کم دی.

بدخشان د چنګاښ په میاشت کې د دوو ډله‌ییزو وژنو شاهد و چې په دواړو پېښو کې اووه کسان وژل شوي دي. ورپسې کندهار کې اووه پېښې شوي او په دې توګه یې تر بدخشان وروسته د وژنو شمېر لوړ دی. د دې شاخص له مخې، د ناامنۍ ګراف په کندهار کې – د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده تر سیوري لاندې – د نورو ولایتونو په پرتله لوړ دی.

کورنی تاوتریخوالی او د ښځو وژنه

د اطلاعات روز ورځپاڼې د معلوماتو له مخې، د چنګاښ په میاشت کې لږ تر لږه اووه ښځې په بېلابېلو ولایتونو کې وژل شوې دي. له دې ښځو درې یې د نښتو او ډله‌ییزو وژنو قربانیانې وې او څلور نورې د خپلو کورنیو د غړو له خوا وژل شوې دي.

د چنګاښ پر ۲۰مه، یو سړي د ارزگان ولایت په چهارچینو ولسوالۍ کې خپله ځوانه لور له یوه سړي سره د نامشروع اړیکو په تور وژلې ده. د دې وژنې نور جزییات نه دې خپاره شوي.

د چنګاښ پر ۲۱مه، یو سړي د کونړ ولایت په نورګل ولسوالۍ کې خپله مېرمن او یو زوی په ډزو وژلي او یوه لور او بل زوی یې ټپیان کړي دي. سرچینو ویلي، دا پېښه د کورني تاوتریخوالي او اقتصادي ستونزو له امله شوې ده. ځینې سرچینې وايي، قاتل رواني ناروغي درلوده.

د چنګاښ پر ۹مه، یو سړي د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې خپله ۲۵ کلنه مېرمن زرغونه وژلې ده. د دې وژنې د انګېزې په اړه څه نه دې ویل شوي، خو دا ډول پېښې عموماً د کورني تاوتریخوالي له امله بلل کېږي.

د چنګاښ پر ۲مه، ځایي سرچینو له کندهار څخه راپور ورکړی چې محمدرضا نومې سړي د میوند ولسوالۍ په «کلانکچي» کلي کې خپله ۴۰ کلنه مېرمن «الماسیه» په ډزو ویشتلې ده. سرچینو ویلي، ښځه لومړی ټپي شوې وه او وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړې.

د پخوانیو نظامیانو وژنه

که څه هم طالبان وايي، چې د خپل مشر د عمومي عفوې فرمان ته ژمن دي، خو د پخوانیو چارواکو او نظامیانو مرموزې وژنې لا هم دوام لري. اطلاعات روز ورځپاڼې یوازې د چنګاښ په میاشت کې د څلورو پخوانیو نظامیانو د وژنې راپور ورکړی دی.

د چنګاښ پر ۲۷مه، محب‌الله میرزاد (بندري)، د فاریاب د ولایتي شورا پخوانی غړی او د جمعیت اسلامي ګوند یو پخوانی قومندان په وسله وال برید کې تر ټپي کېدو وروسته مړ شو. نوموړی څو ورځې مخکې د میمنې ښار د زرګرخانه په سیمه کې د موټرسایکل سپرو وسله والو له خوا په نښه شوی و. هغه د ۲۰۲۲م د جولای پر ۲۲مه د طالبانو د تماس کمېسیون په بلنه هېواد ته راستون شوی و.

د چنګاښ پر ۲۰مه، د پخوانیو پولیسو د ځانګړو ځواکونو غړی نصرت مومند د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ په بازار کې د لاسي بم په برید کې ووژل شو.

سرچینو ویلي، هغه د جمهوریت تر سقوط وروسته د تېلو په یوه پمپ کې کار کاوه. د هغه د وژنې انګېزه او عامل معلوم نه دي، خو ویل کېږي چې هغه له هېچا سره شخصي دښمني نه درلوده.

د چنګاښ پر ۱۹مه، د احمد رویین په نوم د پخواني نظامي جسد د جوزجان ولایت په مرکز کې وموندل شو. سرچینو وویل، هغه د پخواني پوځ افسر و او تر سقوط وروسته یې ټکسي چلوله. ویل شوي، هغه د افغانستان د ملي غورځنګ د مشر عبدالرشید دوستم د نږدې کس قیلیچ زوی و.

سرچینو ویلي، نوموړی لومړی په ډزو وژل شوی او وروسته یې مخ سوځول شوی و.

د دې نظامي د وژنې انګېزه معلومه نه ده. سرچینه وایي چې له ده سره چې کوم موټر او پیسې وې، هغه ترې نه دې وړل شوي نو داسې څرګندېږي چې وسله واله غلا نه وه.

احمد رویین او نصرت مومند، دوه پخواني نظامیان چې د چنګاښ په میاشت کې په جوزجان او کونړ ولایتونو کې وژل شوي

د چنګاښ پر ۱۷مه، د پخواني حکومت یو لوړپوړی افسر عبیدالله پنجشیری د کابل ښار د کارته نو په سیمه کې په ډزو ووژل شو. د وژنې انګېزه او عامل تر اوسه نه دي معلوم. عبیدالله ته نږدې سرچینو ویلي، چې نوموړي له چا سره دښمني نه درلوده.

 سرچینې وايي، نوموړی د پنجشیر ولایت د «جنگلک» کلي اوسېدونکی و او تر سقوط وروسته بې کاره شوی و او عادي ژوند درلود. نوموړی په پخواني حکومت کې د ډگروال تر رتبې رسېدلی و.

عبیدالله پنجشیری چې تېر حکومت کې تر ډګروالۍ رتبې رسیدلی و

په وژنو کې د طالبانو ونډه

د چنګاښ د میاشتې په وژنو کې طالبان په شپږو وژنو کې مستقیم لاس درلود. که څه هم دا ډله په مرموزو وژنو، په ځانګړي ډول د پخوانیو نظامیانو په وژنو هم تورنېږي، خو دوی یې تل ردوي.

د چنګاښ پر ۱۴مه، طالبانو په پنجشیر کې د «افغانستان د ملي مقاومت جبهې» دوه غړي حکیم‌الله او احمدعلي، د درې ولسوالۍ په عبدالله‌خېل غرونو کې ونیول او څو ورځې وروسته یې بېرته غره ته بوولي او په ډزو یې وژلي دي.

د ملي مقاومت جبهې د خپلو دوو غړو وژنه تایید کړې او ویلي یې دي: «طالبان تل د سیاسي بندیانو او بې‌ګناه خلکو په وژنه د خپل تاریخي جنایت دوسیه نوره هم غټوي او دا به د ازادۍ په سهار د خلکو په وړاندې د دې ډلې د ترسره کړو جنایتونو او پوښتنې کولو لپاره یو سند وي.»

د چنګاښ پر ۱۸مه، سرچینو له زابل او کندهار ولایتونو څخه راپور ورکړی چې طالبانو درې کسان چې د غلا په تور نیول شوي وو، په ډزو وژلي دي.

د طالبانو امنیې قومندانۍ ویلي، غله هغه مهال په نښه شول چې پر یوه موټر یې برید وکړ او د موټروان تر ژوبلولو وروسته یې د غلا اراده درلوده. ویل شوي چې په دې ډزو کې دوه غله وژل شوي او یو تن نیول شوی دی.

په همدې ورځ په کندهار کې د طالبانو امنیې قومندانۍ اعلان وکړ چې یو غل د صرافۍ د لوټلو پر مهال په ډزو وژل شوی دی.

طالبانو د چنګاښ په ۱۸مه په زابل کې دوه کسان او په کندهار کې یو کس د غلا په تور وژلي او یو کس یې نیولی دی

د چنګاښ پر ۱۹مه، له کندهاره سرچینو وویل، چې د طالبانو د امربالمعروف او عامو خلکو تر منځ د ږیرې د خرېیلو پر سر شخړه شوې چې له امله یې یو ملکي کس وژل شوی او بل ټپي شوی دی.

پایله

د اطلاعات روز ورځپاڼې د راټولو شوو معلوماتو له مخې، د چنګاښ له لومړۍ تر وروستۍ (د جون له ۲۲مې د جولای تر ۲۲مې) نیټې په ۲۲ ولایتونو کې لږ تر لږه ۵۷ کسان وژل شوي دي. دا شمیرې د غبرګولي د میاشتې په پرتله چې د ۲۵ وژنو راپور پکې ورکړل شوی و او د غویي د میاشتې په پرتله چې د ۲۲ وژنو راپور پکې ورکړل شوی و، د قتلونو زیاتوالی ښیي؛ مګر د وري د میاشتې په پرتله شمېر کم دی. د ۱۴۰۴ کال د وري په میاشت کې اطلاعات روز ورځپاڼې لږ تر لږه د ۵۹ وژنو راپور ورکړی دی.

د تېرو څلورو میاشتو د قتلونو د اوسط شمېر له مخې، په اوسط ډول هره میاشت لږ تر لږه ۴۷.۷۵ کسان وژل شوي دي – یعنې د تېرو څلورو میاشتو پر مهال په افغانستان کې په اوسط ډول هره میاشت ۴۰ کسان وژل شوي دي.

پېښو شویو مواردو ته په کتو لکه څنګه چې د چنګاښ میاشتې له پېښو هم ښکاري د ځینو وژنو انګېزې مرګونې نښتې، وسله والې غلاوې او کورنی تاوتریخوالي دي. همداراز ځینې نورې بیا مرموزې وژنې او د جسدونو موندل کېدل دي. طالبانو هم ځینې کسان د غلا او نورو جرمونو په تور وژلي دي. د یادولو وړ ده چې د تېرو څلورو میاشتو پر مهال په شویو وژنو کې د طالبانو غړي هم شامل دي.

داسې ښکاري چې د امنیت په اړه د طالبانو ادعا د خپلو بریدونو تر نه کولو او د داعش ډلې د بریدونو تر کمېدو پورې محدوده ده. مګر اوس چې دا ډله د یوه حکومت په کچه کې ده، نو نه یوازې د تاوتریخوالي په مهارولو او شخړو ته په رسیدګۍ کې بریالۍ نه ده، بلکې چلند یې پوښتنه پاروونکی او شکمن دی.