close

کندهار کې د تیلو پر کاروبار د طالبانو محدودیتونه؛ واړه کاروباریان د بېکارۍ له ګواښ سره مخ دي

له کله نه چې طالبانو پر افغانستان ولکه ټینګه کړې، له یوې خوا د خلکو اقتصادي وضعیت خراب شوی، خو بل لوري ته بیا دغې ډلې د خلکو پر ژوند او کاروبار ګڼ محدودیتونه وضعه کړي، چې له امله یې عام خلک د ورځني عاید په پیدا کولو کې له ستونزو سره مخامخ دي. کندهار چې د طالبانو مهم مرکز بلل کېږي، د دغو بندیزونو ښکاره بیلګې پکې له ورایه ښکاري او تازه د دغه ولایت د بازارونو په کوچنیو هټیو کې د تیلو پر پلور بندیز لګول شوی، چې د سلګونو کاروباریانو ژوند یې اغېزمن کړی دی.

په دې ولایت کې د کوچنیو هټیو تیل پلورونکي وايي، چې دوی ته د طالبانو د انحصاراتو ریاست خبرداری ورکړی، چې خپل دوکانونه وتړي او د تیلو کاروبار بس کړي. د دوی په وینا، دا اقدام د تیلو پمپونو د اتحادیې په غوښتنه شوی، چې هدف یې د تیلو بازار محدودول او کنټرولول دي. خو دا پرېکړه د کوچنیو کاروبارونو پر وړاندې لوی خنډ بلل کېږي، چې ښايي د بېکارۍ کچه نوره هم لوړه کړي.

د کندهار ښار د غازي پارک سره د تیلو یو پلورونکی عبدالحمید وایي، چې د طالبانو دغه پرېکړه د دوی پر ژوند مستقیمه اغېزه کړې او زیاتوي «موږ په دغه کاروبار خپل بچیانو ته یوه ګوله ډوډۍ پرابرول، خو اوس چې طالبانو دغه پریکړه کړې زموږ کاروبار ورسره خراب شوی او یوازې څو ورځې وخت لرو چې باید خپل کاروبار پریږدو».

د ده په وینا، چې د طالبانو د انحصاراتو د ریاست دا پرېکړه د تیلو د لویو پمپونو د مالکینو په ګټه ده، خو د کوچنیو کاروباریانو کاروبار یې خراب کړی دی. هغه وړاندیز کوي، چې طالبان باید د دې پرېکړې پر ځای د تیلو د کیفیت د ښه کولو او د بازار د انحصار د مخنیوي لپاره کار وکړي.

بل کاروباري محمد رحیم، چې له تېرو درېیو کلونو راهیسې د تیلو کاروبار کوي په دې اړه وویل: «د ښار په یوه پمپ کي اصلي سوپر تیل نه شې پیدا کولای، هم یې کیفیت صفر دی او هم یې نرخونه لوړ دي، موږ خپل مشتریانو ته ښه کیفیت تیل راوړو چې قیمت یې هم ارزانه دی، که دا کاروبار بند شي، نو نه یوازې دا چې موږ به بېکاره شو، بلکې زموږ مشتریان به هم د ستونزو سره مخ شي.»

دغه کاروباریان په دې باور دي، چې په ازاد بازار کې باید د انحصار مخه ونیول شي او د کوچنیو کاروبارونو د پراختیا لپاره دې شرایط برابر شي.

کندهار ته بوتلي تیل له ایران څخه په قاچاقي ډول راوړل کېږي، چې پیریدونکي یې وایي، کیفیت یې ښه او قیمت یې هم ښکته دی

د کندهار ځوانان، چې ډېری یې د بېکارۍ له امله له اقتصادي ستونزو سره مخ دي، د طالبانو د دې پرېکړې له امله سخت اندېښمن دي او وایي، چې دغه ډله باید د بېکارۍ د کمولو او د کوچنیو کاروبارونو د ملاتړ لپاره کار وکړي، نه دا چې د دوی کاروبارونه وتړي. 

د دې ښار اوسیدونکی ۲۴ کلن احمد چې د بوتلي تیلو په پلورلو بوخت دی، وايي: «زه د ډیرو کلونو څخه بېکاره وم، بل کار نه وو، اوس د نیمروز څخه تیل راوړم دغلته یې خرڅوم دومره ګټم چې د کور خرچه مې شي، طالبانو اوس تازه خبر راکړی چې دغه کاروبار پریږدئ، اوس حیران یو چې کومې خواته مخ کړو، په ټول ښار کې یوه خواري نشته.»

ورته مهال کندهار کې د طالبانو د انحصاراتو د ریاست یوه کارکوونکي د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ته وویل، چې دوی د تیلو د پمپونو د اتحادیې په غوښتنه د بوتلي او کوچنیو هټیو کې د تیلو پلور په دې موخه بند کړی، ترڅو د پمپونو کاروبار ښه او د دوی حکومت ته ډیره مالیه جمع شي.

دغه کارکونکي وویل: «د تیلو پمپونه د هر لیټر تیلو په سر یوه افغانۍ د انحصاراتو ریاست، یوه افغانۍ د نفت او ګازو ریاست، یوه افغانۍ سټنډرډ او نورم ملي ادارې او یوه افغانۍ د ګمرک د تعرفې په نوم مالیه ورکوي، خو بوتلي تیل پلورونکي له دې مالیاتو څخه خلاص دي، چې دا د پمپونو لپاره ناعادلانه رقابت رامنځته کوي.»

د سرچینې په وینا، چې دوی هڅه کړې د پمپونو د تیلو کیفیت کنټرول کړي، خو تر اوسه په دې برخه کې بریالي شوي نه دي. 

خو، د تیلو هټۍوال دا دلیل ناعادلانه بولي او وایي، چې اصلي ستونزه د تیلو د کیفیت نشتوالی دی، چې د تیلو پمپونو والا دغې برخې پام نه کوي او له همدې کبله مشتریان نه ورځي.

په عین حال کې موټر چلوونکي هم وایي، چې پمپونو کې تیل خام، بې‌کیفیته او آن له اوبو سره ګډ وي، چې د موټرونو ماشینونه خرابوي او له همدې امله خلکو بوتلي تیلو ته مخه کړې، چې له ایران څخه د هلمند، فراه او نیمروز له لارو راوړل کېږي او نسبتا ښه کیفیت لري.

کندهار کې د بوتلي تیلو پلورونکي وایي، چې په ورځني ډول له ۲۰۰ تر ۵۰۰ لیټره تیل پلوري او ورځنی عاید یې د ۳۰۰ تر ۵۰۰ افغانیو پورې وي، چې په خبره یې دا عاید که څه هم کم دی، خو د ژوند لومړنۍ اړتیاوې یې پوره کوي.

سپین ږیری نعمت‌الله اکا چې د کندهار میرویس نیکه سیمه کې د تیلو هټۍ لري، وایي: «زما درې زامن په همدې کاروبار کې را سره دي. د ورځې کله ۲۰۰ کله ۳۰۰ لیټره خرڅ کړو، په یوه لیټر کې دوې افغانۍ ګټه کوو، چې الحمدالله زموږ د کور مصرف ښه سم باسي.»

کندهار کې تیل پلورنکي وایي، چې طالبان باید د تیلو کیفیت ته پام وکړي، نه داچې د خلکو کاروبارونه بند کړي

دغه راز کندهار کې د اقتصاد پوهنځي استاد صدیق الله ارغندیوال (مستعار) وایي، چې په ازاد بازار کې د انحصار مخه نیول بې ګټې کار دی او دا پالیسي چې یوازې پمپونه پاتې شي او کوچني کاروبارونه وتړي د ازاد اقتصاد له اصولو سره په ټکر کې ده او په خبره یې دولت مسوولیت لري چې کیفیت وڅاري، نه دا چې د خلکو کاروبارونه وتړي.

نوموړی زیاتوي: «که طالبان غواړي اقتصاد وده ورکړي، باید د خلکو کاروبار ته اسانتیاوې برابرې کړي، کوچینيو کاروبارونو ته رشد ورکړي هغه چې هر رقم کار وي، خو چې یو څو ځوانان پرې اخته شي نه دا چې موجوده کاروبارونه له منځه یوسي.»

په همدې ډول کندهار کې یو تن مدني فعال محمد ندیم افغانزی (مستعار) بیا په دې اړه وایي: «کوچني کاروبارونه د بېکارۍ مخنیوي لپاره حیاتي دي، که دا کوچني کاروبارونه بند شي، فقر به زیات شي او خلک به د جرمونو، نشه‌يي توکو پلور یا نورو هیوادونو ته قاچاقي تګ ته مخه کړي.»

دغه کارپوهان او فعالان په دې باور دي، چې د طالبانو پالیسۍ باید د کوچنیو کاروبارونو د ملاتړ او د بېکارۍ د کمولو په موخه وي، نه دا چې موجوده کاروبارونه له منځه یوسي.

په کندهار کې د طالبانو له لوري د تیلو پر کاروبار لګول شوي محدودیتونه د زرګونو کسانو دندې له خطر سره مخ کړي. تیل پلورونکي وایي، دا کاروبار نه یوازې د د دوی اقتصادي اړتیاوې پوره کوي، بلکې د پمپونو د بی‌کیفیته تیلو پر وړاندې د خلکو لپاره یوه بدیله لاره ده. دوی له طالبانو غواړي چې د بازار د انحصار پر ځای، د تیلو کیفیت ښه کړي او د کوچنیو کاروبارونو د ملاتړ لپاره جدي ګامونه پورته کړي.