اطلاعات روز: په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق ویلي چې د بامیانو د پنجاب ولسوالۍ له «رشک» کلي څخه د اوسېدونکو جبري کډوالي «ښکاره ظلم» دی او په کلکه یې غندي.
ښاغلي فایق نن (چهارشنبه، ۸ د زمري) پر خپله ایکس پاڼه لیکلي: «د بامیان ولایت د پنجاب ولسوالۍ د اوسېدونکو جبري کډوالي او د کوچیانو په ګټه یې د کورونو او ځمکو غصب نه یوازې د مالکیت د حق او انساني کرامت ښکاره نقض دی، بلکې د اسلام له لارښوونو، د ټولنیز عدالت له اصولو او د بشري حقونو په برخه کې له نړیوالو تعهداتو سره په ټکر کې دي.»
ده ویلي: «اسلام مشروع مالکیت محترم بللی او ظلم، جبر او د خلګو د مالونو غیر قانوني تصرف یې په سختۍ منع کړی دی. هیڅ فرد یا ډله حتا د دولت په نوم هم حق نه لري چې د خلګو کور او ځمکه د مشروع محکمو له پرېکړې او د معادل قیمت له ورکړې پرته په زور تصرف او نورو ته یې توزیع کړي.»
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست ویلي چې د افغانستان له وګړو سره د طالبانو تبعیضي چلند په ځانګړې توګه د کوچیانو د مېشتولو په برخه کې نه یوازې د عدالت نقضوونکی دی، بلکې قومي درځونه، بې باوري او د خلګو تر منځ یې د دښمنۍ او تفرقې فضا زیاته کړې ده.
فایق ویلي چې «بې له شکه چې کوچیان د افغانستان د ملت برخه دي او باید د نورو وګړو په څېر ورته د قانون، عدالت او د سیمې له اوسېدونکو سره په مشوره د ژوند کولو زمینه برابره شي، نه د زور، ګواښ او قومي اړخ نیونې پر اساس.»
ده ویلي چې د یوه مشروع، قانونمند او ځواب ویونکي حکومت په نشتون کې داسې پرېکړې نه یوازې غیر قانوني او غیر مشروع دي بلکې په ټولنه کې د تشنج، بې ثباتۍ او شخړې خطر زیاتوي.
ښاغلي فایق همدا راز ویلي: «د طالبانو ویاند چې په بامیانو کې محرومو وګړو ته د سرپناه د جوړولو ژمنه کړې وه، نن څرنګه د محرومو خلګو کورونه او ځمکې مصادره کوي؟ که د رغونې وس نه لرئ، حد اقل د خلګو کور او ځمکه خو مه ترې اخلئ.»
طالبانو د کوچیانو په ګټه د یوې حقوقي پرېکړي تر کولو وروسته دوې ورځې وړاندې د بامیانو د پنجاب ولسوالۍ په «رشک» کلي کې ۲۵ کورنیو ته امر وکړ چې له سیمې کډه شي.
ځایي سرچینو اطلاعات روز ورځپاڼې ته ویلي چې د طالبانو پلاوی له کوچیانو سره یو ځای دې کلي ته راغلی او د خلګو توکي یې له کورونو دباندې غورځولي او کورونو یې قلف کړي دي.
د طالبانو د دې اقدام په وړاندې هیوادوالو او مدني فعالانو پراخ غبرګون ښوولی او دا یې د هزاره ګرانو د ځمکې د غصب او د هغوی د جبري کډوالۍ سیاست ګڼلی دی.