close

طالبان او په هزاره جاتو کې د ځمکې د تصرف سیاست؛ کوچیان همېشه پر حق ګڼل کېږي

جلیل رونق

پنځه لسیزې مخکې (۱۳۵۲ لمریز کال) کوچیانو د بامیانو ولایت د پنجاب ولسوالۍ د «پشته غرغري» سیمې د هزاره مېشت کلي «رشک» د ملکیت دعوه وکړه. هغه وخت له ځایي اوسېدونکو د «محمد عوض» په نوم یو ځوان د کوچیانو پر وړاندې ودرېد. کوچیانو هغه د شپې له خپل کور څخه وتښتاوه او بې درکه یې کړ. د ۵۱ کلونو تر تېرېدو وروسته دوه کوچیان د محمدعوض له «ابرا نامې» سره بیا را وګرځېدل او د تیر کال په زمري میاشت (۱۴۰۳ لمریز) کې یې دعوه له سره پیل کړه. طالبانو دا دعوه د کوچیانو په ګټه حل کړې ده. تر دې وړاندې د ۱۴۰۱ لمریز کال په غبرګولي میاشت کې دوو نورو کوچیانو هم د رشک د ځمکې د ملکیت دعوه کړې وه. طالبانو د هغوی دعوه هم حق بللې وه.

په تازه پېښه کې په پنجاب ولسوالۍ کې د طالبانو د حقوقو مدیریت ځایي خلکو ته امر کړی چې تر دعوې لاندې ځمکه دې له «مزاحمت» او «ممانعت» پرته کوچیانو ته وسپاري. د دوشنبې په ورځ، د ۱۴۰۴ لمریز کال د زمري میاشتې پر ۶ نېټه، طالبانو او کوچیانو پر رشک هجوم ور ووړ او د کلي د اوسېدونکو په وړاندې یې د هغوی د کورونو دروازې وتړلې.

د طالبانو حکومت له ډېرې مودې راهیسې په مرکزي سیمو کې د «حقوقي دعوو» تر پوښ لاندې د ځمکو د تصرف سیاست پر مخ وړي. طالبان دا کار د کوچیانو او ځایي خلکو ترمنځ د حقوقي شخړو له لارې ترسره کوي. د دې تګلارې له مخې معمولاً کوچیان دعوه کوي چې د دې/هغې سیمې اوسېدونکو څو لسیزې وړاندې د کوچیانو څړځایونه غصب کړي او باید بیرته ور وسپارل شي. پرته له کومې استثنا د طالبانو محاکم دا دعوې برحق ګڼي او ځایي خلکو – هزاره‌ ګارنو – ته امر کوي چې خپل کورونه او ځمکې پرېږدي.

د هزاره جاتو په مرکزي نقطه کې د کوچیانو حضور

د بامیانو ولایت پنجاب او ورس ولسوالۍ د هزاره‌جاتو تر ټولو مرکزي سیمې ګڼل کېږي. کوچیانو له دې سیمو څخه د تېرېدو پر وخت د نورو سیمو پرتله دلته ډېر لږ وخت تېر کړی دی. پر هزاره جات د عبدالرحمان خان تر یرغل او د هزاره ګانو تر عام وژنې وروسته چې په دې یرغلیزو لښکرو کې پښتانه کوچیان هم وو، کوچیانو وکولای شول چې د هزاره جاتو څړځایونو ته لاسرسی پیدا کړي. تر دې وروسته د تېرې یوه نیمې پېړۍ پر مهال چې کوچیانو هر وخت هزاره جاتو پر لور حرکت کړی، له هزاره ګانو سره په نښتو اوښتي.

په دې سیمو کې د شخړو یو لامل پر هغو معاملاتو د کوچیانو تسلط دی چې ځایي خلک (ځایي اوسېدونکي) یې له کوچیانو سره لري.کوچیانو د هزاره‌جاتو پر څړځایونو د واک په ترلاسه کولو سره په دې سیمه کې د سوداګرۍ چارې هم تر خپل انحصار لاندې راوستې دي؛ هغه اقدام چې د ډنمارکي قوم‌پېژندونکي او تاریخپوه کلاوس فردیناند په وینا کوچیانو ته یې تر «۲۰۰ سلنه» زیات ګټه وکړه او هزاره‌ ګان یې ګرو کړل. د هزاره جاتو د څړځایونو پر سر شخړې او له کوچیانو د هزاره‌ ګانو مالي پورونه وخت پر وخت په هزاره جاتو کې د خونړیو شخړو او پراخو دعوو لامل شوي دي. د افغانستان د مرکزي او په ځانګړي ډول قومي حکومتونو ملاتړ دا وضعیت لا شدید کړی دی. په تېرو نږدې څلورو کلونو کې چې طالبان بېرته واک ته رسېدلي او دې ډلې د بامیانو په شمول د هیواد په بېلابېلو برخو کې د کوچیانو غوڅ ملاتړ کړی، په ترڅ کې یې پر سیمه‌ییزو اوسېدونکو د کوچیانو اراده او غوښتنې تحمیل شوې دي.

په پنجاب ولسوالۍ کې کوچیانو د ۱۳۵۲ لمریز کال پر مهال د رشک کلي د ملکیت دعوه کړې ده. وروسته د ۱۳۷۸ لمریز کال پر مهال کوچیان بیا پشته غرغري او رشک ته راغلل او د طالبانو په زور یې د خلکو مالونه «چور» کړل. کوچیان د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ تر نسکورېدو وروسته ۲۳ کاله وروسته په لومړي ځل د ۱۴۰۱ لمریز کال په پسرلي کې بامیانو ته بېرته راوګرځېدل.

د لوګر د کوچیانو د ملکیت دعوه

په تېرو نږدې څلورو کلونو کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال، کوچیانو تر دې دمه دوه ځلې د رشک د ځمکې د ملکیت دعوه کړې. د ۱۴۰۱ د غبرګولي میاشتې پر ۲۳مه نېټه د «تاتا» او «یاگل» په نوم دوو کوچیانو د طالبانو تر کنټرول لاندې پنجاب ولسوالۍ کې دعوه وکړه او له دوو ځایي اوسېدونکو څخه یې د ۴۳ کلونو کرایې غوښتنه وکړه. د هغوی د عریضې یوه کاپي اطلاعات روز ورځپاڼې ته هم رسیدلې او پکې مدعي علیهم د «محمد» او «عبدالله» په نومونو یاد شوي او د رشک اصلي او فعلي اوسېدونکي ګڼل شوي دي. د عریضې له مخې، د دعوه کوونکو د استوګنې اصلي ځای د لوګر ولایت چرخ ولسوالي او اوسنی استوګنځای یې د کابل بګرامي سیمه ښوول شوې. کوچیان دعوه کوي چې چې محمد او عبدالله د کوچیانو «درې خورده (معادل د ۱۲ چروک) موروثي ځمکه» له ۴۳ کلونو راهیسې لاندې کړې ده. د هغوی د ادعا له مخې، دا ځمکه د دوی نیکونو له بل کوچي حضرت‌محمد څخه اخیستې ده. په پنجاب کې د طالبانو ولسوال هم د دې ډلې امنیې قومندان ته امر کوي چې د کوچیانو شکایت ته “رسیدګي” وکړي. ورپسې د طالبانو ځواکونه محمد او عبدالله جلب او شخړه په پنجاب کې د ځایانو او کوچیانو تر منځ د طالبانو د شخړې د حل کمیسیون ته سپاري. تر ابتدایي ارزونې وروسته د دواړو اړخونو دعوه د دې کمیسیون له لوري په بامیانو کې د ځایانو او کوچیانو تر منځ د طالبانو د شخړو د حل ولایتي کمیسیون ته راجع کېږي.

د طالبانو په دویم ځل واکمنۍ کې د کوچیانو لومړۍ عریضه/ انځور سرچینې اطلاعات روز ته لېږلی

طالبانو د کوچيانو او ځایانو تر منځ د شخړو د حل ولايتي کمېسيون په بامیان کې د ۱۴۰۱ په غوایي مياشت کې جوړ کړ. د طالبانو والي عبدالله سرحدي هغه مهال وويل چې دا کمېسيونونه د کوچيانو او ځایي خلکو تر منځ د ټولنيزو ستونزو او د کوچیانو او ځایي اوسېدونکو تر منځ د شخړو د حل مسووليت لري. د ۱۴۰۱ د غبرګولي پر ۱۶مه، د طالبانو د سرحدونو، اقوامو او قبایلو وزیر نورالله نوري د کوچيانو او هزاره‌ګانو تر منځ د شخړې د حل لپاره د يو پلاوي په مشرۍ باميان ته لاړ. نوموړي له کوچيانو او هزاره‌ګانو سره په يوه ناسته کې وويل چې طالبان حق حقدار ته سپاري او د دې ډلې په واکمنۍ کې د «اهل ذمه» او «نورو اقليتونو» حقوق خوندي دي. د طالبانو د استخباراتو مرستیال رحمت‌الله نجيب په دې ناسته کې وويل چې دا شخړې بايد د طالبانو له لارې حل شي؛ «هيڅوک بايد په خپله خوښه او زور سره د خپل حق د ترلاسه کولو هڅه ونه‌کړي.» راتلونکې مياشت (سرطان ۱۴۰۱) د طالبانو کابینې اعلان وکړ چې په باميانو کې د کوچيانو او هزاره‌ګانو د شخړو د حل کمېسيون غړي ۲۰ تنو ته زيات شوي. سرچینو هغه وخت وويل چې په دې کمېسيون کې ۷ تنه هزاره‌ګان، ۱۲ تنه کوچيان او يو تن په بامیانو کې میشت پښتون شامل دي. د کوچيانو یو دعوه کوونکی (تاتا) هم د دې کمېسيون غړيتوب درلود. دا کمېسيون د ۱۴۰۱ په ژمي پرته له دې چې د کوچيانو او د رشک د اوسېدونکو ترمنځ دعوه حل کړي، معطل کړل شو.

د ۱۴۰۲ د پسرلي په لومړیو کې عبدالله سرحدي د رشک دوه تنه اوسېدونکي محمد غلامی او عوض دانش خپل دفتر ته راغواړي. نوموړی د طالبانو د ۱۴۰۱ کال پر مهال د کوچیانو او هزاره ګانو تر منځ د شخړو د حل کمېسيون له مرستيال ناظر حسین جعفري څخه غواړي چې په رشک کې د کوچیانو د دعوې په تړاو دې د دې کمیسیون راپور وړاندې کړي. په راپور کې هېڅ لوری ګټونکی نه اعلانېږي او ويل شوي و چې هم هزاره‌ګان د رشک اصلي اوسېدونکي دي او هم کوچيانو د ځمکې د پېرلو اسناد لري؛ خو ناطرحسین جعفري د پلورونکي د هويت نه‌روښانوالی د کمیسيون د کار اصلي ستونزه بولي. د بامیانو لپاره د طالبانو والي محمد او عوض ته وایي چې رشک کوچيانو ته وسپاري او په خپله دې د دې ډلې په محکمه کې بیرته د حق غوښتنې دعوه وکړي. د هغه په وینا، که دوی په محکمه کې دعوه وګټي، کوچیان به یې ورته ځمکې او کورونه بیرته ور پرېږدي. محمد او عوض له سرحدي د مهلت غوښتنه کوي، تر څو د رشک له نورو اوسېدونکو سره مشوره وکړي. هغوی په يوه ټوليزه پرېکړه کې د بامیانو لپاره د طالبانو د والي دا غوښتنه ردوي. په عین مهال کې طالبان د کوچيانو او ځایانو ترمنځ د شخړو د حل کمیسيون د نويو غړو په ور اضافه کولو سره بیا جوړوي. سرحدي له کمېسيون څخه وغوښتل چې دعوه د کوچيانو په ګټه فيصله کړي. دعوه کوونکي کوچيان هم په دې وخت کې د تعطیل شوي کمیسیون په ادرس په خپله ګته یوه پرېکړه تیاروي. دا پرېکړه د نوي کمېسيون په لومړۍ ناسته کې د هزاره غړو له لوري ردېږي. تر دې وروسته د رشک اوسېدونکي له دې کمیسیون څخه د طالبانو محکمې ته د دعوې د انتقال غوښتنه کوي. په غبرګون کې یې عبدالله سرحدي د ۱۴۰۲ د غبرګولي پر ۲۷مه، د رشک څلور تنه اوسېدونکي خپل دفتر ته را غواړي. نوموړي له هغوی وغوښتل چې محکمې ته د دعوې له وړلو تېر شي تر دعوې لاندې ځمکه کوچیانو ته وسپاري خو هغوی له دې اقدام سره د رشک د اوسېدونکو مخالفت بیانوي. مګر سرحدي په «تند غږ» وایي چې د رشک خلک «وخت ضایع کوي» او طالبانو ته یې «پرته له زندانه بله لاره نه ده پرېيښې.» د هغه په امر دا درې تنه نیول کېږي او درې ورځې وروسته د پنجاب د متنفذینو په ضمانت خوشې شوي کېږي. د ۱۴۰۲ د سرطان په پای کې دا کسان کابل ته ولاړل او د طالبانو په محکمه کې د دې کمیسیون له یو اړخیزو پرېکړو او د د حقوقي دعوو د کولو په تړاو د هغه له نه صلاحیت څخه شکایت وکړ. دې محکمې هم د زمري پر۱۰مه، مرافعې محکمې او مرافعې محکمې په پنجاب کې د طالبانو ابتدایي محکمې ته امر وکړ چې د رشک د اوسېدونکو غوښتنې ته دې په «اصولي او قانوني توګه» رسیدګي وشي.

د رشک یوه سیمه/ انځور: لېږل شوی

د دې حکم سربېره د ۱۴۰۲ د زمري پر ۱۲مه، د کوچيانو او ځایانو تر منځ د شخړو د حل د کمیسيون او د اقوامو، سرحدونو او قبایلو آمريت يوه ډله د دعوې د حل لپاره د رشک ګاونډي کلي «جوی‌حوض» ته ولاړه. د دوی موخه دا وه چې ځمکه کوچيانو ته وسپاري، خو د دعوې مقابل طرف دا ونه‌منله او د محکمې له لارې یې د حل غوښتنه يې وکړه. د غونډې له یوې برخې په ثبت شوې ویډیو کې چې اطلاعات روز ته رسیدلې، یو کس وايي چې کمېسيون د سیمې له لیدنې پرته دعوه د کوچيانو په ګټه په غير عادلانه توګه فیصله کړې؛ «تاسو غواړئ زما څو سوه کلنه موروثي ځمکه کوچي ته وسپارئ. دا په اخلاقي، وجداني او ایماني توګه سم کار نه دی.» تر دې وروسته طالبانو د رشک څلور تنه اوسېدونکي په پنجاب کې ونیول او بندیان یې کړل. درې ورځې وروسته د طالبانو والي د باميانو مرکز ته د هغوی د انتقال امر ورکړ. د والي په دفتر کې له دوی غوښتنه وشوه چې د رشک د ځمکې د ملکيت اسناد دفتر ته وسپاري او د اسنادو تر سپارلو وروسته به هغوی له بنده خوشي شي. د ۱۴۰۲ د وږي په ۲مه، یو ځل بیا د کوچيانو او ځایانو تر منځ د شخړو د حل کمېسیون پلاوی د رشک سیمې ته لاړ تر څو دعوه بیا وڅېړي. دوی دا ځل له څلورو کوچيانو او د ګاونډیو کلیو له ۲۰ تنو اوسېدونکو شاهدي وغوښته. ټولو ۲۰ تنو د کوچيانو دا ادعا رد کړه چې ګواکي دوی د رشک ځمکه رانیولې ده. له څلورو کوچي شاهدانو څخه یوه یې بې‌ خبري وښوده او نورو درو تنو وویل چې کوچيان په سیمه کې یوازې د څرونې لپاره موجود وو. کله چې د کمېسیون راپور بشپړ شو، عبدالله سرحدي د هغه د علني کېدو مخنیوی وکړ او ټول رسمي اسناد لکه «مکاتیب» او «استعلامات» یې له ځان سره وساتل. وروسته يې د کمېسيون له غړو وغوښتل چې د ۱۴۰۱ کال د کمیسیون فیصله وروستۍ کړي. د کمیسیون هزاره‌ غړو له دې غوښتنې سره مخالفت وکړ او له کمېسيونه ووتل. د دوی له وتو سره کمېسیون هم ړنګ شو. تر دې وروسته د ۱۴۰۲ د وږي پر ۲۰مه، عبدالله سرحدي د رشک دوه اوسېدونکي خپل دفتر ته راوغوښتل او ترې ویې غوښتل چې کوچيانو ته د ځمکې د سپارلو «اقرارخط» ورکړي خو دوی له دې کاره انکار وکړ. سرحدي هغوی بندیان کړل. شپږو ورځې وروسته چې هېڅ یو یې هم د اقرارخط ورکړې ته حاضر نشو، هغوی له بند څخه خوشې شول. تر دې وروسته د ۱۴۰۲ کال د تلې پر ۱۱مه، د طالبانو د امنيې قوماندانۍ ځواکونو په پنجاب کې پر رشک او شاوخوا کلیو هجوم ور ووړ، تر څو د ۱۴۰۱ کال د کمېسيون د فیصلې پر اساس د خلکو «ګوتې» واخلي او فيصله نهايي اعلان کړي خو خلکو له دې کاره ډډه وکړه او ځنې وتښتېدل. هماغه ورځ طالبانو ۸ تنه ونیول او په زور یې ترې ګوتې واخیستې.

تر دې وروسته د سیمې خلک یو ځل بیا کابل ته ولاړل او د طالبانو له سترې محکمې څخه یې «امر» واخیست چې د کوچیانو او ځایانو تر منځ د شخړو د حل د کمیسیون د پرېکړي په شمول ټولې حقوقي دوسیې دې محکمې ته انتقال کړي. هم‌مهاله، دوی د عبدالله سرحدي پر ضد شکایت هم ثبت کړ. په دې لړ کې طالبانو د کمېسیون د فیصلې له تطبیق څخه ډډه وکړه. په پنجاب کې د طالبانو ابتدایي محکمې هم د دعوې څېړنه پیل کړه او تر دوو میاشتو وروسته فیصله د دعوه کوونکو کوچیانو په ګټه فیصله کوي. د رشک اوسېدونکو د استیناف غوښتنه وکړه، فیصله نقض شوه او په بامیان ښار کې د طالبانو مرافعې محکمې د پنجاب ابتدایي محکمې ته بیرته مسترده کړه. تر دې وروسته کوچي دعوه ګیرو هم د موضوع له تعقیبه لاس واخیست.

د پکتیا د کوچیانو دعوه

تر هغه وروسته چې د لوګر د کوچيانو او د رشک د اوسېدونکو تر منځ دعوه خاموشه شوه، دوو کوچیانو چې د پکتیا اصلي اوسېدونکي وو، د ۱۴۰۳ کال د زمري پر ۱۸ په پنجاب کې د طالبانو په ابتداییه محکمه کې دعوه وکړه. د دې دوو کسانو نومونه «اول ګل» د «خیالي» زوی او «وردک» د «امان» زوی وو. د دوی د عريضې او دعوې په متن کې چې کاپي یې اطلاعات روز ته رسیدلې، ۱۷ تنه پکې د دعوې طرف بلل شوي او په دې کې عوض، محمدعلي، عبدالله، اسد، علي‌داد، حاجي‌محمد، انور، نعيم، محمدعلي، نعمت، رمضان، عیسی، موسی، علي‌احمد، قربان، يوسف او جاوید شامل دي. په عريضه کې دعوه شوې چې دې کسانو د دوی «موروثي» او «اجدادي» ځمکې غصب کړې دي، خو د دعوې په شرحه کې دا ځمکه «زرخرید» بلل شوې. هر دعوه کوونکي د يو نيم چروک ځمکې د ملکيت دعوه کړې. دوی ادعا کړې چې د ۱۳۹۱ د سرطان پر ۲مه، هزاره‌ګانو دا ځمکه «په زور، جبر او ظلم» غصب کړې. د ادعا د اثبات لپاره کوچيانو څلور سندونه وړاندې کړي. د ۱۳۳۷ د زمري میاشتې شرعي قباله، د ۱۳۴۹ د چنګاښ میاشتې د تقسيم‌ شرعي خط، د محمد عوض په نوم د «ابرا شرعي خط» او د ۱۴۰۱ د کوچيانو او ځایانو تر منځ د شخړو د حل کمېسیون فیصله د اسنادو په توګه یاد شوي.

د کوچيانو له‌ خوا چې د ۱۳۳۷ کومه شرعي قباله خط د دعوې د اثبات په توګه وړاندې شوی، د رشک د ځمکې پر سر د درو کوچیانو تر منځ دی. په دې کې پلورونکی «حضرت‌محمدخان» کوچی او د غرغره اوسېدونکی ښودل شوی او پیرودونکي «شاګل» او «نوازخان» ښوول شوي. د سند له مخې، پلورل شوې ځمکه هم پنځه دفتره (۸۰ چروک) یاده شوې. په عین مهال کې په دې سند کې پر پخوانیو اسنادو یا هم د پخوانیو پلورونکو پر هویت هیڅ استناد نه دی شوی. د رشک اوسېدونکو د طالبانو محکمې ته د مالیې اسناد وړاندې کړل چې د غرغره او رشک اړوند د ۱۳۱۷ او ۱۳۴۳ کلونو دي او د ۱۳۲۶ او ۱۳۲۹ کلونو د ځمکې د دوو معاملاتو اسناد یې هم هم وړاندې کړل؛ د دې مطلب دادی چې د دوی اسناد د کوچیانو تر اسنادو شل کاله پخواني دي. د ۱۳۱۷ کال اسناد ښيي چې يو تن غلام‌حيدر دولت ته مالیه ورکړې او د «مالیې ټکټ» يې تر لاسه کړی. د ۱۳۴۳ کال سند د د غلام حیدر د زوی علي‌محمد په نوم دی صادر شوی دی. اوس هم د علي‌محمد درې لمسيان د کوچيانو د دعوې طرف دي. په ۱۳۲۶ کال کې هم سروربیګ د دایزنګي ابتدائیه محکمې له لارې د خپل شخصي ملکيت یوه ونډه «مشاع» پر موسی نومي هزاره پلوري. تر دې درې کاله وروسته، سروربیګ سيد ميرزا ته د ځمکې د پلور عرفي سند هم ورکوي.

د ۱۳۱۷ کال پر مهال د هزاره ګانو له خوا د ځمکې د رانیولو لومړی سند / انځور: لېږل شوی

د ۱۳۴۹ لمریز کال په شرعي تقسیم خط کې چې کوچیانو دا د سند په توګه وړاندې کړی، د ۲۷ کسانو نومونه د رشک د ځمکې د شریکانو په توګه یاد شوي دي خو د سیمې هزاره‌ګان په بامیانو کې د طالبانو د استیناف محکمې په محکمه کې د دې دعوې د رد لپاره درې دلایل وړاندې کړي. د دوی استدلال دا و چې یوه دعوه کوونکي سره له دې چې ابتدائیه محکمې یې په ګټه فیصله کړې وه، خو خپل ملکیت یې له درو چروکو څلور دفترونو ته (۶۴ چروک) لوړ کړی. دوی دغه تناقض د دعوې د باطلېدو لامل ګڼلی. همداراز، د مدعی بها په زیاتوالي سره دعووه کوونکو د ځمکې د ضیاع په اړه هیڅ سند نه دی وړاندې کړی او د دعوه کوونکو شمېر هم نه دی زیات شوی.

پر دې سربېره، د طالبانو ابتدائیې او استیناف محکمو هغه ابراءنامه هم منلې چې کوچیانو د محمدعوض له خوا راوړې وه. په دې ابراءنامه کې لیکل شوي چې نوموړی د وکیل په توګه «عام و تام» اختیار لري تر څو سکینې (مور یې) او نیکبخت (مېرمنه یې) ته د رشک د نیم کور ځمکه ورکړي. ښکېل منابع تاییدوي چې کوچیانو دا ابراءنامه جعلي جوړه کړې ده؛ «د تذکرې شمېره چې په ابراءنامه کې لیکل شوې، د عوض نه ده. د هغه تذکره له وارثانو سره شته.» د ابراءنامې نېټه ۱۳۵۰ کال ښوول شوی خو شاوخوا شل کوچیان په ۱۳۵۲ کال پر سیمه یرغل وکړ او محمد عوض چې د دوی په مقابل کې ولاړ و، دشپې مهال یې له خپل کور څخه بوت. د اکبر خان نرګس په شمول چې د ولسي جرګې په دوولسمه او دیارلسمه دوره کې د بامیانو د خلګو استازی پاتې شوی، د سیمې د خلګو هڅو له کوچیانو د محمد عوض د خوشي کېدو لپاره کومه ګټه نه ده کړې. کوچیانو یې تر اوسه مړی نه دی تسلیم کړی او هغه ځای هم نه ښیي چېرته چې یې ښخ کړی دی.

د محمد عباس له خولې ابراء خط / انځور: اطلاعات روز ته لېږل شوی

کله چې کوچیان بیرته بامیان ته راوګرځېدل او طالبان بیا واک ته ورسېدل، د هغه خپلوانو د طالبانو په محکمه کې په ۱۴۰۱ کال کې د کوچیانو پر ضد دعوه وکړه. هغوی ادعا وکړه چې کوچیانو د عوض‌علي جسد سوځولی دی. کوچیان تر اوسه محکمې ته نه دې حاضر شوي، خو په پیل کې یې خلکو ته ویلي چې له هغه وخت څخه یوازې یو کوچی ژوندی دی، که د عوض‌علي خپلوان قصاص غواړي، دوی به اه کوچی د پشته غرغري سیمې خلکو ته وسپاري خو خلکو دا رد کړې ویې ویل چې له جعفري فقهې سره سم باید کوچیان ۷ میلیونه افغانۍ خون بها ورکړي. هغوی همداراز د کوچیانو له لوري د مالونو د لوټلو تاوان هم غوښتی. دا دعوه تر اوسه نه ده حل شوې.

تر دې سربېره، دوه کوچي دعوه کوونکي دا ادعا کوي چې تر دعوې لاندې ځمکه تر ۱۳۸۲ او ۱۳۹۱ کلونو پورې د دوی له واکه نه وه وتلې. حال دا چې کوچیان په لومړي ځل واک ته د طالبانو تر رسېدو وړاندې نه دې راغلي. همداراز، د سیمې اوسېدونکو د کوچیانو دعوه رد کړې او ویلي یې دي: «مدعی‌بها ځمکه له وختونو راپدېخوا له نیکونو او پلرونو موږ ته راپاتې او زموږ تر تصرف لاندې وه او هېڅکله زموږ له ملکیتي تصرفه نه ده وتلې.»

د رشک د اوسېدونکو اعتراض لیک / انځور: اطلاعات روز ته لېږل شوی

له کوچیانو د طالبانو څرګند ملاتړ

د کوچیانو د اسنادو له ردېدو، په مدعی بها او صورت دعوا کې د زیاتو تغییراتو له راتلو او د دعوې د مقابل لوري له اعتراض سره-سره د طالبانو ابتدائیه محکمې د دعوې تر اقامه کېدو نږدې لس میاشتې وروسته، د روان کال د جوزا پر شپږمه فیصله وکړه چې دعوه د کوچیانو په ګټه ده. دا فیصله چې د طالبانو د استیناف محکمې له خوا تایید شوې او یوه نسخه یې اطلاعات روز ورځپاڼې ته رسېدلې، په هغې کې د رشک پنځه دفتره ځمکه دوو کوچي دعوه کوونکو (اول‌گل او وردک) ته ورکړل شوې ده. په فیصلې کې راغلي چې محکمې دا پرېکړه د کوچیانو د «شرعي لاسوندونو» له مخې کړې ده. په عین مهال کې دې محکمې د سیمې تر اوسېدونکو زیاته ځمکه کوچیانو ته ورکړې. د تمیز غوښتنې په یوه عریضه کې ویل شوي: «پر ما محمدانور درې خورده ځمکه حکم شوې، حال دا چې زه په ذوالیدم کې یوازې یو نیم خورد ځمکه لرم.»

د رشک اوسېدونکو د دې فیصلې پر وړاندې اعتراض کړی. هغوی خپل اعتراض په بامیانو کې د طالبانو استیناف محکمې ته وسپاره او د دې محکمې تر ارزونې وروسته استیناف محکمه په پنجاب کې د طالبانو د ابتدایه محکمې پرېکړه نقض کوي. په دې توګه طالبان یو ځل بیا پرېکړه پنجاب ولسوالۍ ته لېږي. دا سرګرداني یو ځل بیا تکرار شوه. د منابعو د ادعا له مخې، درېیم ځل دا دوسیه بې‌ له هر ډول ارزونې، د بامیان د استیناف محکمې د رییس سید میرآغا هاشمي په امر مرکز ته راوغوښتل شوه. دې محکمې ټول اسناد دعوه کوونکي کوچي (اول‌گل) ته وسپارل. یوه نیمه میاشت مخکې (۲۴ د جوزا) د طالبانو استیناف محکمې د رشک د خلګو په غیاب کې د ابتدائیه محکمې فیصله تایید کړه.

د استیناف محکمې پرېکړه / انځور: اطلاعات روز ته لېږل شوی

۲۰ ورځې مخکې (۱۹ د چنګاښ) د طالبانو د پنجاب ولسوالۍ د حقوقو مدیریت د رشک خلکو ته امر وکړ چې تر دعوې لاندې ځمکه بې له «مزاحمت» او «ممانعت» څخه کوچیانو ته وسپاري. په هغه استعلام کې چې دې مدیریت خپور کړی، یوازې د درو کسانو نومونه یاد شوي: عوض، محمدعلي، او محمدانور. په پای کې طالبان او کوچیان دوې ورځې وړاندې رشک ته ننوتل او د د ښځو او ماشومانو په ګډون یې د سیمې خلک له خپلو کورونو وایستل. دا په داسې حال کې چې د رشک خلک د تمیز غوښتنه کړې وه او د طالبانو سترې محکمې د تمیز غوښتنې دا حکم مرافعې محکمې او هغې ابتدائیي محکمې ته رسولی و.

د طالبانو او کوچیانو یرغل

شاوخوا د ماسپښین دوې بجې کوچیانو او طالبان د رشک پر کلي یرغل وکړ. کله چې هلته ورسېدل، د طالبانو یو سرتېری د جومات بام ته وخوت او په لوړ غږ یې خلکو ته وویل چې خپل سامانونه را ټول کړي او کورونه پرېږدي.

بیا بېرته له بامه راکښته شو. له دوی سره د طالبانو پلاوی هم و او په دې کې مرستیال ولسوال اسدالله، د حقوقو مدیر همدرد او د طالبانو د املاکو مدیر امان امین‌یار هم شامل وو. د پلاوي غړي له کوچیانو سره یوځای کور په کور ګرځېدل. کوچیان ښځو او ماشومانو ته په قهر ویل چې خپل سامانونه ټول کړي او کورونه پرېږدي. شاوخوا ۱۵ کوچیانو چې دوه دعوه کوونکي (اول‌گل او وردک) هم پکې وو، په څلورو ساعتونو کې دننه د رشک ټول ۲۵ کورونه خالي کړل او دروازې یې وتړلې. په هغو ویډیوګانو کې چې «اطلاعات روز» ته رسېدلي، لیدل کېږي چې کوچیان له طالبانو سره کور په کور ګرځي. ښځې او ماشومان هم ښکاري چې خپل شیان لکه غالۍ، لوښي، جامې، بسترې او نور شیان د دېوال سیوري ته راټولوي.

کله چې کورونه خالي شول، د طالبانو پلاوي اعلان وکړ چې هېڅوک حق نه لري بېرته کورونو ته ورشي. کوچیانو هم اعلان وکړ چې هزاره‌ګان تر څو چې حاصلات ټولوي، کولی شي په خېمو کې پر ځمکه پاتې شي. طالبان او کوچیان تر څلورو ساعتونو وروسته له سیمې ولاړل. د دوی تر تلو وروسته ځینې نارینه هم بېرته راغلل. نارینه وو شپه په جومات او ښځو او ماشومانو په یوه قلف نه‌لرونکي کور کې تېره کړه. د کوچیانو او طالبانو له خوا د ځورونې وېره لا هم شته. په یوه ویډیو کې یو سړی وایي: «ایا دا د مسلمانۍ کار دی چې [کوچیان او طالبان] یې له هزاره ګانو سره کوي؟»