close

ننګرهار کې د کانال «نهر» ته د موټر لوېدو له امله دوه ماشومان مړه شوي

اطلاعات روز: ننګرهار کې طالب چارواکي وایي، چې د مرکز جلال اباد ښار اوومې ناحېې په مربوطاتو کې د کانال «نهر» ته د یو کرولا ډوله موټر د لوېدو له امله د دوو ماشومانو په ګډون درې کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند سید طیب حماد وایي، چې تېره ورځ (جمعه، ۱۰ د زمري) مازدیګر مهال جلال اباد ښار اوومې ناحېې اړوند سرحدي لېوا ته څېرمه یو کرولا موټر د ګړندي تګ له امله له سړک اوښتی او د کانال «نهر» ته لوېدلی، چې له امله یې دوه ماشومان مړه شوي او موټر چلوونکی ټپي شوی دی.

د هغه په خبره د یادو دوو ماشومانو جسدونه له نهر را اېستل شوي او روغتون ته لېږدول شوي، خو په وینا یې چې تر اوسه معلومه نه‌ده چې دې موټر کې څو کسان سپاره وو.

د ننګرهار امنیتي مسوولینو د یادې پېښې لامل د موټرچلوونکي بې‌احتیاطي او د سړک خرابوالی او تنګوالی په ګوته کړی دی.

په دې وروستیو کې ننګرهار او د هیواد په نورو ولایتونو کې ورته پېښې زیاتې شوي، چې تر ډېره یې لامل د موټرو چلوونکي بې‌احتیاطي، د سړکونو خرابوالی او له ترافیکي قوانینو سره د موټرچلوونکو نه بلدتیا ښودل شوي دي.