اطلاعات روز: پر ترهګرو ډلو د ملګرو ملتونو د امینت شورا د بندیزونو د شننې او څار ډلګۍ په خپل وروستي راپور کې ویلي چې طالبانو لا هم د القاعدې او د هغې د متحدینو په شمول ګڼو ترهګرو ډلو ته چې د مرکزي اسیا او د نورو هیوادونو لپاره ګواښ ګڼل کېږي، «اسانه» او خوندي چاپېریال برابر کړی.
له دې راپور سره سم، داعش خراسان ډله لا هم د سیمې او نړۍ په کچه یو تر ټولو جدي ګواښ ګڼل کېږي.
په دې راپور کې ویل شوي چې که څه هم داعش خراسان دوه زره محدود جنګیالي لري، خو لا هم د افغانستان په داخل او له دې هیواده دباندې د منځنۍ اسیا له هیوادونو او د روسیې په شمالي قفقاز کې افراد جذبوي او همدا راز له نورو ډلو ناراضه جنګیالي ځان ته وربولي.
پر بندیزونو د څارنې او شننې ډلګۍ ویلي چې د دې راپور د پوښښ په مهال کې داسې اندیښنې شته چې ښایي له سوریې ځیني افراطي جنګیالي افغانستان ته ولاړ شي او وروسته په منځنۍ اسیا کې د سیمې د هیوادونو پر خلاف خپل عملیات پیل کړي.
په راپور کې ویل شوي چې د افغانستان په شمال او همدا راز د پاکستان پولو ته څېرمه داعش خراسان په مدرسو کې ماشومانو ته مذهبي زده کړې ورکوي او تقریبا د ۱۴ کلنۍ کم عمره ماشومانو لپاره یې د ځانمرګي برید کولو زده کړییزه دوره جوړه کړې.
د امنیت شورا له دې راپور سره سم، داعش جنګیالي د افغانستان په شمالي او شمال ختیځو ولایتونو کې په شیندلي شکل موجود دي.
له راپور سره سم، داعش خراسان ډله هڅه کوي چې د افغانستان په ګاونډیو هیوادونو او همدا راز د نړۍ په کچه خپل عملیات پیل کړي.
د دې راپور له مخې، د طالبانو عملیاتو د داعش وړتیاوې ځپلې دي، مګر دې ډلې د طالبانو له حکومت څخه له ناراضي خلګو استفاده کړې په ځانګړې توګه د مرکزي اسیا بهرني جنګیالي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر بندیزونو د څار او شننې ډلګۍ همدا راز ویلي چې طالبانو د خپلو پولیسو او پوځ په ډلګیو کې د تاجیکستان له انصار الله، د ازبیکستان له جنبش اسلامي او امام البخاري خطیبه ډلو جنګیالیو څخه استفاده کړې.
د القاعدې ضعیف کېدل
د امنیت شورا پر بندیزونو د څار او شننې ډلګۍ په خپل راپور کې ویلي چې د ملګرو ملتونو غړو هیوادونو ارزولې چې په افغانستان کې القاعده د سیمې د هیوادونو لپاره بېړنی ګواښ نه ګڼل کېږي، ځکه چې محدود منابع لري او ډېره وړه شوې ده.
له دې وضعیت سره-سره، پر بندیزونو د څار او شننې ډلګۍ ویلي چې د القاعدې مشر سیف العدل ابو جعفر المصري او ابو یاسر المصري ته ماموریت ورکړی چې په عراق، سوریې، لیبیا او اروپا کې خپلې هستې بیا فعالې کړي او دا د بهرنیو عملیاتو لپاره د القاعدې د اوږد مهاله ارادې څرګندونه کوي.
دې ډلګۍ ویلي چې په افغانستان کې په زیاته کچه د القاعدې عرب غړي شته دي چې پخوا یې د طالبانو په لیکو کې جګړه کړې. دوی په شپږو ولایتونو غزني، هلمند، کندهار، کونړ، ارزګان او زابل کې شیندلي وو.
د امنیت شورا پر بندیزنو د څار او شننې ډلګۍ په خپل راپور کې همدا راز زیاته کړې چې په افغانستان کې له القاعدې سره تړلي څو روزنځایونه شته او درې نوي ځایونه هم مشخص شوي دي، که څه هم ښایي واړه او ابتدایي وي.
له راپورونو سره سم، په دې روزنځایونو کې هم د القاعدې او هم د تحریک طالبان پاکستان جنګیالي روزل کېږي.
د تحریک طالبان پاکستان حضور
د امنیت شورا پر بندیزونو د څار او شننې ډلې ویلي چې راپور کوم مهال رانغاړي، په دې دوره کې تحریک طالبان پاکستان شپږ زره جنګیالي درلودل او همدا راز یې له طالبانو پام وړ لوجستیکي او عملیاتي ملاتړ تر لاسه کاوه.
د دې ډلګۍ په وینا، د طالبانو تر منځ له تحریک طالبان پاکستان سره د اړیکو په تړاو متفاوت لیدونه شته دي او ځیني استدلال کوي چې طالبان باید له دې ډلې ځان لیرې کړي، تر څو یې له سیمې سره اړیکې ښې شي.
ځینو غړو هیوادونو راپور ورکړی چې تحریک طالبان پاکستان له داعش خراسان ډلې سره د خپلو تکتیکي اړیکو کچه خوندي ساتلې.
د تحریک طالبان پاکستان د خونړیو بریدونو په تړاو د څارنې او شننې د ډلګۍ په راپور کې ویل شوي چې دا ډله لا هم ګڼو پرمختللو وسلو ته لاسرسی لري او دا چاره د مرګ ژوبلې د زیاتېدو لامل شوې.
د تېر بر خلاف د تېرو څلورو کلونو پر مهال له پاکستان سره د طالبانو اړیکې د پاکستاني طالبانو د حضور پر سر ترینګلې وې، البته د وروستیو میاشتو پر مهال د دواړو لورو اړیکې بیا ځلې ښې شوې دي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په وروستیو کې کابل ته سفر وکړ او راپورونه داسې و چې نوموړي له ترهګرو ډلو سره د ګډې مبارزې غوښتنه کړې وه.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې د نقوي د سفر پر مهال پاکستاني او طالب چارواکو د تحریک طالبان پاکستان او نورو جنګیالیو د ورسپارلو په شمول د امنیت او ترهګرۍ سره د مبارزې په تړاو مفصل بحثونه کړي دي.
د شفقت علي خان په وینا، د طالبانو مشرانو د پاکستان اندېښنو ته مثبت ځواب ویلي او اوس مهال په تخنیکي کچه خبرې روانې دي.