اطلاعات روز: پاکستانۍ رسنیو راپور ورکړی، چې د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د «پي او آر» په نوم د ثبت شويو کارتونو موده نه غځوي او پریکړه یې کړې دغه کډوال له خپل هیواده وباسي.
د ډان نیوز د راپور له مخې، چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوه ځانګړي نظارتي لارښود (اسآراو) کې اعلان کړی چې د «پي او آر» کارتونو موده د روان کال د جون پر ۳۰مه نېټه پای ته رسېدلې او د دغو کارتونو لرونکي نور په هېواد کې غیرقانوني اوسېدونکي ګڼل کېږي.
دا لارښود د ناحیو، پولیسو، څارنوالۍ، زندانونو او نورو چارواکو ته واک ورکوي چې د پي او آر کارت لرونکو د نیولو او شړلو لپاره اړین ګامونه پورته کړي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د ټولو هغو افغان اتباعو پاتې کیدل چې د دوی په پاسپورټونو کې د پاکستان د اعتبار وړ ویزې نه وي غیرقانوني دي او دوی باید وشړل شي.
د پاکستان دولت تر دې دمه غیر قانوني افغان اتباع او همدارنګه د افغان تابعیت کارت لرونکي له خپل هیواده شړلي دي.
که څه هم د پي او آر کارتونو موده سږ کال د جون په ۳۰ نیټه پای ته رسیدلې، خو لرونکو یې هیله درلوده چې پاکستاني چارواکي به د دوی د استوګنې موده وغځوي، لکه څنګه چې یې تل کړي و.
په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ ویاند قیصر خان افریدي د اسلام آباد د هغه پریکړې په اړه چې پي او آر کارت لرونکي بیرته ستنوي اندیښنه څرګنده کړې.
د ده په وینا، داسې معلومات یې ترلاسه کړي چې پاکستان د غېرقانوني بهرنیو وګړو د بېرته ستنولو د پلان درېیم پړاو پیلوي، خو د دغې پرېکړې په تړاو نور څه نه دي ویل شوي او په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ هڅې کوي، چې د دغې پرېکړې او د هغې د تطبیق د لارو چارو په اړه نور جزییات ترلاسه کړي.
هغه ټینګار کړی، چې د کډوالو راستنیدل باید رضاکارانه، خوندي، باعزته او د نړیوالو اصولو سره سم ترسره شي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د راپور له مخې، د ۲۰۲۵ کال د جون تر ۳۰مې په پاکستان کې له ۱.۳ میلیون څخه ډیر افغانان میشت وو.
د ۲۰۲۳ کال د نومبر راهیسې، کله چې پاکستاني چارواکو د غیرقانوني بهرنیو اتباعو لپاره د بیرته ستنیدو پلان عملي کول پیل کړل، بې اسناده خلک او همدارنګه د ایسيسي کارت لرونکي له پاکستان څخه وتلي دي.
په پاکستان کې د پي او آر کارت لرونکي هغه یوازیني کسان دي چې لاهم په قانوني توګه په پاکستان کې ژوند کوي.
د پاکستان څخه د کډوالو دا ډله داسې مهال ایستل کېږي، چې له ایران څخه د کډوالو شړل اوس مهال روان دي.
د طالبانو په وینا، په تیرو دریو میاشتو کې شاوخوا ۱.۸ میلیون کډوال له ایران څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.