close
Photo: Etilaatroz

له ننګرهار او لغمانه د متخصصو ډاکټرانو وتل؛ روغتیایي برخه اغېزمنه او خلک له ستونزو کړیږي

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته په تېرو څلورو کلونو کې د بېلابېلو برخو سلګونه متخصصین او مسلکي کسان په ځانګړي توګه د پوهنتون استادان او ډاکټران له هیواده وتلي دي، چې دې وضیعت له نورو ادارو سربېره په روغتیایي برخه کې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

هغه متخصص ډاکټران چې هیواد یې پرېیښی اوس مهال په ځېنو اروپایي هیوادونو کې په دولتي روغتونونو کې پر دنده ګمارل شوي او کوربه هېوادونه د هغوی له تخصص او پوهې کار اخلي، خو د طالبانو حکومت بیا په دغو تخصصي برخو کې هغه کسان چې زیاتره یې له مدرسو فارغ شوي ملایان دي، د مسلکي او متخصصینو پر ځای په دندو ګمارلي دي.

د ننګرهار اوسېدونکی عبدالله چې خپل ناروغ یې د دغه ولایت سیمه ییز روغتون ته د درملنې په موخه راوستی په روغتون کې د ښځینه او نارینه متخصصو ډاکټرانو له نشتون څخه د اندېښنې په څرګندونو سره وایي، چې د مسلکي او متخصصو کسانو د وتلو له امله روغتیايي برخه هم خورا اغېزمنه شوې او دې چارې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

د هغه په خبره په یاد روغتون کې زیاتره پخواني متخصص ډاکټران یا له هیواده وتلي او یا یې د طالبانو د محدودیتونو له امله دندې پرېیښې چې له امله یې ناروغان او ناروغ‌ لرونکي له پراخو ستونزو سره مخ دي.

عبدالله وویل: «د ننګرهار په دولتي روغتون کې مسلکي ډاکټران دومره کم شوي چې آن تازه ګمارل شوي ېې ناروغ ته یو کنول هم نه شي لګولی، پخوا ډېر ښه ډاکتران وو په روغتون کې، خو اوس بیخي کم شوي؛ زیاتره متخصص ډاکترانو دولتي دندې پرېیښي یا یې شخصي روغتیایي مرکز جوړ کړی او یا له هیواده وتلي دي، نو دا حالت ډېر زیات د اندېښنې وړ دی او ناروغان له زیاتو ستونزو سره مخ دي.»

نوموړي له عامې روغتیا وزارت او نړیوالو بنسټونو وغوښتل چې په روغتونونو کې خپل روغتیايي خدمات معیاري او دغه راز په روغتیايي مراکزو کې د ښځینه ډاکترانو او درملو د کمښت ستونزو هواره کړي.

په زیاتره روغتیايي مرکزونو کې ښځينه ډاکټرانې په نشت حساب دي/ خواله رسنۍ

د ننګرهار یو بل اوسېدونکی صفي الله چې مېرمن یې د هډوکو په ناروغۍ (روماتېزم) اخته ده، وایي افغانستان کې د وروستي سیاسي تحولاتو  له کبله د روغتیایي برخې د کادرونو وتلو ناورین رامنځته کړی؛ هغه ناورین چې په کور دننه ډېری برخې ترې اغېزمنې شوي او زرګونه هېوادوال یې، له ستونزو سره لاس او ګرېوان کړي دي.

 د ده په وینا د ننګرهار په مرکز او لېرې پرتو ولسوالیو کې د پخوا په پرتله د متخصص نارینه او ښځینه ډاکټرانو او درملو نشتون ستونزه دوه برابره شوې او ډېری کورنۍ خپل ناروغان د درملنې لپاره پاکستان ته لېږدوي.

صفي الله زیاته کړه: «د پخوا په څېر مسلکي کسان په ټولو برخو کې نشته، خو په ځانګړي ډول د طبابت په برخه کې د متخصصو ډاکټرانو نشتون خلک ځکه اندېښن کړي، چې د خلکو اقتصادي وضیعت خراب دی او خپل ناروغان پاکستان او یا نورو هیوادونو ته د درملنې لپاره نه شي لېږدولی همدا لامل دی چې په روغتیایي برخه کې د مسلکي ډاکترانو تشه ډېره احساسیږي او دا برخه مخ په فلج کېدو ده.»

د نوموړي په وینا په روغتیا برخه کې د کادري تشې د پام وړ اغېزې رامنځته کړي او دې برخه کې رامنځته شوې تشې ډکولو لپاره د طالبانو د حکومت هڅې بې‌پایلې وې.

طالبانو په روغتیايي مرکزونو کې مسلکي کسان ګوښه او پر ځای غیر مسلکي ګمارلي دي/ اطلاعات روز

د لغمان اوسېدونکی سید امیرجان وایي، د سیاسي تحولاتو د رامنځته‌کېدو او د متخصصو کسانو وتلو د روغتیايي خدمتونو پر وړاندې کولو اغېزې کړې دي.

هغه وایي، د پخوا په پرتله د مرکز مهترلام او ولسوالیو روغتیايي مرکزونو کې صحي خدمات په بیساري کچه کم شوي او د ولسوالیو په هر روغتیایي مرکز کې ښځينه ډاکټرانې او درمل په نشت حساب دي.

نوموړی د اندېښنې په څرګندونو سره وایي، چې له هېواده د تجربه‌لرونکو او متخصصو ډاکترانو وتل، پر روغتیایي سیستم د پام وړ اغېز کړی او تر اوسه دغه تشه نه‌ده ډکه شوې.

سید امیرجان زیاته کړه: «په لغمان، ننګرهار، کابل او نورو ولایتونو کې مونږ د هرې برخې ډېر تکړه ډاکټران درلودل، خو د طالبانو د حکومت په راتګ سره د دوی په قدر څوک پوه نشول او زیاتره یې اروپایي هیوادونو ته کډوال شول، اوس نو په روغتونونو کې متخصص یو یا دوه ډاکتران وي او زیاتره یې بې تجربې ډاکتران په دندو ګمارلي چې دې حالت پر روغتیایي برخه د خلکو باور کم کړی دی.»

د ښځينه ناروغیو متخصصه شبنم صافۍ چې له دې وړاندې یې په جلال اباد ښار کې روغتیایي خدمات وړاندې کول وایي، چې د نظام په بدلون او ورځ تر بلې پر ښځو د محدودیتونو لګولو له امله یې، هېواد پرېیښی دی.

نوموړې هېواد کې شته روغتیایي وضیعت اندېښمنونکی بولي او ټينګار کوي چې د دې تشې ډکولو لپاره په اوږدمهال کې وخت او پلان جوړولو ته اړتیا لري.

صافۍ وویل: «زه اوس له خپلې کورنۍ سره پاکستان کې اوسېږم او یو بل اروپایي هیواد ته د تګ په تمه یم، په افغانستان کې روغتیایي سیستم د مسلکي ډاکترانو د نشتون له امله په بهرني حالت کې دی او اوس زیاتره پاکستاني او هندي ډاکتران افغانستان ته ځي او هلته روغتیایي برخه کې خدمات وړاندې کوي که چېرې خپلو افغانانو ته د تګ زمینه برابره شي او د ژوند ضمانت یې وکړي، نو له هیواد وتلي په هره برخه کې کدرونه به بېرته هیواد ته راستانه شي، خو دوی ډېر ډاډه نه دي.»

خلک اندېښنه لري چې د مسلکي ډاکټرانو نشت به پر روغتیایي برخه د خلکو باور راکم کړي/ خواله رسنۍ

 بلخوا په ننګرهار کې د یو خصوصي روغتون مطبوعاتي مسوول چې نه غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي، وایي د متخصصو ډاکټرانو کمښت له ستونزو سره مخ کړي او اوسمهال په زیاتره خصوصي روغتونونو کې پاکستاني ډاکټران کار کوي. د هغه په وینا، د نظام بدلون سره یې ګڼ شمې متخصص ډاکټران له لاسه ورکړي دي.

هغه وویل: «یوازې ننګرهار نه بلکې په ټول هیواد کې دولتي او شخصي روغتونونه د ماهرو او متخصصو ډاکټرانو له کمښت سره مخ دي، د ځانګړو مهارتونو نشتوالی او په مختلفو څانګو کې د تجربه‌لرونکو ډاکټرانو کموالی، د خدماتو کیفیت کم کړی او دې پروسې د درملنې بهیر او د روغتون خدماتو باندې د خلکو پر باور منفي اغېز کړی دی.»

په همدې حال کې د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست لپاره د طالبانو یاند نقیب الله رحیمي هم مني، چې په دې وروستیو څو کلونو کې له دغه ولایت څخه ځینې متخصص ډاکټران بهرنیو هیوادونو ته کډوال شوي او دې تشې یې چارې تر یوې کچې نېمګړې کړي دي.

رحیمي زیاته کړه: «هو! د ننګرهار له سیمه ییز روغتون هم یو شمېر متخصص ډاکټران وتلي او دې چارې په لومړیو کې له زیاتو ستونزو سره مخ کړي و، خو اوس دا ستونزه تر یوې کچې هواره شوې ځکه یو شمېر ډاکټران بېرته هیواد ته راستانه شوي او له پاتې هغوی سره هم تماس کې یو چې هیواد ته راستانه شي او دلته په روغتیایي برخه کې خدمات وړاندې کړي.»

له هېواده د متخصصو ډاکټرانو وتلو داسې مهال په روغتیایي سیستم منفي اغېزې کړي، چې تازه د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي، چې ۴۲۰ روغتیایي مرکزونه د بودیجې د کمښت له کبله تړل شوي او په پایله کې یې تر ۳ میلیونو ډیر وګړي روغتیایي خدماتو ته له لاس رسي څخه محروم شوي او په وینا یې چې د روغتیایي تغذیوي مرکزونه تړل کیدو سره په خوارځواکۍ اخته ۸۰ زره ماشومان او مېندې د ژغورنې مرستې نه ترلاسه کوي.