close

نورستان کې د پنځه مېلیونه افغانیو په ارزښت ګران بیه ډبرې وپلورل شوې

اطلاعات روز: نورستان کې د طالبانو ځایي مسوولین خبر ورکوي، چې په دغه ولایت کې د پنځه مېلیونه افغانیو په ارزښت ګران بیه ډبرې د ازادې داوطلبۍ له لارې وپلورل شوې.

د نورستان د کانونو او پټرولیم ریاست لپاره د طالبانو رییس سید رحیم عمیر وایي، دا ډبرې تېره ورځ (شنبه، ۱۱ د زمري) د نورستان په مرکز پارون کې وپلورل شوې.

سید رحیم عمیر زیاتوي، دا ګران بيه ډبرې چې اته کېلو ګرامه وزن یې درلود پکې بیروج، کونزایټ او کمرین ډبرې شاملې وې.

نوموړی زیاتوي چې د دغو پیسو له درکه پنځه سوه زره افغانۍ عواید د طالبانو حکومت خزانې ته هم جمع شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې هم په غربي نورستان کې د څه باندې ۱۵۰ مېلیونه افغانیو په ارزښت ګران بیه او نیمه ګران ډبرې پلورل شوې وې.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دې ډلې د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د کانونو استخراج او د ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرو پلور چټک کړی دی.

باور دا دی چې طالبان په اقتصادي لحاظ سخت منزوي شوي او د خپل حکومت د لګښتونو ځېنې برخې د کانونو له درکه پوره کوي.