close

د تېرې چریکي جګړې یاد تازه کول؛ د طالبانو په لیکو کې مخ پټي کسان زیات شوي

خالد محمدي

تازه په کندهار او کندز ولایتونو کې د طالبانو یوه ډله پولیس چې تورې جامې یې اغوستې دي او وسلې یې په لاسونو کې دي د «عقیدوي او نظامي» زده کړو له دورې فارغ شوي. په دې مراسمو کې یوه د پام وړ نکته دا وه چې د دې ځواکونو څیرې په تورو، سپینو-سرو او خړو دسمالونو پټې وې او یوازې سترګې یې ښکاریدلې. دا په داسې حال کې چې د طالبانو په نظامي جوړښت کې یوازې د دې ډلې ځانمرګو ځواکونو او د استخباراتو غړو خپلې څیرې پټولې.

د وروستیو میاشتو پر مهال د ځواکونو د فراغت په ګډون د طالبانو په برنامو او رسمي مراسمو کې د نقاب اغوستونکو ځواکونو حضور زیات شوی دی چې له امله یې د دې ځواکونو د واقعي دندو په اړه پوښتنې راپیدا کړې دي. معمولا کله چې پر حکومتونو وخت اوړي او ثبات پیدا کوي، نو د خپلو ادارو او نظام د بېلابېلو برخو فعالیتونه مشخص کوي او د هغو د رول په اړه څرګند تعریفونه وړاندې کوي. د بېلګې په توګه هڅه کوي چې وګړو ته دا احساس ورکړي چې حکومت پر وضعیت مسلط دی او پولیس او پوځ د نظام د یوې برخې په توګه د داخلي امنیت د ساتنې او همدا راز د هیواد له ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع مسوولیت لري. دا حکومتونه غواړي چې پولیس د خلکو تر منځ وي او واضح جوړښت او دندې ولري. مګر څه چې د طالبانو په حکومت کې تر سترګو کېږي، هغه د پولیسو او خلکو نږدیوالی او د خلکو تر منځ د هغوی د دندو شفافیت نه دی بلکې برعکس داسې ښکاري چې نقاب اغوستونکي ځواکونه او پولیس د بېلابېلو اړخونو او یا هم خلکو د ځپلو لپاره چمتو کېږي.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت لس ورځې وړاندې یوه اعلامیه خپره کړه او خبر یې ورکړ چې په کندهار او کندز ولایتونو کې ځینې ځواکونه روزل شوي او اوس فارغ شوي دي. یوه بله پام وړ نکته دا وه چې د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال هم په کندهار کې په دې مراسمو کې حضور درلود. د طالبانو لوړپوړي چارواکي معمولا یوازې په هغو مراسمو کې ګډون کوي چې لوړ سیاسي او امنیتي ارزښت ولري.

ملا عبدالغني برادر په دې مراسمو کې فارغانو ته وویل:

«امنیتي ځواکونه د اسلامي نظام بنسټ دي. موږ باوري یو کوم ځواکونه چې د ایمان، اخلاص او مسلک له اړخه روزل شوي دي، د خاورې د دفاع، د نظام د پیاوړتیا او شریعت د پلي کولو لپاره به خپله ټوله هڅه کوي. زه له تاسو ټولو هیله کوم چې خپلو خلکو ته خدمت وکړئ، فساد ته وخت مه ورکوئ او د شهیدانو ارمانونه ژوندي وساتئ.»

په داسې حال کې چې په کابل او نورو ولایتونو کې د طالب ځواکونو د فراغت په مراسمو کې تر ډېره حده د حقاني شبکې غړي ګډون کوي، تر څو وښیي چې دا وزارت د سراج الدین حقاني تر رهبرۍ لاندې دی، خو د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده په مېشتځای کندهار کې دا بهیر متفاوت دی. هلته ټولې نظامي او غیر نظامي دندې ملا هبت الله ته د نږدې حلقې په لاس کې دي او د حقاني شبکې د غړو په شمول «پردي» په دې حوزه کې د نفوذ ډېره کمه اجازه لري.

په عین مهال کې د طالبانو دوو اصلي اړخونو د ملا هبت الله اخوندزاده په مشرۍ د کندهار حلقې او د سراج الدین حقاني په مشرۍ حقاني شبکې خپل نظامي جوړښتونه ساتلي دي. که څه هم د دوی د ځواکونو دقیق شمېر معلوم نه دی، خو دوی ته په کلونو-کلونو عقیدوي روزنه ورکړل شوې او په ځانمرګو بریدونو کې له وژل کېدو ډار نه لري. دا ځواکونه له لومړي سره داسې روزل شوي دي چې باید د خپلو ایډیولوژیکو اهدافو لپاره «ځان قربان» کړي او دوی ورته «فدایي» وایي. د کندهار د حلقې او حقاني شبکې تر منځ رقابت روان دی او دواړه اړخونه ګومان کوي چې که وضعیت د نظامي مخامخیدنې تر کچې خراب شي، دوی به خپلو فدایي او ځانمرګو ځواکونو ته اړتیا ولري.

د طالبانو د پولیسو ځواکونو یو مخ پټی سرتیری/ د طالبانو د کورنیو چارو وزارت

د څیرې پټول او د طالب ځواکونو د هویت پټ ساتل د افغانستان له پخواني حکومت او بهرنیو ځواکونو سره د دې ډلې د جنګ د مهال میراث دی. هغه وخت طالبانو د خپلو قومندانانو او غړو لپاره مستعار نومونه کارول او داسې انځورونه او ویډیوګانې یې نه خپرولې چې د هغوی هویت ترې ښکارېده. که به د هغوی د انځور خپرولو ته اړتیا وه، د دې خلکو څیرې به په داسې توګه پټیدلې چې پېژندل کېدل به نه.

د پخواني حکومت پر مهال د طالبانو له روزنیزو مرکزونو څخه په څو خپرو شویو تبلیغاتي ویډیوګانو کې ښکاري چې طالب ځواکونو خپلې څیرې په دسمال پټې کړې دي. دا دود اوس هم شته دی او حتا اوس یې رسمي بڼه خپله کړې ده. اوس مهال چې طالبان د یوه حکومت په کچه کې دي، خو بیا هم خپل رسمي پولیس او نظامي ځواکونه په همدې بڼه په صحنه کې ښیي. له دې څخه ښکاري چې د طالبانو لوړپوړي چارواکي د دې ډلې د واک پر استحکام (په ځانګړې توګه د خپلمنځي ترینګلتیاوو پر مهال) باور نه لري.

یوه بله د پام وړ نکته داده چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده، د دې ډلې د استخباراتو مرستیال تاجمیر جواد او ځینې نور لوړپوړي چارواکي لا هم د خپلې څیرې له ښودلو ډډه کوي او دا بندیز په رسمي ډول اعلانوي هم. داسې ښکاري چې د طالبانو مشران لا هم د حکومتولۍ مرحلې ته چمتو نه دي او لا هم د چریکي واکمنۍ په پړاو کې دي.

یو څه وخت وړاندې ملا هبت الله اخوندزاده په یوه شفاهي فرمان کې خپلو نظامي ځواکونو ته امر کړی و، چې کوم کسان د دې ډلې پخواني غړي نه دي، یا یې هم ورسره مستقیمه همکاري نه ده کړې او یا هم د دې ډلې د وژل شویو او ژوبلو خپلوان نه وي، هغوی دې له خپلو دندو وشړل شي. د دې امر له مخې چې نن کوم کسان د طالبانو له نظامي زده کړو فارغېږي، تر ډېره حده د دې ډلې د جنګیالیو خپلوان او د کورنۍ غړي دي. دا هدفي چاره د دې لامل شوې چې د وفادارو افرادو یوه د باور وړ حلقه رامنځته کړي. په همدې لړ کې چې کوم کسان د پولیسو له نظامي دورو په پټ مخ فارغ شوي دي، ښایي د همدې ډلې کسان وي او د طالبانو له کورنیو سره یو نه یو ډول تړاو لري چې اوس مهال په نظامي او عقیدوي برخه کې سختدریځې زده کړې کوي.

که څه هم طالبانو په رسمي توګه اعلان نه دی کړی چې خپل ځانمرګي ځواکونه یې په خپلو پولیسو، استخباراتو او یا هم پوځ کې شامل کړي دي، خو د دې ځواکونو د ځای-ځایګي په اړه هیڅ معلومات نشته. یو څه وخت وړاندې د طالبانو د استخباراتو مرستیال تاجمیر جواد ځینې ځانمرګي ځواکونه د طالبانو د بنسټګر ملا عمر کور ته چې د کندهار په ژیړۍ ولسوالۍ کې دی، غوښتي وو. له هغوی غوښتنه شوې وه چې د «طالبانو د اسلامي امارت» د دفاع لپاره ځانمرګو بریدونو کولو ته تیار شي او د ملا هبت الله اخوندزاده بشپړ اطاعت وکړي. دا په حقیقت کې د طالبانو د ځانمرګو ځواکونو لپاره د تیارسۍ یو امر و، هغه ځواکونه چې خپلې څیرې پټوي او په انځورونو کې یې یوازې سترګې لیدل کېږي.

طالب ځواکونه چې خپل مخونه یې په سرو او خړ رنګه دسمالونو پټ کړي دي/ د طالبانو د کورنیو چارو وزارت

په نظامي روزنه کې عقیدوي ابزار

د طالبانو د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او استخباراتو په ټولو اعلامیو کې د نظامي زده کړو تر څنګ د عقیدوي زده کړو پر ارزښت هم ټینګار شوی دی. په کندهار او کندز کې د طالبانو د نقاب اغوستونکو ځواکونو په تړاو په اعلامیو کې هم عقیدوي زده کړې د دې دورو یوه ځانګړنه بلل شوې وه. مګر د دې زده کړو د منځپانګې په اړه هیڅ ډول جزییات نه دي خپاره شوي.

د طالبانو پخوانیو زده کړو ته په پام ویلای شو چې عقیدوي زده کړې ورته تر نظامي زده کړو ارزښت لري. په ډېری مواردو کې خلک د طالبانو له تبلیغاتو اغېزمن شوي دي او له بشپړې نظامي دورې پرته په مستقیمه توګه جګړو، ځانمرګو بریدونو او انتحاري عملیاتو ته لېږل شوي دي. د «جهاد»، «د اشغالګرو ځواکونو شړل» او «د اسلامي نظام جوړول» د طالبانو د عقیدوي تبلیغاتو اصلي محور بلل کېږي. همدا راز خپلو ځواکونو ته وایي، چې په دې لار کې په وژل کېدو سره به جنت ته ولاړ شي او د «جهاد کولو اجر» به تر لاسه کړي.

اوس مهال طالبان او د هغوی رهبران په خپلو رسمي ویناوو کې «اسلامي امارت» ته پر بشپړې وفادارۍ او په دې لاره کې د ځان پر قربانولو ټینګار کوي. د طالبانو عقیدوي زده کړو نه یوازې تغییر نه دی کړی، بلکې سازماني شوې دي او اوس د هغوی د حکومتي جوړښت برخه دي.