اطلاعات روز: لغمان کې ځایي سرچینې وایي، چې د دې ولایت د قرغیو ولسوالۍ په مربوطاتو کې یو ۱۷ کلن ځوان په سیند کې د لامبو پر مهال اوبو ډوب او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.
د وژل شوي ځوان د کورنۍ یو غړی افتاب وایي، چې د ۱۷ کالو په عمر دغه ځوان لقمان شېرزاد نومېده او تېره ورځ (جمعه، ۱۷ د زمري) د لغمان سیند ته له خپلو ملګرو سره د تفریح لپاره تللی و چې د لامبو پر مهال اوبو ډب کړی او مړ شوی دی.
د هغه په خبره د لقمان جسد له اوبو را اېستل شوی او دوی ته سپارل شوی دی.
د نوموړي د معلوماتو له مخې لقمان شېرزاد په اصل د ننګرهار د شېرزادو ولسوالۍ د «کدیخېلو» سیمې اوسېدونکی و او په جلال اباد ښار کې یې د کرکټ په یوې اکاډمۍ کې له څو میاشتو راهیسې د توپ اچونې په برخه کې مسلکي زده کړې کولې.
دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې لغمان کې طالب امنیتي مسوولینو له خلکو په جدي ډول غوښتي و، چې د تفریح پر مهال سیند او ژورو اوبو کې له لامبو وهلو ډډه وکړي.
د یادونې وړ ده، چې د هوا په ګرمېدو سره په لغمان، ننګرهار، کونړ او نورو ولایتونو کې هم ګڼ ځوانان د لامبو پر مهال اوبو ډوب کړي او مړه شوي دي.