close

د کندهار – هرات پر لويه لار ترافیکي پیښې د یوې کورنۍ د شپږو غړو ژوند واخیست

اطلاعات روز: د کندهار – هرات پر لویه لار د هلمند ولایت اړوند سیمه کې د یوې ترافیکي پیښې له کبله د یوې کورنۍ شپږ کسان مړه شوي دي.

هلمند کې ځايي سرچینې وايي، چې دغه ترافیکي پیښه تېره ورځ (جمعه، ۱۷ د زمري) د دې ولایت اړوند «ښوراب ميدان» سيمه کې د «اکوا» او ټیلر موټرو ترمنځ رامنځته شوې.

سرچینې زیاتوي، چې د دې ټکر پر مهال په اکوا موټر کې ناست د یوې کورنۍ شپږ کسان چې درې ماشومان او درې لویان وو مړه شوي دي.

سرچینې وایي، چې پیښه د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ او چټک سرعت له کبله رامنځته شوې.

افغانستان کې هر کال ترافیکي پیښې د سلګونو کسانو ژوند اخلي.

د سړکونو خرابوالی، بې احتیاطي او د موټر چلوونکو له لوري د ترافیکي قوانینو نه مراعات د دې پیښو اصلي عوامل ګڼل کېږي.