ډاکټره زیبا چې د روانې زمري میاشتې پر دوولسمه د جلال اباد ښار په «الفت مېنه» کې ووژل شوه، په حقیقت کې د خپلې هغې پرېکړې قرباني ده چې غوښتل یې په یوه داسې ټولنه او نظام کې په خپله خوښه ژوند وکړي، چیرته چې هر څه د ښځې د خپلواکې ارادې خلاف دي.
زیبا ۲۸ کلنه وه او له کورنۍ څخه یې یوې سرچینې اطلاعات روز ته وویل، چې نوموړې په یوه خصوصي انسټیټیوټ کې د نرسنګ په برخه کې عالي زده کړې کړې وې او د خپلې وړتیا له مخې یې د ننګرهار د سیمهییز روغتون په نسایي-ولادي څانګه کې دنده تر لاسه کړې وه.
نوموړې په یوه داسې ټولنه کې کار کول غوښتل چیرته چې د ښځو د کار پر وړاندې له سیسټماټیکو ننګونو څخه واخله بیا تر کورنيو محدودیتونو پورې، په سلګونو ننګونې پرتې دي. مګر دې هر څه د دې هغه ارمان چې غواړي پر ځان بسیا وي، پیکه نه کړ. د سرچینو په وینا، نوموړې یو کال وړاندې د کورنۍ په خوښه واده کړی و، مګر دې «تحمیلي پرېکړې» اخر د دې روغتیا پالې ژوند واخیست.
زیبا د یوې ښځینه کارګرې په توګه هره ورځ د خپل کار بیه د کورني تاوتریخوالي په توګه پرې کوله. د سرچینو په وینا، مېړه یې د دې له کار کولو سره مخالف و او دا یې منعه کړې وه چې دندې ته به نه ځي او په دې لړ کې یې څو ځله شکنجه کړې او وهلې وه. مګر دې غوښتل په یوه نرواکه ټولنه او کورنۍ کې د خپلې خوښې ژوند وکړي، چیرته چې داسې څه د مرګ په بیه تمامېدلای شي. زیبا د خپل مېړه له شکنجې خپلې پلارګنۍ ته هم شکایت کړی و، خو داسې ښکاري چې د هغوی فشار یې د مېړه د رویې تغییرولو لپاره کافي نه و.
د سرچینو په وینا: «یو کال کېږي چې زیبا واده کړی او لا له وړاندې یې په روغتون کې دنده درلوده، څو ځلې مخکې یې هم ورونو ته د خپل خاوند په اړه شکایت کړی و، چې خاوند یې ورسره ناوړه چلند کوي د هغې ورونو هم له هغې وروسته څو ځلې د هغې خاوند ته ویلي و، چې له خور سره یې بد چلند نور بس کړي، خو نتیجه یې نه درلوده او دا جنجالونه ورځ تربلې زیاتېدل.»
د سرچینې د معلوماتو له مخې د زیبا ژوند نور له خاوند سره تریخ و او له تېرو شپږو میاشتو راهېسې له خپلې مشرې خور سره اوسېدله او له هماغه ځایه به خپلې دندې ته تلله.
په عین مهال کې زیبا له خپل مېړه د طلاق اخیستو او بیلېدو لپاره په ننګرهار کې د طالبانو استیناف محکمې ته هم مراجعه کړې وه. په دې لړ کې یې دوې محاکمې شوې وې، مګر لا یې هم طلاق نه و اخیستی، خو د مېړه له لوري په مرګ ګواښل شوې وه. دې وخت پر وخت خپلو خپلوانو ته د دې ګواښ په اړه ویلي و او آن تر مرګ یوه ورځ وړاندې یې هم د خپل روغتون په «واټ» کې همکارانو ته ویلي و، چې مېړه یې غواړي وې وژني، مګر د دې اندیښنې ته چا غوږ نه و نیولی او یا به هم ښایي په یوه نرواک نظام/ ټولنه کې د ښځې شکایت خلکو ته مهم نه و.
سرچینو اطلاعات روز ته وویل: «د زیبا د مرګ خطر وروسته له هغې زیات شو چې نوموړې له خپل خاوند د طلاق غوښتنه کوله او دوې محاکمې هم وشوې، خو طالب قاضیانو او څارنوالانو دوی دواړو ته ویلي و، چې په خپل منځ کې سره جوړ شي او له طلاق لاس واخلي؛ خو زیبا ټینګار کاوه چې خاوند یې باید طلاق ورکړي اخېري محکمه یې د طلاق پاتې وه چې نور یې د طلاق معامله خلاصه شي، خو میړه یې ورته ویلي و، که طلاق واخلي نو وبه یې وژني او هغې ته د مرګ زیات ګواښوونه کړي وو او زیبا دا ټولنې اندېښنې له خپلې کورنۍ او مسوولانو سره شریکې کړې وې، خو نتیجه یې نه وه ورکړې.»
د زیبا مېړه د خپل نرواکي ذهنیت له مخې له ده د خپلې میرمنې طلاق اخیستل په بله معنا تعبیر کړي و او پر دې یې تور لګولی و چې طلاق ترې ځکه اخلي چې له بل چا سره اړیکې لري. په دې لړ کې نوموړي ته ډېره اسانه وه چې په یوه داسې قضایي سیستم کې چې د ښځو پر خلاف د «وسلې» په توګه کارېږي، په اسانۍ نارینه قاضیان او څارنوالان قانع کړي چې د ښځې پر خلاف د ده خوا ونیسي او سرچینو اطلاعات روز ته دا هم ویلي چې نوموړي د خپلې میرمنې پر خلاف طالب قاضیانو او څارنوالانو ته بډې ورکړې وې.
سرچینې زیاته کړه: «په افغاني ټولنه کې بدبختي دا ده چې ښځې ته هیڅ د کار او زده کړو حق نه ورکول کیږي، زیبا هم د دې بدبختیو ښکار شوه میړه یې ورته ویل چې نوره به دندې نه ځې او پر شکمن چې هغه یې خوښ نه دی او له بل چا سره یې ښځه لاره لري؛ دا خبره یې د زیبا له پلارګنۍ سره هم شریکه کړې وه، خو هغوی ورته ویلي و چې داسې کومه خبره نشته بس اخېر یې خاوند مجبور شو چې نور خلکو ته پېسې ورکړي او هغه ووژني. طالبان هم ملامت دي ځکه د یو طلاق مسئله یې په شپږو میاشتو کې حل نه کړه او هسې انې بهانې به یې د طلاق په اړه کولې او د زیبا میړه ټولو قاضیان ته رشوت ورکړی و، چې د طلاق مسئله یې وځنډوي بالاخره خبره تر مرګ ورسېده.»
د طالبانو په حکومت کې ښځې «هیڅ ډول» حقونه نه لري او د کورني تاوتریخوالي پر وړاندې په هیڅ ډول هم د قضایي سیستم او یا هم نورو حکومتي ادارو ملاتړ نه لري او په دې توګه د دې تاوتریخوالي پر وړاندې یوازې پرېښودل شوې دي. طالبانو واک ته تر رسېدو وروسته د پخواني جمهوري حکومت له لوري ټول ټاکل شوي قاضیان ګوښه کړل او په دې لړ کې یې ۲۷۰ میرمنې هم له خپلو دندو وشړلې. په دې توګه اوس مهال د طالبانو په قضایي سیستم کې هیڅ ښځینه قاضي او څارنواله نشته او په عین مهال کې له ښځو غوښتل کېږي چې د طالبانو محاکمو او ادارو ته باید له نارینه محرم پرته ورنه شي او په دې توګه د کورني تاوتریخوالي قرباني میرمنې په قصدي توګه دې تاوتریخوالي ته تنها پرېښودل کېږي. د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی ریچارډ بېنټ هم وایي، چې «کومې میرمنې د طالبانو قضایي ادارې ته د کورنیو مسایلو، اسنادو اخیستلو او یا هم نورو مواردو په اړه مراجعه کوي، له یوه خشن چاپېریال سره مخ کېږي.» د ده په وینا، محکمې اکثریت وختونه د طلاق، د ماشوم د خوندیتوب او یا هم د جنسیت پر اساس د تاوتریخوالي په تړاو د ښځو قضیې ردوي.
د طالبانو په قضایي سیستم کې ښځه مستقیما د طلاق غوښتنه نه شي کولای او قضایي بهیر یې ورته دومره سخت کړی چې په دغسې مواردو کې هم په ګڼو برخو کې د خپل مېړه رضا اخیستلو ته اړه کېږي، که څه هم د زیبا په څېر یوه ښځه د خپل مېړه له لوري له تشدد او ان د مرګ له ګواښ سره مخ وي، خو بیا هم د طالبانو پر قضایي سیستم واکمن نارینه تل له ښځې سره د یوې مجرمې په توګه چلند کوي او د ریچارډ بېنټ له وینا سره سم، ښځې له یوه «دښمنانه» چاپېریال سره مخ وي.
بلخوا یوه ښځینه فعاله شبنم مومند (مستعار) وايي، د دا ډول پېښو رامنځته کېدل د ټولنې په بېلابېلو برخو کې د ښځو پر حضور منفي اغېز کوي.
نوموړې په یاده پېښه کې طالبان په لاس لرلو او ناغېړۍ تورنوي او وایي، یاده ډله هڅه کې ده چې په افغاني ټولنه کې د ښځو حضور له منخه یوسي او په یو ډول نه یو ډول یې غږ خپ کړي.
هغه وایي، چې په افغانستان کې د طالبانو له لوري پر ښځو محدودیتونه او د دوی اساسي حقونو ته نه پاملرنه د دغو پېښو د ډیروالې لامل دی.
د مومند په وینا پر دې سربيره چې تاوتريخوالی هر څومره زيات هم وي، طلاق د ښځو لپاره يو ستر تابو يا منع شوې موضوع ده او د افغانستان په کلتور کې هغه ښځې چې له خپلو مړونو څخه جلا کېږي د منفي قضاوت او مرګ ښکار کېږي.
مومند زیاتوي: «دا ډول پېښو ښځې اندېښمنې کړي ځکه ښځې اوسني وضیعت کې نه شي کولای خپل حق ترلاسه کړي او یا د تریخ ژوند څخه د ژغورلو لپاره له خپل خاوند طلاق واخلي، که کومه ښځه د زیبا په شان له حالت سره مخ وي، نو یا به مرګ قبلوي او یا به یې ژوند په بدبختیو کې تېرېږي؛ د طالبانو په محاکمو کې هم ښځو ته پاملرنه نه کېږي او بیا د طلاق مسئله خو بیخي طالبان نه مني نو افغان مېرمنې په ډېر سختو او بدو شرایطو لاندې ژوند کوي او دا حالت ورځ تربلې سختېږي.»
هغه زیاتوي چې د ننګرهار په ګډون د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې د طلاق کچه په دوامداره توګه د لوړيدو په حال کې ده، خو زیاتره یې د طالبانو له وېرې غږ نه شي کولای او له همدې امله ځان وژنې ته مجبورېږي.
په ورته مهال ننګرهار کې طالب چارواکي وایي، چې د زیبا د وژنې په قضیه کې د هغې د خاوند (مېړه) هم ښکېل پېژندل شوی دی.
د یاد ولایت د پولیسو ویاند سید طیب حماد وایي، د ښځینه روغتیاپالې زیبا د وژلو له قضیې یوه ورځ وروسته (دوشنبه، ۱۳ د زمري) دوه کسان د نوموړې د وژنې په تور نیولي دي. د حماد په خبره یاد کسان د زیبا له وژل کېدو وروسته له سیمې تښتېدلي وو، خو د دوی له زیاتو پلټنو وروسته د جلال اباد ښار په اوومه ناحیه کې نیولي دي.
د هغه په وینا نیول شویو کسانو په خپل جرم اعتراف کړی او ویلي یې دي، یاده روغتیاپاله یې د خپل خاوند (مېړه) په مشوره د سل زره افغانیو او درې زره ډالرو په مقابل کې وژلې ده.
حماد زیاتوي: «کوم کسان چې د زیبا په نامه د یوې ډاکټرې د وژنې په تور نیول شوي، دوی اعتراف کړی چې د زیبا میړه ورته ویلي و، چې ښځه یې ووژني او یادو کسانو ته یې د دې لپاره یو لک افغانۍ او درې زره ډالر هم ورکړي و. د دې پېښې اصل لامل دا و چې یادې ښځې له خپل خاوند د طلاق غوښتنه کړې وه او پر همدې یې کورنی جنجال رامنځته شوی و.»
نوموړي د یادې قضیې په اړه نور جزیات ورنه کړل، خو زیاتوي چې د پولیسو د څېړنو له بشپړېدو وروسته به نیول شوي کسان عدلي او قضایي ادارو ته وسپارل شي او د دې پېښې په اړه د دوی څېړنې لا دوام لري.
طالبانو واک ته تر رسېدو راهيسې پر افغان ښځو د کار، زده کړو، تګ-راتګ او ګڼو نورو برخو کې سخت محدوديتونه وضع کړي او د ملګرو ملتونو کارپوهانو د طالبانو دا محدوديتونه د «جنسيتي آپارتايد» په نامه ياد کړي.
د ملګرو ملتونو مدافع وکيلانو له دې وړاندې ويلي وو، چې يو شمير ښځو د طالبانو له خوا د دوی د طلاقونو د باطليدو وروسته مجبورې شوي بيرته خپلو هغو مړونو ته ورستنې شي چې له تاوتریخوالي ډک چلن یې ورسره کړی دی.
یوناما هم ورته اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې په افغانستان کې له لسو څخه نهه ښځې حد اقل د خپل یوه نږدې نارینه خپلوان له لوري فزيکي، جنسي او يا رواني زور زياتی تجربه کوي او افغانستان یې یو له هغو هیوادونو ګڼلی دی چې د نړۍ په کچه له ښځو سره پکې تر ټولو زیات تاوتریخوالی کېږي.