سپین بولدک کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ نښته؛ هند پر افغان ملکي وګړو برید وغنده

اطلاعات روز: د هند د بهرنیو چارو وزارت په سپین بولدک کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ وروستۍ نښتې ته په غبرګون کې ویلي، چې دوی «پر بې ګناه افغانانو برید» غندي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال پرون (دوشنبه، ۱۷ د لیندۍ ) په یوه خبري ناسته کې ویلي: «هند د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا، حاکمیت او خپلواکۍ په کلکه ملاتړ کوي.»

د تېرې جمعې په شپه د سپین بولدک-چمن اړوند ډیورنډ کرښه کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ یو ځل بیا نښته وشوه.

طالبانو منلې چې په دې نښته کې د دوی یو سرتېری او څلور ملکي وګړي وژل شوي او پنځه تنه نور ټپیان شوي دي.

طالبان وایي، نښته پاکستاني لوري پیل کړه او وروسته دوی ځواب ویلو ته اړ شول.

پاکستان او طالبان شاوخوا دوه میاشتې وړاندې نږدې یوه اونۍ نښته وکړه او بیا یې د قطر او ترکیې په منځګړیتوب اوربند اعلان کړ.

خو، دواړه خواوې تر اوسه پورې په قطر، ترکیې او سعودي عربستان کې په ترسره شویو خبرو اترو کې یوې هوکړې ته نه دي رسیدلي او د تاوتریخوالي کمولو کې پاتې راغلي دي.

د دې کړکېچونو په پایله کې ترانزیټي لارې تړل شوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري په ټپه درېدلې ده.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه