ملګري ملتونه: د ښځو تر مشرۍ لاندې سازمانونه د بودیجې له سخت کمښت سره مخ دي

اطلاعات روز: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې دفتر وايي، چې د ښځو تر مشرۍ لاندې سازمانونه د بودیجې له ویجاړونکي کمښت سره مخ دي او اړ کېږي چې خپل کارکوونکي له دندو اخراج کړي.

دې دفتر ایکس کې پر خپله پاڼه په یوه پیغام کې لیکلي، چې د ښځو تر مشرۍ لاندې سازمانونو د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره د ملا د تیر حیثیت لري.

دغه بنسټ زیاته کړې ده: «سره له دې، ډېری اوس د بودیجې له ویجاړونکي کمښت سره مخ دي او دوی دېته مجبوره کوي چې هماغه ښځې چې خدمتونه پرمخ بیايي له دندو لېرې کړي. موږ نشو کولی د لومړۍ کرښې مشري له لاسه ورکړو.»

افغانستان سره بهرنۍ مرستې داسې مهال کمې شوي، چې طبیعي پیښو او د کډوالو پراخه راستنیدو په دې هیواد کې د فقر او بیکارۍ بحران لا پسې خراب کړی دی.

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، چې په افغانستان کې د خوړو ناامني او خوارځواکۍ په خطرناکه کچه مخ په زیاتیدو دي.

دغه سازمان ویلي، چې د بودیجې کمښت د مرستې ترلاسه کونکو شمیر له ۱۰ میلیونو څخه دوه میلیونو ته راښکته کړی دی.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه