د خوړو نړیوال پروګرام: په افغانستان کې د خوړو ناامني او خوارځواکي مخ پر زیاتېدو دي

Photo: WFP

د خوړو نړیوال پروګرام وایي چې په افغانستان کې د خوړو ناامني او خوارځواکي په چټکۍ مخ پر زیاتېدو دي.

دې بنسټ نن (یکشنبه، ۱۶ د لیندۍ) پر ایکس لیکلي چې په ژمي کې به د ښځو او ماشومانو خوارځواکي نوره هم زیاته شي او داسې کچې ته به ورسېږي چې په وروستیو کلونو کې به یې ساری نه وي لیدل شوی.

د خوړو د نړیوال پروګرام د اجرایوي برخې مرستیال کارل سکاو له الجزیرې سره د خبرو پر مهال په افغانستان کې د سختې لوږې او بودجې د کمښت په تړاو اندیښنه ښوولې.

ده ویلي چې د بودجې کمښت د دې لامل شوی چې د خوړو نړیوال پروګرام له ۱۰ میلیون څخه دوه میلیون وګړو ته د هغو خلګو شمېر راکم کړي چې دې ادارې یې ملاتړ کاوه.

د خوړو د نړیوال پروګرام د اجرایوي برخې مرستیال د ژمي پر مهال د خوړو مرستو ته د نه لاسرسي له امله د ماشومانو د احتمالي مړینې په تړاو خبرداری ورکړی.

د ملګرو ملتونو له شمېرو سره سم، په افغانستان کې تر پنځه کلنۍ کم عمره ۳.۵ میلیون ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي. همدارنګه تر یو میلیون او ۲۰۰ زره زیاتې شیدې ورکوونکې ورکوونکې او حاملې میندې هم له خوارځواکۍ کړېږي.

په عین مهال کې د روان کال پر مهال د ملګرو ملتونو نورو بنسټونو هم په افغانستان کې د بشرپالې بودجې د کمښت او د هغو د پایلو په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دې چې د بودجې د کمښت له امله نه شي کولای میلیونونو اړمنو ته مرستې ورسوي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه