ایرانی چارواکی: د دوغارون له لارې ۱.۸ میلیونه کډوال افغانستان ته ستانه شوي

اطلاعات روز: د ایران د خراسان رضوي ولایت د امنیتي او انتظامي چارو مرستیال امرالله شمقدري ويلي، چې روان کال کې يو ميليون او ۸۰۰ زره کډوال د دوغارون – اسلام‌کلا له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

نوموړي د تسنیم خبري اژانس سره په یوه مرکه کې ویلي، چې د افغان اتباعو دا وتل په وروستیو کلونو کې تر ټولو لوی شمیر په ګوته کوي.

د ایران دې چارواکي زیاته کړې: «د ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته چې د اتباعو د وتلو د تر ټولو لوړ بهیر شاهدان وو، په وروستیو میاشتو کې دا لړۍ یو ثابت او د مدیریت وړ حالت ته رسېدلې او د پام وړ کموالی مو درلود.»

شمقدري د خراسان رضوي ولایت د کار بازار او د خدماتو جوړښت باندې د کډوالو د پراخ وتلو  اغیز ته اشاره کړې او ويلي يې دي چې اټکلونه ښيي د دوی وتل د کار بازار، ښاري خدماتو او امنیتي برخو باندې شاوخوا ۱۰ سلنه اغېز کړی او هېڅ د پام وړ بدلون یې نه دی رامنځته کړی.

ایراني چارواکو مخکې ویلي وو، چې په ایران کې د افغان کډوالو نفوس څو میلیونو ته رسیږي.

ایران د روان کال په لومړیو کې له هغو کډوالو څخه چې د سرشمېرنې پاڼې یا اسناد لري غوښتي وو، چې له دې هېواده ووځي. د دې کسانو شمیر دوه میلیونه ښودل شوی وو.

د دې ترڅنګ له پاکستان څخه هم د کډوالو د ایستلو پروسه روانه ده. دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د اقتصادي بحران سره مخ دی او خلک بې کاره دي. خو، په همدې حال کې بیا یو شمیر کډوال هڅه کوي چې په قاچاقي لارو ځانونه بیرته ایران ته ورسوي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه