په خوست کې د طالبانو له لوري د یوه تورن علني اعدام ته په زرګونو نندارچیان راغلي وو. په خوست کې د طالبانو د والي دفتر اعلان وکړ چې د لیندۍ پر یوولسمه د سې شنبې په وځ د دې ولایت په لوبغالي کې د اعدام نندارې ته ۸۰ زره تنه راټول شوي وو. د طالبانو د والي ویاند مسغفر ګربز لیکلي چې د منګل په نوم یو تن چې د یوې کورنۍ په وژنې تورن وو، د مقتول د یوه خپلوان له لوري قصاص شوی دی. ده وویل چې د منګل (په عام محضر کې قصاص شوی کس) دوه زامن هم په اعدام محکوم شوي دي، مګر دا چې د مقتول یو شمېر وارثان له هیواده بهر دي، د وارثانو د حضور تر وخته د هغوی د اعدام حکم ځنډول شوی دی.
مستغفر ګربز پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې دې کس او دوو زامنو یې لس میاشتې وړاندې د خوست د «علي شیر» ولسوالۍ په «بوخانه» کلي کې د یوې کورنۍ ۱۳ غړي په «وحشیانه او مرموز» ډول وژلي وو. دا په هیواد کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې او د طالبانو د مشر ملا هبت الله په امر د رسمي اعدام دوولسمه پېښه وه. داسې ښکاري چې طالبانو د دې علني اعدام په اعلانولو سره غوښتل چې زیات خلک یې نندارې ته ورشي. دا د طالبانو لپاره له یوې خوا فرصت و چې د اعدام د عمومي حکم په تړاو عامه ملاتړ وښیي او له بله لوري داسې وښیي چې د دوی د تاوتریخجنو مذهبي احکامو عملي کېدل د افغانستان د کلتور یوه نورماله برخه ده.
د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا راپورچي ریچارډ بېنټ د طالبانو د دې قصاص عملي کېدو ته په غبرګون کې ولیکل: «د خوست په لوبغالي کې د یوه سړي علني اعدام چې له راپورونو سره سم د یوه ۱۳ کلن هلک له لوري ترسره شو او د ماشومانو په ګډون په زرګونو تنو یې ننداره وکړه، د بشري حقونو یو فاحش نقض او د انساني کرامت سپکاوی له اسلامي قوانینو سره هم برابره چاره نه ده.»
قصاص ته لېوالتیا
په افغانستان کې د اعدام په مراسمو کې د دومره شمېر خلکو ګډون بې مخینې دی. یو شمېر کسان د اعدام د دې صحنې د لیدلو لپاره ونو ته ختلي وو. کومې ویډیوګانې او عکسونه چې په ټولنیزو پاڼو کې خپاره شوي دي، ښیي چي زیات شمېر خلکو د دې پېښې د لیدلو لپاره لوبغالي ته تللي وو، ترڅو د ډزو صحنه په خپلو سترګو وویني. که څه هم یو شمېر نور هیوادونه هم د اعدام قوانین لري، مګر دا چارې په عام محضر کې نه ترسره کېږي. طالبان چې کوم څه د «تأمین عدالت» او د «شرعي حدودو» عملي کول ګڼي، د هغو قاضیانو په وسیله یې عملي کوي چې په خپله یې د جمهوریت د دوو لسیزو پر مهال پر نظامي او ملکي اهدافو ځانمرګي او وسله وال بریدونه او چاونې ترسره کړې دي.

طالبان وایي، چې د قصاص حکم د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده په امر او د دریو محکمو تر ارزونې وروسته عملي کېږي او د زرګونو کسانو په ګډون سره غواړي ثابته کړي چې د ټولنې وګړي د دوی له دې چارې سره همغږي دي. داسې ښکاري چې د تېرو څلورو کلونو پر مهال د طالبانو تبلیغات بې ګټې نه وو او توانېدلي چې د ټولنې پام وړ برخه د خپلو سختدریځو افکارو منلو ته راوبولي. طالبانو د اعدام په مراسمو کې د خلکو ګډون ته هیڅ حد نه وو ټاکلی او له ماشومانو څخه واخله بیا تر سپین ږیرو پورې ټولو خلکو پکې کړی وو. طالبانو یوازې پر ویډیو او انځور اخیستلو بندیز لګولی و. د طالبانو د همدې امر او وېرې له وجې تر اوسه د ډزو د صحنې هیڅ ډول ویډیو او انځور نه دي خپاره شوي. ډېری شنونکي په دې اند دي چې د داسې اعدامونو ننداره په ځانګړې توګه چې د قربانیانو د کورنیو له لوري په مستقیمو ډزو سره ترسره کېږي، کولای شي پر ځوانانو او ماشومانو سخت رواني اغېز وکړي؛ ممکن دا صحنې د هغوی په ذهن کې ثبت پاتې شي او له امله یې ډار، اضطراب او رواني اختلالات ورته پېښ شي.
د لرغوني روم پر مهال هم پاچاهانو د خپل واک ښودلو او د خلکو د بوخت او خوښ ساتلو لپاره په «کولوسیوم» نومي ځای کې د پیاوړو تورزنو تر منځ د تورې وهنې سیالۍ جوړولې (چې اکثریت مهال به مغلوب اړخ پکې وژل کېده) او یا به یې هم په همدې میدان کې د خلکو د سترګو پر وړاندې اعدامونه ترسره کول. په دې پېښو کې چې ډیر کله مرګ ژوبلې کیدلې، خلک به یې نندارې ته راغونډ وو. طالبان هم دا وخت د هماغه روش له مخې خلک د اعدام نندارې او دُرو وهلو ته رابولي. په داسې ځایونو کې د خلکو پراخ ګډون طالبانو ته دا زمینه ورکوي چې وښیي د افغانستان خلک د دوی د سیاستونو ملاتړ کوي.

طالباني عدالت
په داسې حال کې چې په داسې غونډو کې ډېری حاضر وګړي د داسې تاوتریخوالي د پایلو او د یوه نورمال روش په توګه د هغو د رسمي کېدلو په تړاو فکر نه کوي، مګر په عین مهال کې دا پوښتنه مطرح کېږي چې ایا د طالبانو په عدلي او قضایي دستګاه کې د واقعي عدالت د تأمینېدو شونتیا شته؟ طالبان د «شریعت د تطبیق» خبره کوي، مګر د اعدام د داسې حکم د عملي کېدو لپاره یې هیڅ ډول مدون، مشخص او شفاف قانون نه دی خپور کړی. د طالبانو په حکومت کې یوازې ملا هبت الله اخوندزاده دی چې هر وخت کولای شي د اعدام امر ورکړي؛ په داسې حال کې چې د هغه د داسې حکم نه کوم لاسلیک، نه مهر او نه هم رسمي سند خپرېږي. تر اوسه ده ته یوازې یو منسوب عکس خپرېږي او په کومه عامه غونډه کې تر اوسه نه دی لیدل شوی. طالبانو ده ته یو شمېر منسوب غږیز پیغامونه هم خپاره کړي، مګر د فزیکي شتون په اړه یې لا هم اندیښنې پر ځای دي او د ژوند په تړاو یې هم پوښتنې مطرح کېږي. له دې هر څه سره-سره چې دا سړی په پټه ژوند کوي، خو بیا هم د اعدام او قصاص احکام صادروي او دا د جرم د کمولو په توګه د یوه ابزار په توګه معرفي کوي.
د دې مراسمو پراخ ولسي هرکلي (حد اقل په خوست کې) ته په کتو سره شونتیا داده چې د پخوا په پرتله د طالبانو پر ځان باور نور هم زیات شوی او داسې علني اعدامونه به نور هم زیات کړي؛ په داسې حال کې چې د عدالت د تأمین هیڅ ډول تضمین نشته – البته د داسې نندارو جوړول د طالبانو د قدرت په ټینګولو کې سیاسي اغېز لرلای شي. کوم څه چې په خوست کې پېښ شول، نه یوازې د طالبانو له لوري د عدالت د اجرا په تړاو جدي پوښتنې راپورته کوي، بلکې د افغانستان عمومي کلتور او د تاوتریخوالي د منلو او پاللو لپاره یې چمتووالی هم له جدي پوښتنې سره مخ دی.
