د پاکستان پخوانی استازی: طالبان د بې چاره خلګو په کنټرولولو خوښ دي

Photo: Independent Urdu

د افغانستان په چارو کې د پاکستان پخواني استازي اصف دراني ویلي چې طالبان «د هغو بې چاره خلګو په کنټرولولو خوښ دي چې د دوه وخته ډوډۍ په موندلو پسې لالهانده دي».

ده نن (یکشنبه، ۱۶ د لیندۍ) پر ایکس په یوه پیغام کې ویلي چې «افغانستان د خپلو رهبرانو له لوري لیلام ته وړاندې شوی؛ هغه رهبران چې اوس مهال په بهر کې ناست دي او هر ډول نعمتونه لري، مګر غریب افغانان له سخت حالته کړېږي او پر نړیوالو مرستو متکي دي».

دې پخواني پاکستاني ډیپلوماټ ویلي چې ټولو د افغانستان په سقوط کې ونډه لرله.

د دراني په باور، د افغانستان وضعیت هغه وخت د خپلو واکمنو له مهاره ووت چې داوود خان د ظاهر شاه سلطنت ړنګ کړ.

ده ویلي چې د مجاهدینو او طالبانو په را پیدا کېدو سره بنسټونه وپاشل شول او د دې جریانونو رهبرانو «د افغانستان د حاکمیت په نوم، د خپلو جیبونو د ډکولو معاملې وکړې».

دراني ویلي: «افغانستان نن د ګڼو ترهګرو ډلو په پناهځای بدل شوی او اوسني واکمن د هغو غریبو خلګو په کنټرولولو خوښ دي چې په دوه وخته ډوډۍ پسې لالهانده دي. خدای دې د افغانستان پر بې وسه خلګو رحم وکړي. آمین.»

طالبان او پاکستان دا مهال له یوه-بل سره په شخړه کې دي او له همدې کبله د افغانستان او پاکستان پولې تړلې دي او د دواړو تر منځ سوداګري په ټپه ولاړه ده.

د لارو تړل کېدو په افغانستان کې خوراکي توکي ګران کړي؛ په داسې حال کې چې د پر له پسې وچکالۍ، د مرستو د کمښت او څو میلیونه کډوالو د راتګ له امله د خلګو اقتصادي وضعیت نور هم خراب شوی دی.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه