هلمند کې د چت پرېوتلو له امله د یوې کورنۍ درې تنه مړه شوي

هلمند کې د طالبانو مسوولین خبر ورکوي چې د دې ولایت د موسی‌ کلا ولسوالۍ اړوند په «چیل» سیمه کې د خونې د چت لوېدو له امله د یوې کورنۍ درې تنه مړه شوي او درې نور ټپيان دي.

د هلمند د امنیې قوماندانۍ لپاره د طالبانو ویاند نصیر احمد مهاجر وایي چې دا پېښه نن سهار (شنبه، ۱۵ د لیندۍ) اووه بجې شاوخوا رامنځ ته شوې.

د هغه د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې دوه نارينه او یوه ښځه مړه شوي او درې نور کسان ټپیان شوي.

مهاجر ویلي چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او روغتیایې حالت یې د ډاډ وړ ښوول شوی دی.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه