د پښتو ژبې ناسپړلی حالت او د افغانستان پر فکري وده او سیاسي کړکېچ یې اغېز

هادي میران

یادښت: اطلاعات روز د افغانستان د بېلابېلو مسایلو په اړه بېلابېل اندونه خپروي او دا اندونه د اطلاعات روز او د مخته وړونکو د نظر استازیتوب نه کوي. اطلاعات روز یوازې د اندونو د بیان زمینه برابروي او د خپرو شویو اندونو په تړاو د رد او تایید دریځ نه لري. په مقالو او یاداښتونو کې بیان شوي نظرونه او د ادعاوو د سموالي او ناسموالي مسوولیت د لیکونکو دی. اطلاعات روز د خپرو شویو مطالبو په تړاو د تنقیدي مقالو هرکلی هم کوي.

مقدمه

د یوې ژبې ناسپړلی حالت هغه وضعیت دی چې یوه ژبه پکې د جوړښتیزو، تاریخي، کلتوري او ټولنیزو محدودیتونو له امله نه شي کولای چې د تفکر او فلسفې ژبه شي. د داسې وضعیت لامل په خپله ژبه نه ده، بلکې له زده کړییزو بنسټونو، د لیکنې له دود، دیوان سالاري او د کتاب د خپرونې او لیکنې له بازار سره تړاو لري چې له یوه اړخه دا ژبه د منځپانګې له مخې فقیره ساتي او له بله اړخه په دې ژبه غږېدونکي د ادبیاتو، فکر او فلسفې د تولید بازار ته له لاسرسي بې برخې کوي. په داسې چاپېریال کې د انتزاعي پوهي تولید او لېږد او همدا راز د ټولنې د فکري ظرفیت وده سخته محدودېږي او ژبه نوره د نرم قدرت وسیله نه پاتېږي او نه هم بنسټونه چلولای شي او نه دولت مخته وړلای شي. 

له همدې امله چې کله یوه ژبه نه شي کولای چې د دولت جوړونې رول ترسره کړي، دولت د یوه معیوب جوړښت په توګه دوام نه شي کولای او پاشل کېږي. دا مسئله د افغانستان په معاصر تاریخ کې ډېره څرګنده ده، چیرته چې د ژبې ستونزې سیاسي کړکېچونه زېږولي، مدني ګډون یې محدود کړی او واک په ځانګړو ډلو کې متمرکز شوی دی. 

په دې لیکنه کې د تېرې یوې پېړۍ پر مهال د پښتو ژبې پر ناسپړلي حالت او د افغانستان پر فکري ودې او سیاسي کړکېچ یې د اغېز بحث کېږي. موندنې ښيي چې د افغانستان د دولتونو هڅو د پښتو ژبې د ودې او پراختیا لپاره نه یوازې د دې ژبې د ویونکو لپاره د ادبیاتو، افکارو او فلسفې نړۍ ته لاره نه ده هواره کړې، بلکې د ژبني تعصب په رامنځته کولو سره یې د هغوی لاسرسی د فارسي ژبې ډګر ته هم محدود کړی دی. د دې سیاست پایله دا شوې چې په افغانستان کې فکر او اند شنډ شوي او له دې امله رامنځته شوي کړکېچونه د مهارېدو وړ نه دي. 

دا لیکنه د ژبې پر همدې رول بحث کوي چې څرنګه د تولید او پوهې و اند د لېږد بهیر اغېز وارزوي او دا چې دې هر څه څرنګه د افغانستان پر سیاست او کړکېچ سیوری کړی دی. د دې سکالو د زیاتې روښانتیا په موخه به تاریخي بېلګې، زده کړییز راپورونه او کلتوري شمیرې هم د استدلال په توګه وړاندې شي چې ښیي ژبني محدودیتونه څرنګه په مستقیمه توګه د سیاسي ګډون وړتیا، د نهاد جوړونې قدرت او ټولنیز انسجام کموي او په افغانستان کې کړکېچونه نور هم اوږدوي. 

فکري چوکاټ 

د ژبې او ذهن اړیکه تعاملي او سازماني ده؛ له همدې امله د ژبې ظرفیت د ذهن د ودې ظرفیت هم تعینوي. ډېری څېړونکي ژبه یوازې د اړیکې نیولو وسیله نه بولي بلکې یو داسې چوکاټ یې ګڼي چې فکري چوکاټ رامنځته کوي، مفاهیم زېږوي او د نړۍ په تړاو انساني لید جوړوي. د (Lucz, 1998; Whorf, 1956) د لید له مخې، ژبه کولای شي پر درک، د مفاهیمو پر طبقه بندي او انتزاعي اندونو مستقیم اغېز ولري. نحوي/ګرامري جوړښت، ویونه/الفاظ او د ژبې استعاري ډول د ژبې داسې فیلټر رامنځته کوي چې افراد یې له لارې نړۍ ویني او تجربه کوي یې. ورف په دې باور دی چې کله ژبه د عِلّي اړیکو یا انتزاعي تفکر د بیان لپاره مناسب ویونه ونه لري، د حسي تجربو په تړاو د ذهن چلند محدودېږي او د ژبې د سازماني کولو اړیکه کمزورې کېږي. دا وضعیت د انتقادي تفکر د تولید پر ظرفیت او د پېچلو مسایلو پر حل اغېز کوي. 

ویتګنشتاین (Wittgenstein, 2009) هم د ژبې په فلسفه کې ټینګار کوي، چې د ژبې ظرفیت په حقیقت کې زموږ د نړۍ او تفکر پولې ټاکي. دی په دې باور دی چې محدوده او شنډه ژبه د نویو مفاهیمو د جوړېدو او انتزاعي لید مخنیوی کوي. د وتګنشتاین په اند، په داسې حال کې اند له اومې او حسي کچې پورته نه ځي او د ژبې په نابالغ او ناسپړل شوي حالت کې د تفکر وده او د پدیدو د تحلیل ظرفیت شونی نه دی. د ده په اند، کله چې یو یو لفظ په ټولنیز جوړښت او یا عمل کې ونه کارېږي، ګټوره معنا نه شي تولیدولای. هاکر (Hacker, 2013) هم د وتګنشتاین شننې ته په ورته بڼه وایي، چې کوم الفاظ په علمي او ټولنیزه برخه کې نه کارېږي نو د معنا ورکولو ظرفیت یې ختمېږي. یا هم په بل عبارت، د یوه لفظ معنا او مفهوم په علمي او ټولنیزه برخه کې د هغه کارېدل ټاکي. 

له دې سره-سره، د روانپوهنې څېړنې ښیي چې د الفاظو ډېروالی، د ژبې له جوړښته استفاده او استعاري مهارت د مغز د شناخت له شبکو سره اړیکه لري او دا اړیکه د انتزاعي تفکر وړتیا، استدلال او د مسلې حل پیاوړی کوي. له همدې کبله، هر څومره چې الفاظ زیات وي او نحوي جوړښت یې د کارېدو وړ وي، هغه عصبي شبکې ورسره فعاله کېږي چې تړاو یې له پېچلي تفکر سره دی. له همدې کبله یوه پرمختللې ژبه چې زیات الفاظ ولري، ګرامري/نحوي جوړښت یې تکامل کړی وي، ذهن داسې روزي چې کولای شي مفاهیم په دقیقه توګه دسته بندي، اندونه فورمول بندي او پدیدې تحلیل کړي (Gentner, 1983, Goldin-Meadow, 2003; Carey, 2009). 

د اعصابو د علومو څېړنې هم ښیي چې د ژبې او شناخت تر منځ تعامل په مغز کې د عصبي پراختیا شبکه رامنځته کوي. الفاظ او نحوي جوړښتونه د عصبي بېلګو په توګه ذخیره کېږي او په دې توګه دا شبکې د مفهومي شننې، د پوهي د سازماندهي کولو او په ساختاري پوهي د شخصي تجربو د بدلولو لپاره د ذهن ظرفیت لوړوي (Pulvermuller, 2013; Friedrici, 2011). د دې نظریې له مخې، ژبه په مغز کې یوازې د اړیکې نظام نه دی بلکې د داسې بېلګو/الګووو شبکه ده چې هر څومره بډایه وي، د شناخت پراخې شبکې فعالولای شي.

د ساپیر-ورف فرضیه (Sapir, 1929; Whorf, 1956) هم چې د «ژبني نسبیت» په نوم مشهوره ده، ژبه د ادراک او تفکر یو چوکاټ ګڼي. د دې لید له مخې، ژبه د شناخت یو داسې نظام دی چې د اند جوړونې امکانات رامنځ ته کوي. ورف په دې باور دی چې هره ژبه د خپلو الفاظو او نحوي/ګرامي جوړښت په دننه کې خپلو ویونکو ته ځانګړې ذهني نړۍ جوړوي. له دې امله ژبه نه یوازې د معنا د انتقال یو ابزار دی بلکې تفکر هم رامنځته کوي او په دې توګه د ژبې فقر یا بډایتوب کولای شي د علِّي شننې، د پدیدو د څو اړخیزې ارزونې او د پېچلو مفاهیمو د تولید لپاره انساني ظرفیت پراخ او یا هم محدود کړي. 

د لوسي (Lucz, 1998) څېړنې هم ښیي چې د ژبو تر منځ د الفاظو او ګرامر توپیرونه د تجربو په دسته بندي کې د توپیرونو، پدیدو او استدلالي بهیرونو ته د پاملرنې لامل کېږي. دی ټینګار کوي چې د ژبې په جوړښت کې واړه تفاوتونه هم کولای شي د لید په ډول،  د پدیدو او استدلال په درجه بندي کې د تفاوت لامل شي. لوسي ټینګار کوي چې ژبه یوازې د ورځني ارتباط وسیله نه ده، بلکې یو داسې میکانیزم دی چې زموږ ذهني جوړښت هم پکې رامنځته کېږي. دی په دې باور دی چې د پدیدو د درجه بندۍ ډول، د مفهومي روابطو درک او حتا زموږ د شاوخوا نړۍ په تړاو لید د ژبې د ظرفیت په دننه کې رامنځته کېږي. 

له دې ټولو نظریاتو په ټوله کې داسې مفهوم اخیستل کېږي چې یوه برلاسې ژبه د انسان لپاره د ادراک زیات امکان برابروي. کومه ژبه چې د الفاظو پراخه زېرمه، انعطاف منونکی جوړښت او بډایه استعارې ولري د خپلو ویونکو د درک او شناخت لمن پراخوي؛ د دې په مقابل کې محدوده ژبه د تازه مفاهیمو د تولید او د تخیل قدرت کموي. یا هم په بل عبارت، پرمختللې ژبه د انتزاعي تفکر امکان زیاتوي او د پوهې د تولید ملاتړ کوي، په داسې حال کې چې محدوده ژبه ټولنه د ساده تجربو په کچه ساتي او د ودې او فکري پرمختګ خنډ کېږي. 

د ناسپړل شوې ژبې د پایلو د لا ښه درک لپاره د پاکستان تجربه ارزولای شو. هلته که څه هم اردو ژبه رسمي ده، خو د زده کړییزو جوړښتونو د نه پاملرنې، د پوهنتون په کچه د کم اعتبار او د ادبي تولید د محدودیت له امله دا ژبه د موډرنې پوهې د تولید په ژبه نه ده بدله شوې. له همدې کبله انګلش ژبه په پاکستان کې عملا د قدرت او پوهې د تولید ژبه پاتې شوې. دا مثال دا واقعیت بیانوي چې کله یوه ژبه د علم د تولید بنسټونه، مجهز علمي مراکز او د ژباړې دود ونه لري، نو که سیاسي ملاتړ هم ولري، نه شي کولای د موډرنو افکارو د تولید بستر شي. په افغانستان کې پښتو ژبه هم په دې چوکاټ کې ارزول کېدلای شي. 

پښتو ژبه

پښتو ژبه د هندواروپایي کورنۍ د سویل ختیځو ایراني ژبو یوه څانګه ده چې په افغانستان او پاکستان کې ویل کېږي. د پښتو ژبو د ویونکو دقیق شمېر معلوم نه دی، مګر ډېرې ارزونې یې شمېر د ۴۵ او ۵۵ میلیونو تر منځ ښیي. پښتو د افغانستان د پښتنو لومړۍ ژبه ده. که څه هم پښتنو د تېرو څو پېړیو پر مهال په ډیلي، وروسته په اصفهان او بیا په افغانستان کې واکمنۍ کړې دي، مګر پښتو ژبه بیا هم په محلي کچه پاتې وه او فارسي ژبه د حکومت او لیکنې رسمي ژبه وه. له سیاسي لوړو-ژورو سره-سره په سیاست او قدرت کې برلاسو پښتنو لپاره پښتو ژبه د ۱۹مې پېړۍ تر لومړیو پورې یوه رسمي ژبه نه وه، مګر په محلي کچه د تعاملاتو او د عواطفو او احساساتو د بیان یوه ژبه وه او استفاده ترې کېده (Encyclopedia Britannica, 2025; UNESCO, n.d). 

د امیر دوست محمد خان او عبدالرحمان خان د واکمنیو پر مهال پښتو په تدریجي توګه خپل زده کړییز ځای پیدا کړ او په پېښو او د هند په شمال لوېدیځ کې هم پښتو ته په ادبي او زده کړییزه کچه پاملرنه وشوه او د پښتنو د کلتوري اړخ د بیان یو بستر شوه. د حبیب الله خان د واکمنۍ پر مهال له ترکیې راستانه شوي مفکر محمود طرزي چې له ترکي ملتپانې اغېزمن و، د «سراج الاخبار» ورځپاڼې په خپرولو سره د پښتنو پر محور د ملي هویت بحث سیاسي میدان ته راووړ. د ۱۳۱۶ لمریز کال پر مهال د محمد ظاهر شاه په امر پښتو ټولنه جوړه شوه. د دې ادارې موخه د الفاظو د جوړولو، د ژبې د قوانینو د تعریف او د زده کړییزو متونو د تولید په چوکاټ کې د پښتو ژبې د معیاري کولو لپاره هڅې کول و چې وکولای شي د ژبې او ادبیاتو له لارې د یوه تعریف شوي هویت نظریات برابر کړي (Omarkhel, H., & M. Q. 2024). 

که څه هم دې ادارې د یوې رسمي او د پښتنو د یوه واحد هویت د بیانوونکې ژبې په توګه د پښتو د ودې لپاره پراخې هڅې وکړې، خو د افراطي سیاست له امله یې ونشوای کولای چې د پښتو ژبې د ویونکو تر منځ د تفکر او نظریاتو تولید ته زمینه برابره کړي (Dupree, 1973). د همدې موخې د لاسته راوړلو په لړ کې «انیس» لومړۍ ورځپاڼه وه چې د فارسي تر څنګ یې په پښتو ژبې هم خپرونې کول پیل کړل. دا چې د پښتو ټولنې ایجاد تر ډېره حده یو سیاسي اقدام و، نو له امله یې نه یوازې د پښتو ژبې له راپورته کولو سره مرسته ونه کړه بلکې په فارسي ژبه یې هم د فکر، پوهې او ادبیاتو د تولید مخه ونیوله. له همدې وجې دا خبره کېدلای شي چې د پښتو ټولنې د کار پایله د دې پر ځای چې فکر تولید کړي او د نړۍ معتبر علمي متون پښتو ته وژباړي، بلکې سیاسي، هویتي، زده کړییز او اجتماعي ستونزې یې وزېږولې او د افغانستان اوسني معاصر کړکېچونه هم په همدې زمینه کې څېړل کېدلای شي. 

له دې پرته، د افغانستان د ښوونیز نظام مطالعه څرګندوي چې پښتو ژبه لا هم د ودې او تکامل کچې ته نه ده رسیدلې چې وکولای شي د تفکر او پوهې، د پوهنتوني څېړنو د تولید او موډرنې بیوروکراسۍ ژبه شي. دوه ژبي دولتونه اړ دي چې ځیرکانه سیاسي تګلاې جوړې کړې او ښه مدیریت وکړي او د څو اړخیز کلتور واقعیت ومني، که دې ته پاملرنه ونه شي نو دوه ژبي توب د ملي احساساتو د ژوبلېدو لامل کېږي او په ټولنیزه کچه لوی درز راپیدا کوي. کوم هیوادونه چې دوې رسمي ژبې لري له ګڼو ستونزو لکه هویتي سیالۍ، ژبني تبعیض، زده کړییزو مشکلاتو، ګران بیې بیوروکراسۍ، سیاسي شخړو او اقتصادي نابرابرۍ سره مخامخ وي او د دې ننګونو د مهارولو لپاره ژمنې او متخصص مدیریت او د لویو اقتصادي لګښتونو ادا کولو ته اړتیا ده. که دا ننګونې په ځیرک ډول مدیریت نه شي، هره یوه یې په یوازې ځان کولای شي په ملي او ټولنیزه کچه درز ایجاد کړي. مګر له دې سره-سره چې پښتنو په هند او ایران کې واکمني کړې او دراني پښتانه په افغانستان کې د اوږدمهال لپاره واکمن پاتې شوي، بیا هم ولې تر نولسمې پېړۍ پورې پښتو ژبه له خپلې محلي کچې راونه وتله؟ د دې لاملونه جوړښتیز او تاریخي دي او په ګڼو څېړنو کې پرې بحث شوی دی. 

د تاریخي شواهدو له مخې، فارسي ژبه د دولت، کلتور، سیاسي او کلتوري مشروعیت ژبه وه. له دې سره-سره، په ټولو هغو سیمو کې چې وروسته افغانستان ونومول شوې، د سامانیانو له وخته بیا تر درانیانو پورې فارسي اداري، قضایي، علمي او ادبي ژبه وه. همدارنګه په هند کې چې کومو لودي او سوري پښتنو واکمنۍ کړې دي، د هغوی ټول اسناد، مکاتبات او کلتوري اثار په فارسي ژبه لیکل کېدل. بارفیلډ وایي، چې پښتانه پاچاهان په یوه بنسټیز شوي ژبني جوړښت کې نښتي و او فارسي ژبه د دولت دارۍ مهمه ستن وه او له همدې امله یې د تغییر اراده نه وه. له دې سره-سره، پښتنو فارسي ژبه یو ګواښ نه بلله او ژبنی تعصب یې ورسره نه درلود. د هند او افغانستان پښتنو واکمنو پښتو ژبې ته د پاملرنې پر ځای پر فارسي ویونکو لیکوالانو او شاعرانو اتکا کوله ځکه چې له یوې خوا یې د کار ظرفیت درلود او له بله اړخه د سیاسي مشروعیت لپاره هم ترې ګټه اخیستل اړین و. د Nawid (2012) په اند، پښتنو واکمنو له فارسي ژبې سره تعصب نه درلود ځکه فارسي ژبې د دوی واکمنۍ ته رسمیت ورکړی و. دی وایي چې پښتو ژبه تر نولسمې پېړۍ پورې محلي ژبه وه او لا هم لیکلو ته نه وه راغلې؛ که څه هم د شمېر له مخې د یوه لوی قوم ژبه وه مګر څو پېړۍ یې ادبي بنسټونه، د موډرنې ژبې دستور او د لیکنې منسجم دود نه درلود او نه هم د رسمي ښوونې ژبه وه او په دې توګه د تاریخ او فلسفې لیکنې په برخه کې هم نه وه. 

د Caroe (1958) د څېړنو په استناد، پښتو ژبه څو پېړۍ د قومي ډلو یوه ژبه وه او د لیکنې یو محدود دود یې درلود، خو په همدې مهال کې فارسي ژبې زرګونه ادبي اثار، فلسفي او عرفاني متون درلودل، منسجمه اداري ژبه وه او پښتو ژبه په جوړښتیزه توګه د دې درباري رول ادا کولو ته تیاره نه وه. کارو وایي چې قبیلوي جوړښت او د پښتنو سیاسي وېش د معیاري ژبې د رامنځته کېدو مخه نیولې وه. د کور په اند د معیاري ژبې لپاره متمرکز دولت، واحدې دیوان سالارۍ، ښوونیز نظام او نوموتو لیکوالو او شاعرانو ته اړتیا ده او په پښتو ژبه کې لا هم داسې ظرفیت نه و راڅرګند شوی. کارو زیاتوي چې د پښتنو واکمنو واک تر ډېره حده پر وېشلو، خپلواکو او نامتمرکزو قبایلو متکي و او په داسې جوړښت کې د پښتو ژبې د معیاري کولو شونتیا نه وه. 

دوپري Dupree (1973) هم په دې اند ده چې د پښتنو قبیلوي طبیعت د یوې واحدې ژبې د ودې مخه نیوله چې معیاري لیکنیز اصول ولري. له همدې امله، پښتو ژبه تر ډېره حده په محلي-قبیلوي هویت پورې تړلې وه او له دولت جوړنې یا هم اداري جوړښت سره چې د هغه وخت ستراتېژیکه اړتیا وه، تړاو نه و. دوپري په دې اند ده چې پښتو ژبه د فکر، فلسفې او لیکلي کتلور له تولید څخه پاتې شوه، ځکه چې د لیکنې بنسټونه، اداري رهبران، فلسفي-علمي شالید او درباري ملاتړ یې نه درلود؛ ځکه چې رسمي ژبه نه وه او په دې توګه یې د فکر، فلسفې، ټولنیزو علومو، تاریخ لیکنې او درباري ادبیاتو د تولید په برخه کې ونډه نه درلوده. دراني واکمن په فارسي ژبه کې را لوی شوي وو او په دې لړ کې تېمور شاه او شاه شجاع په فارسي ژبه شعر لیکه. حتا د شلمې پېړۍ په پیل کې د امیر حبیب الله په دربار کې فارسي لیکونکي کاتبان پر دندو وو او د دولت اداري ژبه فارسي وه. له همدې کبله د افغانستان تر ټولو معتبر تاریخي سند «سراج التواریخ» په فارسي ژبه لیکل شوی دی. 

که څه هم د تېرې یوې پېړۍ پر مهال د پښتو ژبې د پیاوړتیا لپاره د افغانستان دولت پراخ لګښتونه وکړل، مګر د ټولنپوهنې او فلسفې په برخه کې بیا هم پام وړ تولید ونه شو. کابل پوهنتون د ۱۳۹۲ لمریز کال پر مهال په پښتو ژبه د دوکتورا برنامه هم پیل کړه. د ډیورنډ کرښې بل اړخ ته د پېښور پوهنتون پښتو اکاډمي له ۱۹۵۵ کال راهیسې فعالیت کوي او د پښتو ژبې د ودې او پښتو ادبیاتو د تولید په برخه کې فعالیت کوي. د دې اکاډمۍ فکري او کلتوري تولیدات که هر څه وي، خو بیا هم نه ده توانیدلې چې د نیوکې او فکر د تولید بهیر په یوه برلاسي ارزښت بدل کړي او وراسته دودونه وننګوي. د الفاظو د ظرفیت له اړخه هم پښتو د نومهالې ودې له اړتیاوو سره برابره نه ده. د Shinwari (2019) له قوله، د پښتو ژبې تر ټولو لوی سیند چې د پېښور پوهنتون د پښتو اکاډمۍ له لوري لیکل شوی، ۹۸ زره مدخله لري. دا په داسې حال ک چې د فارسي ژبې دهخدا سیند/فرهنگ تر ۴۰۰ زره زیات مدخلونه لري (موسسه لغت نامه دهخدا). دا توپیر په ډاګه کوي چې پښتو ژبه د انتزاعي، تحلیلي او فلسفي مفاهیمو د بیان لپاره د فارسي ژبې په پرتله کم لغاتونه لري او په دې توګه یې پښتو ژبه د فلسفي اثارو د تولید له اړخه محدوده کړې ده. البته هیڅ ژبه هم په طبیعي توګه نیمګړې نه وي. د ژبې پاتې والی، د الفاظو کمښت، د فلسفي اثارو کموالی او په علمي کچه نه پرمختګ تر ډېره د سیاسي جوړښت، د علم تولیدوونکو بنسټونو او د ټولنې د فرهنګي فقر له امله وي چې ژبه له محلي راکړې-ورکړې نه شي ایستلای او علمي او فلسفي بلاغت ته یې نه شي رسولای. 

د ابن خلدون په اند، په قبیلوي ټولنو کې چې د واک محور نسب او خپلوي وي، هلته لیکنې، ودې او رسمي ښوونې او رونې ته اړتیا کمه وي. همدا وجه ده چې سره له دې چې پښتو ژبه میلیونونه ویونکي لري، خو لا هم تر نولسمې پېړۍ پورې د ژباړې، فلسفې او رسمي علومو ژبه نه وه. په افغانستان کې د ژبپوهنې په برخه کې څېړنې ښیي چې چې د خلکو ژبنی انتخاب نه یوازې د قومي او هویتي لېوالتیاوو له امله وي، بلکې د «ژبنۍ پانګې» (Linguistic Capital) تابع هم وي. دا چې فارسي ژبه په افغانستان کې د متن او ادبیاتو اوږد تاریخ لري، په اداري دستګاه کې پاتې شوې او په شعر او لیکنه کې یې هم حیثیت لوړ و، له همدې امله په ژبنۍ پانګې بدله شوې وه. مګر پښتو ژبه د بنسټیزو محدودیتونو او د لیکنیز دود د نشتون له امله له ژبنۍ پانګې شاته پاتې وه. د ۲۰۱۲ کال پر مهال د کابل پوهنتون یوه میداني څېړنه ښیي چې تر ۶۳ سلنې زیاتو پښتو ژبې ویونکو دې ته ترجېح ورکوله چې خپلې لوړې زده کړې په فارسي یا انګلیش ژبو وکړي، ځکه چې د دوی په اند دې ژبو د کار په پیدا کولو، د فکر په تولید او ټولنیز اعتبار ورکولو کې زیات امکانات لرل (Alamyar, 2012). دا شمیرې ښیي چې پښتو ژبه نه یوازې دا چې په رسمي توګه یې تکامل نه دی کړی، بلکې د زده کړیالانو د ازاد انتخاب په کچه هم نه ده توانیدلې چې ډاډمن حیثیت او اعتبار تر لاسه کړي. 

شننه او وروستۍ پایله

لکه څرنګه چې په نظري بحث کې ګڼ لیدلوري راواخیستل شول او ترې په ډاګه شوه چې د ذهني پدیدو په رامنځته کولو او سازماني کولو کې ژبه بنسټیز رول لري او ټول مفکرین په همدې اند وو خو باید دې ته مو فکر وي چې هره نظریه د دې پیوند بېلابېل اړخونه روښانوي. په دې منځ کې، ورف او لوسي تر ډېره د ژبني نسبیت پر اهمیت ټینګار کوي او ژبه د تجربې د درک او تنظیم میکانیزم بولي. په داسې حال کې چې ویتگنشتاین ژبه له ټولنیز او د استعمال اړخه څېړي او څرګندوي چې معنا له ژبنیو لوبو او د هغو له کارونې سره اړه لري. همدارنګه د عصبي علومو څېړنې ښيي چې دا اړیکه یوازې فلسفي او نظري نه ده، بلکې بیولوژیکي او عصب شناختي هم ده او د ژبې د لغوي پراخوالي یا نحوي جوړښت بدلونونه کولای شي عصبي شبکې بدلې کړي. 

لکه څرنګه چې وړاندې وویل شول، د ژبې فلسفه او د عصبي علومو څېړنې څرګندوي چې د ژبې د الفاظو/ویونو ظرفیت، نحوي جوړښت او استعاري وړتیا په مستقیمه توګه د هغې د ویونکو پر انتزاعي فکر، پېچلي استدلال، د قوانینو پر تعریف، د مدني بنسټونو پر رامنځ ته کېدو او ټولنیزې ودې مخامخ اغېز لري (Lucy, 1998; Whorf, 1956; Boroditsky, 2011; Pulvermüller, 2013; Friederici, 2011).  له همدې امله، نیمګړې یا هم ناسپړل شوې ژبه د انتقادي سوچ او د مدنیت د پراختیا توان کموي چې پایله یې په ټولنه کې فکري تنګوالی، د فکر کمښت او د ګټورو بنسټونو د ایجاد مخنیوی دی. له همدې امله ورف وایي چې کله یوه ژبه د علي اړیکو، نظري مفاهیمو یا تجریدی جوړښتونو د بیان لپاره اړین لغات او اصطلاحات ونه لري، د انسان ذهن زیاتره د حسي او خامو تجربو په کچه محدود پاتې کېږي. له همدې امله په داسې وضعیت کې د انسان د تحلیل، انتقادي قضاوت او د پېچلو مسئلو د حل وړتیا کمېږي، ځکه چې د دې ډول فکر د بیان لپاره مناسب ژبني وسایل نه شته. 

ویټگنشتاین ټینګار کوي چې د ژبې پولې، په حقیقت کې زموږ د نړۍ پولې دي؛ ځکه هغه څه چې نه شو یې بیانولای، ډېری وخت د هغه په اړه د فکر کولو توان هم نه لرو. هغه په ژبنیو لوبو کې روښانوي چې کلمې په ذات کې معنا نه لري، بلکې په ټولنیزو اړیکو کې د کلمو کارونه ورته معنا ورکوي. په دې حالت کې، که یوه ژبه د علمي، فلسفي یا نظري کارونې لپاره لازم ظرفیت ونه لري، د نوو مفاهیمو د جوړولو او انتزاعي تحلیل په برخه کې شاته پاتې کېږي.
د دې شننې له مخې، د افغانستان د بحران، د دې هېواد د ناسپړل شوي تاریخ او د پښتو ژبې د ناسپړلي حالت تر منځ مستقیمه اړیکه ده. پښتو ژبه له تاریخي پلوه محدوده وه ځکه چې فعال ښوونیز بنسټونه، منسجم لیکنیز دود، دیوان سالاري او د خپرونو بازار یې نه درلود او له همدې کبله یې د پښتني ټولنې د فلسفي او فکري ودې مخنیوی کړی او او په ټوله کې دې حالت د افغانستان پر ودې هم منفي اغېز کړی دی. بل اړخ ته، له فارسي سره د پښتنو مخالفت له فارسي څخه د یوه وړیا ابزار په توګه د استفادې امکان محدود کړی دی. هغه فارسي ژبه چې پخوا به پښتنو پاچاهانو پرې شعرونه ویل، خپل احساسات یې پرې څرګندول او د دولت اداري ژبه وه، د قومي-هویتي مخالفت له امله پردۍ معرفي شوه او په دې توګه ترې پښتانه عملاً بې‌برخې شول (Barfield, 2010; Nawid, 2012). برسېره پر دې، د رسنیو، ښوونیزو سرچینو، قضایي سیستم او عامه او عاطفي فضا دوه ‌ژبي کېدو د ثبات، امنیت او ملي یووالي په وړاندې ګڼ خنډونه راپیدا کړل چې د دولت لپاره یې حل مهم نه و. 

د دې انتخاب پایله د ټولنې په کچه د فلسفې او مدني بنسټونو د تولید رکود او د با‌ثباته ټولنې او دولت د جوړولو د وړتیا محدودېدل و. د ژبو د ظرفیت تحلیل هم ښيي چې د پښتو تر ټولو لوی سیند چې د پېښور پوهنتون د پښتو اکاډمۍ له‌خوا خپور شوی، شاوخوا ۹۸ زره مدخلونه لري، په داسې حال کې چې د فارسي دهخدا لغت‌نامه تر ۴۰۰ زرو زیات مدخلونه لري. دا توپیر څرګندوي چې پښتو ژبه د ټولنیز پرمختګ پر لور د فکر د تولید وسیله نه ده ګرځېدلې، بلکې د قومي ګټو لپاره د یوې سیاسي وسیلې په توګه کاریدلې چې له یوې خوا یې ژور ټولنیز او هویتي درزونه رامنځته کړي، او له بلې خوا یې د دې ژبې رکود ته لاره هواره کړې. همدې وضعیت په پښتي ټولنه کې د ټولنیز او کلتوري بدلون او د انتقادي تفکر د خپرېدو وړتیا له سختو خنډونو سره مخامخ کړې ده. 

سربېره پر دې، په پښتنو کې د فارسي‌ ضد روحیې خپرېدلو نه یوازې د پښتو ژبې له پرمختګ سره مرسته نه ده کړې، بلکې ژور سیاسي او ټولنیز درزونه یې پیدا کړل چې په اوسني وضعیت کې د دوامدار ثبات ټینګېدل ناشونی کوي ځکه کومه ژبه چې د تفکر د تولید وسیله نه شي، د ټولنیزو قراردادونو د تعریف او تمثیل او د پایدارو نهادونو د جوړولو مناسبه وسیله نه شي کېدای. لکه څنګه چې وویل شول، په نړۍ کې ژوند، په ژبه کې ژوند دی؛ هغه ژبه چې ذهن له واقعي نړۍ سره ونه نښلوي، خپل ویونکي له نړۍ بېلوي.

له همدې کبله د پښتو ژبې رکود د افغانستان د جوړښتي رکود په مانا هم تعبیرېږي خو بدلون په دې وضعیت کې تر هغه وخته ممکن نه دی تر څو پښتو ژبه د انتقادي تفکر او پوهې د تولید وړتیا ترلاسه نه کړي.

البته دا وضعیت نه ابدي دی او نه له ازله ټاکل شوی، بلکې د جوړښتي دودونو یوه مجموعه ده چې بدلون او پراختیا یې ممکن دي. دا بدلون هغه وخت عملي کېږي چې د پښتو ژبې په وسیله د فلسفي تفکر او پوهې تولید وده وکړي او همدارنګه د فارسي پر وړاندې د پښتنو مخالفت په یوه سیال عقلانیت بدل شي، څو د پښتو ویونکو په ذهنونو کې نوې کړکۍ پرانیزي او په پای کې د یوه ډموکراتیک او پایدار نظام په جوړولو کې مرسته وکړي.

دا تحول هغه وخت رامنځته کېدای شي چې د علم او اندونو په تولید کې د پښتو ژبې بحران په رسمیت وپېژندل شي. که دا ستراتیژیکه خلا په رسمیت و نه پېژندل شي، نو یوه بله پېړۍ هم د افغانستان د ثبات، امنیت او یووالي تمه نه شي کېدلای. تر څو چې په په پښتني ټولنه کې دننه فکري او د منځپانګې بدلون نه وي راغلی، د جوړښتیز تعصب له مخې به له بل هر باندیني بدلون سره مقاومت کوي. د تېرې نېمې پېړۍ لوړو-ژورو چې پښتني ټولنه تر کومې کچې مذهبي-راډیکاله کړې، پر دې ټولنې یې نقد کول هم سخت کړي دي او په دې ټولنه کې دننه څوک د داسې نقد جرأت نه شي کولای. له همدې کبله تر هر څه لومړنۍ اړتیا داده چې پر پښتني ټولنه چې کوم تفکر مسلط دی، د هغه پر وړاندې په پښتو ژبه د انتقادي پوهې تولید اړین دی چې وکولای شي دا ټولنه د دې اساسي پوښتنې په وړاندې شننې او جمعي تفکر ته وهڅوي چې موږ کوم لور ته روان یو؟

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه