په خیبر پښتونخوا کې پر امنیتي پوسته برید؛ شپږ پاکستاني سرتیري ووژل شول

اطلاعات روز: د راپورونو له مخې په خیبر پښتونخوا کې پر یوه امنیتي پوسته د وسله والو په برید کې شپږ پاکستاني سرتیري وژل شوي دي.

درېیو امنیتي او پولیسي سرچینو د سې شنبې په ورځ رویټرز ته ویلي، چې دا برید د دوشنبې په شپه ډیورنډ کرښې ته نږدې د کرم په قبایلي سیمه کې ترسره شوی دی.

پاکستاني چارواکو په رسمي ډول د برید په اړه څه نه دي ویلي.

د پاکستان حکومت وايي، چې په افغانستان کې د طالبانو د واک ته رسیدو راهیسې په پاکستان کې بریدونه زیات شوي دي.

اسلام اباد ادعا کوي، چې د ټي ټي پي په ګډون پاکستاني وسله وال په افغانستان کې شتون لري او د پاکستان پر ضد دا خاروه کاروي.

پاکستان چې له شاوخوا دوو میاشتو راهیسې یې افغانستان سره ټولې لارې تړلي؛ له طالبانو د دې ژمنې غوښتنه کوي چې د ټي ټي پي او نورو وسله والو ډلو مخه ونیسي.

خو، طالبان د پاکستاني چارواکو ادعاوې ردوي او وايي، چې دوی هیڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د نورو هیوادونو پر ضد وکاروي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه