استرالیا تر یوه نوي چوکاټ لاندې د طالبانو پر څلورو لوړ پوړو چارواکو بندیزونه ولګول

اطلاعات روز: د استرالیا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې دې هېواد د افغانستان لپاره په یوه نوي چوکاټ کې د طالبانو پر څلورو لوړ پوړو چارواکو بندیزونه لګولي دي. دا بندیزونه د ښځو او نجونو، د لږکیو او عامو خلکو د ځپلو او د ښې حکومتدارۍ یا د قانون د حاکمیت د کمزوري کولو په تور لګول شوي دي.

دې وزارت نن (شنبه، ۱۵ د لیندۍ) په یوې اعلامیه کې ویلي، چې د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزیر محمد خالد حنفي، د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم، د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي او د سترې محکمې رییس عبدالحکیم حقاني د استرالیا د بندیزونو په لیست کې شامل شوي دي.

د استرالیا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، یاد اشخاص استرالیا ته د ننوتلو څخه منع دي او د دوی یا د دوی تر کنټرول لاندې ادارو سره هر ډول همکاري جرم ګڼل کېږي.

د استرالیا د نویو بندیزونو چوکاټ د هغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر ته اجازه ورکوي، چې هر شخص یا اداره د افغانستان د اړوندو معیارونو له مخې د «ای–۱» بند له مخې «د خپلواکو بندیزونو د ۲۰۱۱م مقرراتو» د شپږمې مادې له مخې بندیز او د سفر له منع سره مخ کړي.

په دې چوکاټ کې د وسلو بندیز او د افغانستان پورې اړوند خدماتو او فعالیتونو په وړاندې کولو بندیز هم شامل دی.

استرالیا لومړنی هېواد دی چې د نوي چوکاټ په جوړولو سره د طالبانو لوړ پوړي چارواکي د ښځو، نجونو او همدارنګه د قومي او مذهبي لږکیو د ځپلو په تور د بندیزونو په چوکاټ کې شاملوي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه