د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بېنټ په هالند کې د افغان ښځو د ولسي محکمې په غونډه کې په خپله وینا کې هغو هېوادونو ته چې طالبانو ته د مشروعیت ورکولو هڅې کوي، په خطاب کې وویل چې «یوه جنايتکار رژيم ته مشروعیت ورکول ثبات نه پیاوړی کوي.»
د هغه په باور، طالبانو ته مشروعیت ورکول د تبعیض د پخېدو لامل کېږي او هغه دوراني تاوتریخوالی چې افغانان یې لسیزې تجربه کوي، لا اوږدوي.
هغه وویل: «د دې مسیر انتخاب نه یوازې یوه لویه اخلاقي ماتې دده، بلکې عملي پایلې به هم ولري».
د بېنټ په باور، هغه هېوادونه چې د طالبانو د عادي کولو یا هغوی ته د مشروعیت ورکولو لټه کوي، د افغانستان د خلکو په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو پر وړاندې د بشریت ضد جرمونو قانع کوونکي شواهد له پامه غورځوي او دا کار طالبان لا زړور کوي.
هغه د افغان ښځو د ولسي محکمې د حکم هرکلی وکړ او ویې ویل چې «که موږ غواړو د جنسیت پر بنسټ د تبعیض نهادینه شوی سیستم، ظلم او د طالبانو واکمني وننګوو او له منځه یې یوسو، ډېر کار ته اړتیا ده».
هغه وویل د محکمې دا پرېکړه چې د طالبانو پالیسۍ او د هغو پلي کول غیرانساني کړنې او د جنسیتي دلایلو پر بنسټ ځورونه ده، د دې ظلم د کچې او نیت مهم تشخیص دی.
بېنټ همدا راز د قاضیانو موندنې ته په اشارې وویل چې په افغانستان کې وضعیت د اپارتاید په څېر یو سیستم دی چې د بیلتون، شړلو او سلطې یو بنسټیز شوی رژیم دی.
بېنټ د ښځو پر وړاندې د تبعیض د منعې کمیسیون د نقض له امله نړیوالې محکمې ته د طالبانو د حکومت د ورپېژندلو ملاتړ وکړ او له هغو هیوادونو چې اکثریت یې مسلمانان دي، وغوښتل چې د دې ابتکار ملاتړ وکړي.
د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي د «جنسیتي اپارتاید» پر تدوین ټینګار وکړ او ویې ویل چې له ۹۰یمو لسیزو راهیسې افغان ښځې د خپل ژوند د تجربو د بیان لپاره همدا اصطلاح کاروي.
هغه د افغانستان د مدني ټولنې، په ځانګړي توګه د ښځو په مشرۍ د سازمانونو د ملاتړ غوښتنه وکړه او ویې ویل چې د دوی ملاتړ د خیرات کار نه دی، بلکې د افغانستان پر راتلونکي ستراتیژیکه پانګونه ده.
د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي وویل چې نړیواله ټولنه باید د افغان کډوالو او د هغو کسانو په تړاو چې د ملاتړ په لټه دي، پر خپلو ژمنو عمل وکړي او هېوادونه باید هغو افغانانو ته چې له تاوتریخوالي او هدفي ځورونې تښتي، خوندي لارې، د پناه غوښتنې عادلانه بهیرونه او کافي اوږدمهاله ملاتړ برابر کړي.
هغه همدارنګه ټینګار وکړ چې د افغانستان خلک، په ځانګړي توګه ښځې او نجونې له خپلې ټولې تنوع سره یو ځای باید د هېواد د راتلونکي په اړه په ټولو پرېکړه کوونکو پروسو کې شاملې شي.
د هغه په وینا، د افغانستان د خلکو حذف کول نه یوازې بېعدالتي ده، بلکې د هغه سیاسي بهیر د ناکامېدو لامل کېږي چې هدف یې یو خوندي، باثباته او داسې ټولشموله افغانستان چې د هر چا د حقونو درناوی پکې کېږي.
