د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په فصلي (درې میاشتني) راپور کې ویل شوي چې په دې هیواد کې امنیتي پېښې ۱۵ سلنه زیاتې شوې دي.
له دې راپور سره سم، ملګرو ملتونو د روان کال له اګست میاشتې څخه بیا د اکتوبر تر ۳۱ پورې له امنیت او خوندیتوب سره تړلې دوه زره او ۷۳۷ پېښې ثبت کړې چې د ۲۰۲۴ کال د ورته مهال په پرتله ۱۴.۷ سلنه زیاتوالی ښیي.
په دې پېښو کې د طالبانو د مخالفینو بریدونه او سرحدي پېښې شاملې دي.
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په راپور کې ویل شوي چې د اګست له لومړۍ نیټې بیا د اکتوبر تر ۳۱ پورې وسلوالو مخالفو ډلو د طالبانو د کنټرول په وړاندې هیڅ پام وړ ننګونه نه ده رامنځ ته کړې.
د دې راپور له مخې، د طالبانو مخالفو جبهو د طالبانو د پلټنې پر پوستو او کاروانونو د لاسي بمونو او ډزو په شمول د بېلابېلو بریدونو په ګډون د ۴۱ بریدونو مسوولیت منلی دی چې ۱۹ یې تایید شوي.
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په راپور کې ویل شوي چې د اکتوبر له ۳۱مې راهیسې د داعش خراسان ډلې بریدونه د شمېر او کچې له مخې کم شوي او طالبانو په عین مهال کې د داعش په وړاندې خپل عملیات روان ساتلي.
د دې راپور په اوږدو کې همدا راز ویل شوي چې د اګست له لومړۍ بیا د اکتوبر تر ۱۷مې پورې له ایران، پاکستان او تاجیکستان سره د افغانستان پر پولو یو لړ امنیتي پېښې شوې دي.
د دې راپور له مخې، د اګست له لومړۍ بیا د اکتوبر تر ۳۱مې پورې په ټول افغانستان کې د یو شمېر هوایي بریدونو او د بې پیلوټه الوتکو د فعالیت راپورونه ورکړل شوي دي.
له دې راپور سره سم، د غزني، هلمند، کابل، کندهار، خوست، لوګر، ننګرهار، پکتیا او پروان په فضا کې څو ځله څارونکې بې پیلوټه الوتکې لیدل شوې دي.
