د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال: په افغانستان کې ۱.۷ میلیونه ماشومان د مرګ له خطر سره مخ دي

اطلاعات روز: په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ټام فلیچر د امنیت شورا په غونډه کې د افغانستان په اړه د اړمنو خلکو سره د مرستو د کمښت په اړه خبرداری ورکړ او ویې ویل چې ۱.۷ میلیونه ماشومان د مرګ له خطر سره مخ دي.

هغه وویل، چې د بودیجې سخت کمښت په افغانستان کې د مرستو پروسه له سخت بشري بحران سره مخ کړې ده.

د هغه په وینا: «دا ژمی لومړنی ژمی دی چې تقریبا هیڅ خوراکي توزیع نه لري.» فلیچر وويل، چې د مرستو ترلاسه کوونکو شمېر له تېر کال د ۵.۶ ميليونه کسانو څخه په روان کال کې يوازې يو ميليون کسانو ته محدود شوی دی.

هغه زیاته کړه، چې ۱.۱ میلیونه ماشومان له حیاتي تغذیې څخه محروم دي ځکه چې ۳۰۵ د تغذیې مرکزونه تړل شوي دي.

د ملګرو ملتونو دې چارواکي خبرداری ورکړ، چې د ۳.۷ میلیونه ماشومانو څخه چې خوړو ته اړتیا لري او په ټکو یې که چیرته درملنه یې ونه شي، نو ۱.۷ میلیونه د مرګ له خطر سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال په خبره، چې په ۲۰۲۵ کال کې ۴۲۲ روغتیايي مرکزونه تړل شوي، چې له امله یې درې میلیونه خلک د ژوند ژغورنې پاملرنې څخه بې برخې پاتې شوي دي.

هغه له مرسته ورکوونکو وغوښتل چې افغانستان سره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

د فلیچر په وینا، په افغانستان کې نږدې ۲۲ میلیونه خلک به په ۲۰۲۶ کال کې مرستې ته اړتیا ولري، چې د سوډان او یمن وروسته دریم لوی شمیر دی.

د فلیچر په وينا، په ۲۰۲۶ کال کې به افغانستان کې نږدې ۲۲ ميليونه کسان مرستو ته اړتيا ولري، چې دا شمېر د سوډان او يمن وروسته درېيم لوى بشري بحران ګڼل کېږي.

نوموړي وویل: «زموږ غوښتنه د ۱۷.۵ میلیونه خلکو ته د رسیدو لپاره د ۱.۷ میلیارد ډالرو غوښتنه ده. مګر د بودیجې واقعیت ته په کتو موږ خپل پلان ته نور هم لومړیتوب ورکړی دی چې ۳.۹ میلیونه خلکو ته ورسیږو چې د ژوند ژغورنې مرستې ته سخته اړتیا لري.»

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه